آرشیف

2015-1-30

کاندید اکادمیسین ظاهر افق

دښاغلی مجاوراحمدزیار دبې ځایه غټبازیو اوپرځای غلطیو څخه، محترمانه ، پرده پورته کیږی

 

پیل
لومړی ۰ دپوهاند زیار دلیکنې شکلی تیروتنې
۱ – په شکلی تیروتنو سره متنی ناوړتوبونه
۲ دځینو ضروری لیک نښو ( لیک نخښو ) بې ځایه استعمال                                
دوهم ۰ دلیکنې متنی تیروتنو ته یوه لنډه کتنه
۳ – د ( انتقادی – سوسیالزم ) په منځ کې لنډ کی خط ( هایفن ) یعنې څه ؟
۴ – (( آینده غورځنګ )) اوښاغلی پوهاند !
۵ – ( فاشیستی – سکتاریستی  ) ترکیب نه سره لګیږی
۶ – په ګوندونو کې هر (اپوزیسیون) دافتخاروړ نه وی
۷ – دعلومو اکاډمۍ ته په سپکه سترګه کتل دپوهنې اوفضلیت سره دښمنی
 ۸ – نتیجه
پیل

داچې دنولسمې پیړۍ، ځینو اروپایی بشردوستو اوانقلابی پوهانو ویل (( افغانانو ته جنګ دساتیریویوه وسیله ده )) ، له حقیقته څخه لیرې نه ده ۰ دافغانانو همدغه خصلت نه یوازې زموږ دتاریخ  په تیرو دوو پیړیو کې پوره روښانه دۍ ، بلکه په دې وروستیو دیرشو کلونو کې مو هم دسر په سترګو لیدلې اووینو یې چې افغانان وطن ته دناموس په څیر ګوری ، دهرډول بیګانګانو اوتجاوزګرانو په مقابل کې مقاومت کوی اودهیواد څخه یې لیرې غواړی ۰ البته که دیوې خوا دافغانانو نوموړی خصلت یوڅرګند حقیقت دۍ ، خو پردې بله خوا یې بدل اخیستل هم دخصلتونو څخه یو بل څرګند خصوصیت  ګڼل کیږی ، چې دوطن دښمنانو دداخلی مخالفتونو دشدت په خاطر ، پربیلو بیلووختونوکې استفاده هم ځینې کړې اوکوی یې ۰
 نوموړی جنګې خصوصیتونه که په توره اوجنګ کې دافغانانو په نصیب دی ، نو په خبرو اوقلم کې یې هم نوموړی خصوصیات پوره ښکاره دی ۰ مانا دا چې که یې تورې ته لاس ونه رسیږی اودقلم خاوند وی ، نو په قلم سره هم خپلو حملو اوبیا هم خپلو ځوابونو اوبدل اخیستلو ته هر وخت تیاروی ۰ دنوموړوواقعیتونو له مخې وینوچې په  دې وروستیو کې ډیرو لیکوالانو اودقلم څښتنانو چې مسافر اومهاجرشوی هم دی ، دقلم جنګونه حق اوناحق کړی اوکوی یې ، چې افغانی خپرونې  اوویبباڼې یې ښې نمونې څرګندولای شی۰ دا دی یو ډیرساده اونوی مثال به یې وړاندې کړو :
څو میاشتې مخکې ښاغلی پوهاند زیار ځینې لیکنې دپښتو دسوچه کولو په ارمان  داسې پیل کړې  چې هدف ته دمختلفو دلایلو پر بنا نه دی رسیدلې او نه رسیږی ۰ په همدغه دوران کې یې بیله ضرورته په یوه لیکنه کې زما پرلیکنو ، دشکل له مخې، وویل چې ګواکې زما په لیکنو کې غیرپښتو کلمې ډیرې استعمالیږی، خو دلیکنو پر متنی اړخونو یې هیڅ نه دی ویلی  ۰ ځکه چې په اوسنۍ زمانه کې ډیر مهم موضوعات زموږپه مخ کې پراته دی نو مې لازمه ونه بلله خپل شیرین وخت پرهمدغه ډول غیرضروری موضوعاتو مصرف کړم ۰
