آرشیف

2016-4-17

محمد بشیر بشریار

د هیواد پیاوړی سیاست وال، فرهنګی، علمی شخصیت ملګری عبد الکریم میثاق په حق ورسید

 د هیواد پیاوړی سیاست وال، فرهنګی، علمی شخصیت ملګری عبد الکریم میثاق په پردیسی ژوند کې له دی پانی نړی نه سترګی پټی کړی او په حق ورسید

په ډیره خواشنی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد پیاوړی سیاست وال، فرهنګی، علمی شخصیت ملګری عبد الکریم میثاق په پردیسی ژوند کې له دی پانی نړی نه سترګی پټی کړی او په حق ورسید.
دغه ملی په هیواد او خلکو مین شخصیت له ځوانی نه بیا د ژوند تر ورستیو سلګیوو پوری د هیواد او ولس په چوپړ کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ.
دغه ستر مبارز د افغانستان د خلق د موکراتیک ګوند د مؤسیسینو د ځوانو او فعالو کادرونو له جملی نه یادیده. پیاوړی لیکوال، داستان لیکونکی او شاعر چې په لیکنو کې یې د خپلی ټولنی، خلکو عینی واقیعیتونه، دردونه،احساسات اوعواطف پوره انځور کړی دی.
نوموړی د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د مؤسیسی کنګری علی ا لبدل غړی او بیا په ۱۳۴۷کال کې اصلی غړی  او په ۱۳۵۶ کال د ګوند د سیاسی بیرو غړی شو.
میثاق صاحب په ګوند کې د مالی کمیسون د مشر په توګه هم په ډیر صداقت، پاکی او ایمانداری دنده تر سره کړی ده.
د ثور د انقلاب وروسته د مالی د وزیر په توګه و ټاکل شو.
ملګری میثاق یو زړور، باتور او پیا وړی سیاستوال و، دشوروی یرغل او دخلق د موکراتیک کوند د نظام د سقوط سهار کله چې د سیاسی بیرو او مرکزی کمیټی غړی د مزدور نظام د اعلامی سره سم کابل رادیو ته راټول شوی وو، او هلته اسدالله سروری د نظام د سقوط او خپلو بریاوو افتخارانه خبری کولی، میثاق صاحب په ډیر شجاعت ورته وویل«سروری زیاد مغرور نه شو شناختی که من از کارمل دارم این شکمت آب خواهد شد».
نوموړی د یوی هفتی شاو خوا د څرخی پله په زندان کې په یوه کوټه کې له موږ سره پاتی شو هلته یې هم دزندان د قوماندان سره چې په خوړو کې یې شګی ګډی کړی وی جدی عکسل العمل و ښود چې دغه میړانه او زړورتوب یې تل  د ملګرو په ذهن کې د کاڼی د کرښی شانته ځای نیولی و.
د څرخی پله د زندان د خلاصون هم زمان یې د خپلو یو شمیر ملګرو سره د اصولی جنبش تر نامه لمړنی هیواد پالونکی چیغه د شوروی نیواک او ګوډاګی نظام پر ضد پورته کړه او د دی ملی مقاومت د سر لاری په توګه یې نه ستړیکیدونکی هلی ځلی تر سره کړی.
دده مړینه دهیواد، خلکواو دده دلاری دپلویا نو له پاره ستره ضایعه او تشه ده.
د میثاق صاحب روح دی تل ښاد وی دده کورنۍ، دوستانو او د ده د لاری پلویانو ته خپل تسلیت او ډاډګیرنه وړاندی کوم جمیل صبر ورته د الله پاک له درببار نه غواړم.