آرشیف

2015-1-3

مجید راغستانی

د محترم نوزادي د شعر په جواب کي

 

دوی ورځی وړاندی می خپل یو غزل درلیږلی وو چی مطلع یی دا وه :

څنګه به ویښ کړمه ویده پښتانه
په روغو سترګو دا ړانده پښتانه

 

دادی ښاغلی مجید راغستانی چی یو تکړه فرهنګپال او شاعر دی ، زما د لوړ شعر په اقتفا یی یو خوږ شعر لیکلی او دایمیل دلاری یی ماته رالیږلی دی . هیله ده دا دده شعر هم تر مینه والو پوری ورسوی . په مینه . نوزادی

 

د محترم نوزادي د شعر په جواب کي ( د مجید راغستانی لخوا)

ویښ به یې نه کړو زه او ته پښتانه 
دا د مرګي په خوب ویده پښتانه
دښمن تر لاس نیولی کور ته بیایي 
په سپکوي لوی او واړه پښتانه
د بل کوټوال ته په تعظیم ولاړ وي 
خپل مشر وژني په چاړه پښتانه
د ژوندو قدر یې ضمیر نه مني 
وروسته بیا ستایي ټوله مړه پښتانه
دوی پر نفاق یو اتفاق کړی دئ 
دغه یو کار کوي د زړه پښتانه
پردۍ وسله او پردئ جنګ یې خوښ دئ 
ستا وژړا ته سي کاڼه پښتانه
څوک د مرګي واسکټ په ځان واغوندي 
په وینو ولړي درانه پښتانه
څوک بیا د کفر او اسلام په نامه 
تر ایمان تیر کړي دا ساده پښتانه
د" نوازدي" چیغي به کله واوري 
دا د پردیو میلمانه پښتانه
څوچي کالداري او ډالر وي اشنا 
یو به یې نه کړې دا خواره پښتانه

مجید راغستاني