په تاسف چې دې ښاغلی زیار قلم لکه بواسیر چې لری ،نورعلمی اواصولی سیاسی موضوعات یې په ذهن کې نه ورګرزی ، زیاتره هغه مسایل ترقلم لاندې ورولی چې شخصی عقدې اوغوټې په پرانیږی ۰ نو یې نه یوازې بیځایه غټبازۍ پکښې څرګندوی ، بلکه دپرځای غلطیو شمیر یې هم لږ نه وی ۰
څه موده مخکې مې په ټول افغان معتبرې اوهیوادپالې ویبپاڼې کې په ۱۲/ ۱ / ۱۳۸۷ نیټه د ښاغلی زیاریوه لیکنه ولوستله چې د(( ځان دصفت ، دبل غیبت )) پکښې ډیر ، انتقام اخیستل اوبیله کوم دلیله پرنورو لیکوالانو تجاوزات هم زیات پکښې اوډل شوی وو۰ که څه هم مقاله د ( قاروړی حکیم نور )  په نامه داسې عنوان شوې ده چې لوستونکی ښایی فکروکړی ، حکیم نور به په کومې لیکنې کې پوهاندزیار ته کوم څه انتقادی ویلې وی ۰ خو برعکس ، دمقالې دسره ترپایه یې نه یوه جمله دحکیم نور په نامه راوړی اونه یې حتی یوه کلمه په ناخونکونو ، وړو لیندیو اویا کوټیشن کې راوړې ده چې لوستونکی پوه شی چې ښاغلی پوهاند ولې دومره زیات په خښم اوناکراره دۍ ؟ په دې ګونګې اومبهم حالت کې چې پوهاند پرحکیم نور باندې څرګند هیڅ ونه ویلای شوای ، نویې خپل خروښ پرنورو ډول ډول لیکوالانو ، دافغانستان دعلومواکاډمۍ پر اکادمیسینانو ، کاندیداکادمیسیانو ویوست اوداسې سپکې سپورې ورتقدیم کړې چې ښایی دخپلې خولې خوند یې پخپله پوره خراب کړی وی ۰
لنډه داچې دښاغلی زیارپه لنډې ،تلوارۍ اوعقدو څخه ډکې لیکنې کې نه یوازې دموضوعاتو په محتوا کې ډیرې تیروتنې اوناوړتوبونه راغلې دی بلکه په شکلې چوکاټ  کې یې هم لکه دجملو ترکیب ، لیک نخښواوداسې نورو موضوعاتو کې هم داسې ناوړتوبونه شته چې ښایی مقاله یې هرلوستونکی سمه ونه لوستلای شی ۰ البته ، که یې ولوستلای هم شی ښایی پوره استفاده ځینې ونکړای شی ۰ خو په نوموړو مشکلاتو کې دښاغلې پوهاند دنویو اوبې ضرورته کلمو جوړول ستره برخه لری ۰ ددې خبرې یادهم پکاردۍ ، چې که دده ټوله مقاله اویا نورې مقالې یې په غو ر ولوستلې شی دا به څرګنده شی چې په واقعی توګه به دده پښتو لیکنې دپښتنو څخه خپله مورنۍ ژبه بیګانه کړی۰
ځکه چې دټولې مقالې پرټول اړخیزې سپڼلواوکره کولو  کافی او لازم وخت نه لرم نو به په لنډه توګه دپورتنیو موضوعاتو دتصنیف سره سم ګرانو لوستونکو ته لومړۍ دمقالې پر شکلی اوبیا یې پرمتنی برخو یوه لنډه کره کتنه ، په ډیرې درناوۍ سره وړاندې کړم ۰
 

لومړی ۰ دښاغلی پوهاندزیار دلیکنې شکلی تیروتنې

۱ – په شکلی تیروتنو سره متنی ناوړتوبونه
ښاغلی  پروفیسور زیارپه (( ټول افغان )) ویبپاڼې کې دخپلې مقالې دلومړی مخ په نهمه لیکه کې بیله کوم دلیله اوبیله کوم منطقه ،دخپلې  موضوع اوعنوان څخه ډیر لیرې داسې وایی :(( ښاغلی افق
چې ترارواښاد نومیالی راوروسته دیوه رښتینی هومانست چپې پیښې کولې ، دملا داداله په خواخوږۍ یې دکلونو روژه په املوکو ماته کړه ۰۰۰ )) یا للعجب ۰
دلته ترهرڅه لومړی ، دښاغلی زیارڅخه ،ددوستۍ په فضا کې ،  پوښتنه داده چې ((  ۰۰۰ دیوه رښتینی هومانست چيې پیښې ( تقلید،افق ) یعنې څه ؟هومانست څه ته وایی اوبیایې دچپو پیښو ( تقلید ) مفهوم څه اوڅنګه تمثیلیږی؟ زما کوم عمل اوکومه لیکنه ښاغلی پوهاندزیار ته ((هومانیستی چپې پیښې ، تقلید )) چې دلته هیڅ مفهوم اومانا نلری ، یوازې یو بې لزومه او بې دلیله سپکاوی دۍ اوبس ۰
شک نشته چې ما دخپلو ولسونو دګټو اوپت ساتلو په خاطر دهرچا میړانه اوهمت دملا داداله په شمول چې دهرډول استعماری تجاوزګرانو اوشیطانتی دسیسه کارانو پرضد  یې څرګندوی اویا یې څرګنده کړی وی ، تاییدکړی اوتايیدوم ۰ دهمدغه ارمان اوخبرې دثبوت له پاره ،زما ټول عملی اوفکری فعالیتونه که ښاغلی زیارتعقیب کړی وی اویا یې تعقیب کړی ، یوه روښانه نمونه ده ۰ نو ګواکې په دغه ایمان اومقاومت کې مې نه داچې روژه په ( املوکو ) اویاکوم بل شی نه ده ماته کړې ، بلکه په قوی ترین ریاضت اوپرهیزګارۍ سره مې روژې ته ادامه ورکړې اوورکوم یې ۰ باید په زغرده سره ووایم ، هیچا ته دا حق نه ورکوم چې زما هیواد پال عقاید او احساسات په  خپلو تاریکو هندارو کې وګوری اویا یې په خپل مات قلم سره تعبیر اوتفسیر کړی ۰
په هرصورت ، خبره داده ، ښاغلی زیارچې دخپلو غرب زده اوتاریخ وهلو استدلالونو په واسطه زما عینی اوواقعی قضاوتونه انتقادوی ، زه په ویاړم۰ نو ارواښاد نومیالی څه کړی دی چې په هومانیستی تقلید اوپیښو کولو یې تورن کړی اود (( هومانیستی پیښو )) اوتقلید خاوند یې بولی ۰ پداسې حال کې چې ارواښاد نومیالی ، برعکس ، دنورو ډیرو افغانی لیکوالانوڅخه ډیرمخکې لا آزادخیاله اودابتکارڅښتن دۍ اوډیرېې وختی لا په ټپه ځوانۍ کې بې ځایه تقلیدونه اوپیښې دتاریخ لحظو ته وربخښلې دی ۰
سره ددې ټولوخبروزه فکرکوم چې داستادنومیالی په برخه کې پورتنۍ منفی قضاوت دښاغلی زیارله خواغیر شعوری اوغیرارادی وی ، ځکه ددوی روابط دوستانه ښکاریدل ۰ نو ګواکی دښاغلی پوهاند زیاردنوموړې مرکبې جملې (( ښاغلی افق چې ترارواښادنومیالی راوروسته یې دیو رښتینی هومانیست چپې پیښې کولې )) غلط ترکیب ، دده اراده غلطه اوزماسره یې نومیالی یوځای دهومانیزم پیښې اوتقلیدکونکی وباله۰ دلته مقصددادۍ چې ښاغلی زیارونه کولای شوای چې د(( هومانیست چپې پیښې )) ، دجملې دترکیب دناتوانۍ په نتیجه کې ما اونومیالی سره جلاکړی اوماته سپکاوۍ له ده سره شریک نه کاندی ۰
ترنوموړو تیروتنو چې راتیرشواشاره بایدوکړو چې د((۰۰۰ هومانیزم چپې پیښې )) اوتقلید هم ځکه ناوړه ترکیب دۍ چې هومانیزم نه کوم دولت اونه هم کوم ګوند دۍ چې دخپل پراتیک  په جریان کې دټاکلیوحوادثوپه نتیجه کې پرچپ یا راست ، ښې یا کیڼ وویشل شی ، بلکه همدغه هومانیزم دیړې  معتبرې مقولې په حیث کیدای شی چې پر واقعی اوغیرواقعی ، رښتیا اودرواغو باندې انقسام ومومی ۰ ځکه چې نوموړی دهومانیزم بحث ډیر اوږد اوپراخ دۍ ، په وروستیو بحثونو کې به یې دلزومه سره سم وڅیړو ، خوپه لنډه توګه به ګرانو لوستونکو ته ډاډ وړاندې کړو چې تراوسه پورې سیاسی انسان په واقعی توګه چانه دۍ پیژندلی ۰ څوک به څه ووایی چې انسان یعنې څه ؟ فکروکړۍ آیا دامریکا جمهوررییس مستربوش اودانګلستان پخوانی صدراعظم ښاغلی بلییر انسانان دی چې بیله وحشته اوویرانۍ څخه یې بیچاره ولسونو ته بل هیڅ ډول سوغات نه دی ورکړی ؟او که دافغانستان ، عراق ، هایتی اوداسې نور بیچاره ملتونه انسانان اوبشر دی چې په وحشی ترینو اوعصری ترینوراکتونو،توپونو ، بمونو اونورو جنګی وسایلو لکه میږیان اوحشرات وژل کیږی ، کورونه او کلې یې ورانیږی ؟ په زړه پورې لا داده چې سره ددې ټولو وحشتونو بوش اوبلییر دناتویی دولتونو په سرکې ، دبشر دحقوقواوهومانیزم غاوران ځانونه بولی!دغه دۍ دنن ورځې هومانیزم !
هرکله چې کوم څوک نوموړې پوښتنې ته معقول ځواب ورکړای شی ، بیا دې پرهومانیزم اوبشریت باندې بحث وکړی ۰ لنډه داچې هومانیزم ، چپ اوراست نه لری ، بلکه پرواقعی اوغیرواقعی ، درواغواورښتیا باندې ویشل کیږی ۰ دلته مهمه خبره داده چې ښاغلی زیارنه ده څرګنده کړې چې (( هومانیستی چپې پیښې )) څه ته وایی اومانوموړی پیښې چیرې اوڅنګه څرګندې کړې دی ؟
اوس به دنوموړی بحث د (( جلاد )) کلمې په ارتباط یوه لنډه اشاره وکړم : ګران هیواد افغانستان چې په تیرو دیرشو کلونوکې ډیرسترجنایتونه اوجلادان لیدلی اولا یې هم وینی ، ښاغلی پوهاند مجاوراحمدزیار یوازې دسروری اوملا داداله په شمول څو تنه په ګوته کړی دی ، خودتیرو دیرشو کلونو په دورا ن کې یې دنوموړې پروسې هیڅ تذکر نه دۍ کړی ۰
 څرګنده ده ، هرچا چې دخلقیانو ، پرچمیانو ، اخوانیانو ، طالبانو اواوسنی ناتویی مزدورانو اوجلادانو په شمول دسیاسی قدرت نیولو اوبیایې دساتلو له پاره مقاومتونه کړی دی ، نو یې بیله شکه مرګونه اووحشتونه هم کړې دی ۰ اوس هم ناټویی قدرتونه دامریکایی – انګلیسی واکدارانو په رهبرۍ داسې سترجنایتونه پرمخ وړی چې زموږتاریخ یې نمونه نه لری ۰ البته ، دهمدغو مرګونو دشدت درجه ، ناکامی اوکامیابی ، دخپل وخت دمتقابلو قوتونو دتضاد په شدت ، دقواوو په توازن اوداسې نورو تاریخی ، ټولنیزو، اقتصادی اوجنګی شرایطو پورې په همیشه توګه اړه لری ۰ شک نشته ، چې لوړحالتونه ډیرترخه واقعیتونه منعکسوی ،خودحقانیت اوبطلان درجه یې دولسونودمنافعو په ټولنیز پراتیک پورې تړلی دی ۰
وګورۍ : ناټویی جلادانو بیله کوم معقول دلیله اوبیله کوم حقوقی استدلاله دمسلمان ، طابب اوتروریست په نامه بې شمیره ولسونه په مختلفو شکلونو سره ترتیغ تیرکړی اوزندانونه یې په ډک کړې دی۰ همداسې یې ۱۶ تنه دعقیدې څښتنان په مختلفو تورونو، څو میاشتې مخکې دپلچرخی په قصابخانه کې اعدام اودادی سل تنه نوریې داوزګړو په څیر په نوموړې قصابخانه کې دندرونوسره په انتظارکې تړلی دی ۰ دنوموړې غیر انسانی اوتاریخی جنایت په باب زموږ ښاغلی پروفیسر زیار چې انتقادی سوسیالزم یې ستراتژیک هدف ټاکلی دۍ ،ولې څه نه وایی ؟ده چې سوسیالزم یو سیاسی شعار ګرزولی دۍ ،خپلوزحمتکښو ولسونو ته د(اخوانی – امپریالستی ) دولت ( دغه اصطلاح هم دښاغلی زیار ده )  دجنایتونو په باب څه ځواب ورکولای شی ؟
 
۱ –  دځینو ضروری لیک نخښو ( لیک نښو) ناوړه توب
لیک نښې چې دجملو ،فریزرونو اوپروګرافونو دمتناسب اومعقول جوړښت مهمترین تخنیکی نارمونه اواصول دی ، دهر لیکوال او شاعرله پاره یې سالم استعمال یوه مهمه وظیفه  ده ۰ خو په تاسف چې یولړ افغانی لیکوالان یې له استعماله څخه پوره لیرې واقع اوحتې کله کله په سپکه سترګه هم ورته ګوری ۰ په همدې توګه ښاغلی زیار هم په خپلې نوموړې لیکنې  کې دومره په سپکه سترګه ورته کتلې دی چې ،حتی ښایی لیکنه یې دلوستونکو له درک اوفهمه څخه لیرې کړې هم وی ۰ که څه هم لیک نخښې ، ځینې وختونه دمختلفو ژبو ترمنځ څه ناڅه توپیر لری ، خو په عمومی توګه  یې یو لړ نارمونه اواوصول سره ورته اومشترک دی ۰ دپوښتنې ، ندایی ،ټکې ( نقطې ) ،کامې اوداسې نورې لیک نخښې په ډیرو ژبو کې یو ډول استعمالیږی ، اما دکامې لیک نخښه ځینې لیکوالان تراندازې زیاته استعمالوی ،څو چې جملې په آسانه کړای شی ۰ په ډیرتعجب سره ، ښاغلې پوهاندزیارپه خپلې لیکنې کې نه یوازې دسوالیې (  پوښتنې ) لیک نخښه بېځایه استعمال کړې بلکه دندایې لیک نخښه یې هم دومره زیاته اوبېځایه راوړې ده چې ډیرو ختونه یې دنقطې ( ټکې ) ځای په اشغال کړی وی ۰
دخبرو داثبات له پاره به څو لنډ مثالونه وړاندې کړو :
ښاغلی زیار دخپلې مقالې دسر په لیکو کې داسې وایی : – (( زه دې مړی ژاړم ، ته مې دخولې پیښې کوی ؟ )) داچې نوموړی متل اویا اصطلاح په خپل دننه کې څه مشکلات لری ، بحث نه پرکوم ، فقط وایم چې نوموړی متن بیانیه جمله ده ،نه سوالیه ۰ نودسوالیې نښانه یې راوړل بیلزومه اوغیراصولی ده ۰- بله داچې په لیکنه کې دندایی نښانه دومره ارزانه اودیره استعمال شوې ده چې ډیر وختونه یې دټکی یا نقطې ځای نیولی دۍ ۰ دمثال په توګه :
(( ۰۰۰ پارسی په هره توګه ، خو(( پارسی دری ! )) ۰۰۰ پوهانوباختری بللې ،۰۰۰ ))   په لومړی جمله کې د((پارسی دری )) څخه وروسته نداییه ځکه ضرورت نه لری چې اساسا (( پارسی دری )) یومرکب اسم دۍ ، نه کومه جمله اونه کوم دتعجب حالت لری ۰         ترنوموړوتیروتنو چې راتیرشو ، ددریم مخ په پای کې وړوکی خط ( هایفن ) چې بیا هم خپل ټاکلی داستعمال ځای لری ، په ډیر نامناسب ځای کې داسې استعمال شوی دی چې تصادفی هم نه ښکاری ۰ دلیکنې ددریم مخ په پای کې داسې راغلی دی : (( ۰۰۰ اوله دې ټولو کارونو سره سره یې د ( یوې – کره لیکنې پښتو ) او آزاد پښتو شعر غبرګ غورځنګونه تردې مهاله را رسولې دی ؟ ) په لوړې جملې کې زه یوازې اشاره کوم چې دلته په وړولیندیو کې دیوې کلمې وروسته د( هایفن ) یا وړوکی خط استعمالول بیلزومه اوغیر اصولی دی ۰ لیکونکی کولای شی دپورته نیمګړی جملې پرځای د(( یوې کره لیکنې پښتو)) ولیکی ۰ بیا هم ، که نوموړی فریز په غور سره وګورو نه پوهیږوچې دښاغلی لیکوال به لا مقصد څه وی ؟ ځکه دمتن له مخې نوموړی عنوان باید دیوې (( پښتو کره لیکنې ))په شکل سره راشی ۰ (( یوې کره لیکنې پښتو )) فریز نه په شکل کې کوم سم  مفهوم افاده کولای شی اونه هم دمتن له مخې ټاکلی مانا ځنې راوتلای شی ۰ څنګه چې دنوموړی جملې په پای کې سوالیه  بیله ضرورته راغلې ده ، نویې دیوې خوابیانیه جمله په شک اوسوالیې کې اچولې اودبلې خوا یې دلیک نخښو اصول نه دی مراعات کړی۰- په وروسته کې دهایفن یا ( وړوکی خط ) لیک نخښې په استعمال کې هم پوره تیروتنه داسې څرګنده ده :(( کاشکې تا دخپل پلارنیکه پښتو ګړدود ترڅنګه (( یوه کره لیکلاره )) هم دومره زده کړې  وای ۰۰۰ )) دلته ، ترهرڅه مخکې خبره داده چې ښاغلی زیار دچا سره اخته دۍ چې فایرونه یې په خلا کې بې فایدې تیریږی ؟ په لوړې جملې کې باید(( یوه کره لیکلاره )) اویا هم (( کره لیکلاره )) راوړله شی ۰ ځکه وړوکی خط یا هایفن دخپلې وظیفې له مخې په نوموړی ځای کې چې ښاغلی زیار راوړې دی ځای نه لری اوڅوک یې نه استعمالوی ۰په هرصورت ، دښاغلی پوهاندمجاوراحمدزیار په نوموړې مقالې کې دلوړو تیروتنو په شان ډیرې نورې تیروتنې موجودې دی چې مایې دوخت دنیستۍ په سبب یوازې نوموړې څو نمونې وړاندې کړې ۰ (( کفر ازکعبه خیزد ، کجا ماندمسلمانی )) ۰ دښاغلی پوهاند زیار څخه زیاته غوښتنه کیږی چې دلیکوالۍ دهراړخ اصول مراعات کړی ، څو یې لیکنه هرڅوک دیوه لارښود په څیر ولولی ۰
نوربیا
۱۶ /۵ / ۲۰۰۸

 

دښاغلی مجاوراحمدزیار دبې ځایه غټبازیو اوپرځای غلطیو څخه،

 
محترمانه ، پرده پورته کیږی
 
 دوهمه برخه
 
دوهم ۰ دلیکنې متنی تیروتنو ته یوه لنډه کتنه
   ۳ – د ( انتقادی – سوسیالزم ) په منځ کې لنډ ه کی خط ( هایفن ) یعنې څه ؟
   ۴ – (( آینده غورځنګ )) اوښاغلی پوهاند !
   ۵ – ( فاشیستی – سکتاریستی  ) ترکیب نه سره لګیږی
   ۶ – په ګوندونو کې هر (اپوزیسیون) دافتخاروړ نه وی
  ۷ – دعلومو اکاډمۍ ته په سپکه سترګه کتل دپوهنې اوفضلیت سره دښمنی
  ۸ – نتیجه
 
دوهم ۰ دلیکنې متنی تیروتنو ته یوه لنډه کتنه
شکل اومضمون یامتن چې تل په یوې پدیدې اویوې لیکنې کې یوله بله ارتباط لری اودیوبل په پیژندلوکې یې اهمیت ډیردۍ ، نوموږ هم کولای شو چې دخبلو څیړنواوتحلیلاتو په وخت کې دنوموړو مقولو دیوځایوالې اوبیا یې دبیلتونه څخه استفاده وکړو۰ لازمه ده چې پرنوموړې اساس دښاغلی مجاوراحمدزیار دمقالې د متن هغو مشکلاتو اوتیروتنو ته په لنډه توګه اشاره وکړو کوموچې دده مقاله پر سراخیستې ده ۰ البته ، دمتن اوشکل ترمنځ د (( چین دیوال )) نه دی پروت ، بلکه یو له بله همیشه سره یوځای اوځینې وختونه په تضادکې هم سره واقع کیږی ۰ په دې کره  کتنه کې مې موضوعات دشکل اومتن له مخې ، که څه هم یوله بله سره متداخل وی ، ځکه څیړلې دی چې ګرانو لوستونکو ته یې درک اوپوهه آسانه شی ۰
 
۳ – د ( انتقادی – سوسیالزم ) په منځ کې لنډ ه کی خط ( هایفن ) یعنې څه ؟
په دغه بحث کې دلنډه کې خط ( هایفن ) یادونه دمسالې په شکل اولیک نخښو اړه لری ، خو پر (( انتقادی – سوسیالزم )) باندې یې خبرې کول دمسالې متن اومضمون  احتوا کوی ۰ ښاغلی پوهاند دخپلې لیکنې دلومړی مخ په منځنیو لیکو کې دخپلو ویاړونو په ترڅ کې دنوموړې موضوع په ارتباط ،داسې ادامه ورکوی : (( ۰۰۰ اوسنې ( آینده غورځنګ  ) ته مې وارله مخه ګواښنه کړې چې له خپلې ټاکلې (( انتقادی – سوسیالستی )) تګلارې بیلارې شو اویا پکې ۰۰۰ ))
دلته هرڅه لومړی خبره داده چې دانتقادی سوسیالزم په منځ کې لنډه کی خط ولې ورلویدلی دۍ ؟ آیا همدغه وړوکی خط  دفیشنه ورلویدلی اوکه دیوې خاصې مانا سبب یې ځای اشغال کړی دۍ ؟  لوستونکی ښایی فکروکړی چې (( انتقادی – سوسیالسم )) مرکب نوم خپل ټاکلی مفهوم پوره افاده کولای شی ، نو کله چۍ (( انتقادی- سوسیالزم )) ځنې جوړشی ، بیا به یې مانا څه وی ؟ که یې په وړوکی خط ( هایفن ) سره مانا اومفهوم  تغیر کوی  هغه تغیر به څه وی ؟که تغیر نه کوی ، نوولې یې نوموړې دوې  کلمې سره په جلا کړی دی ۰
په هرصورت ، وړوکی خط چې یوه بیکاره کرښۍ نه ده ، خپلې ټاکلې وظیفې اوداستعمال ځایونه لری چې یو بل وخت به خبرې پروکړو، خو دومره  به اوس ووایو چې نوموړې کرښۍ دصفت اوموصوف ترمنځ نه استعمالیوی ۰ مثلآ :
– سورآس ۰                                      نه سور- آس
– لنګه خره۰                                     نه لنګه – خره
– انتقادی سوسیالزم                              نه انتقادی – سوسیالزم
– ملی سوسیالزم                                 نه ملی – سوسیالزم
دلته موږ پوهیږو چې د (( انتقادی )) کلمه دسوسیالزم له پاره صفت دۍ ۰ مانا ، هغه سوسیالزم چې په انتقادسره سمبال اوموصوف شوی وی۰ نو که (انتقادی – سوسیالزم ) لیکوال ته کومه بله خاصه مانا ونه لری بایدوړوکی کرښۍ ( هایفن ) ورڅخه لیرې کړل شی۰
اوس چې دمسالې دشکلې اړخه راووتو ، پردې بحث وکړوچې (( انتقادی سوسیالزم )) ښاغلی پوهاند ته څه مفهوم لری ؟ ځکه انتقاد دسوسیالزم په تشکیلاتی اوسازمانی اصولو کې یو ډیرمهم بحث دۍ اودهمدغه هدف له پاره یې ځینې نارمونه اواصول په لنډه توګه دادی :
(( پر خپل ځان انتقاد اوانتقاد)) ډیرمهم قانون دۍ چې دهرواقعی سوسیالستی ګوند غړی یې تل په خپل سازمانی ژوند، بحثونواواصلاحاتوراوړلوکې استعمالوی ۰ همداسې (( آزادبحث اوواحده فیصله )) هم دنوموړو ګوندونو دزرینو اصولو څخه یوبل اصل دۍ چې په منلو اوانجام کولو سره یې ګوندی غړی پراخ بحثونه نتیجې ته رسوی ۰ البته ، که چیرې کومه غونډه واحدې پریکړې ته ونه رسیږی ، بیا بل مهم اصل دادۍ چې (( اقلیت باید داکثریت متابعت وکړی ))۰ نوموړې اوداسې نورسازمانی اصول چې د (( ډموکراتیک سانترالزم )) مهمې برخې دی ، دمترقی سوسیالزم مرکزی اصول ورجوړوی چې دګوندونو واقعی دموکراسی هم په دغه ځای کې داسې تحقق مومی چې په نورو غیرولسی ګوندونو کې یې نمونه هیڅ نه لیدله کیږی ۰
اوس نو که ښاغلی پوهاندزیار نوموړې سازمانی اصول ، همداسې یې پرمختللی اومترقی ستراتژیک قوانین په خپله اساسنامه اوبرنامه کې ځای ورکړی وی ، بیا نودانتقادی سوسیالزم نامه ته ضرورت نشته بلکه دانتقادی کلمې پرځای یوه بله مناسبه کلمه په کارده که دلیکوال خوښه وی ۰ اوکه چیرې نوموړی ډول سازمانی اصول یې په ګوندی اساسنامه کې ځای ونه لری ، بیا نو دپرمختللی اومترقی سوسیالستی ګوندونو په کتارکې نشی دریدلای، بلکه په څرګنده توګه دبورژوازی ګوندونو سره په څنګ کې ځای نیسی اودهیواددمحرومو ولسونو په ګټه یې ځکه تصور نشی کیدای چې دنړیوال امپریالزم په ساحو کښیوزی ۰ پردې ټولو سربیره که بیا هم د ( انتقادی )  کلمه ورسره یوځای کیږی ، نو به یې دانتقادساحه چیرې اوڅنګه وی ؟ 
 
۴ – اوسنی (( آینده غورځنګ )) یعنې څه اوولې آینده غورځنګ ؟
ښاغلی پوهاندزیار خپلې میړانې ! قهرمانۍ ( ! ) ته ادامه ورکوی اوداسې وایی (( اوسنی ( آینده غورځنګ ) ته مې هم وارله مخه ګواښنه کړې چې که له خپلې ټاکلې (( انتقادی – سوسیالستی )) تګلارې بیلارې شو اویا پکې امینی ، کارملی یا ۰۰۰ راګډشو ۰۰۰ هماغسې به ځینې وزم لکه له خلق اوپرچمه چې راوتی یم ! )) ۰ څرګنده ده چې (( آینده غورځنګ )) ، دیوه سیاسی سازمان نوم دۍ ، خوخبره داده چې هرنوم بایدهمیشه دهغه څه نمایندګی وکړای شی کوم چې په پراتیک کې ورسره شریک وی ۰ افغانی ټولنه چې دڅلویښتو تجاوزګرو هیوادونو ترظلم اووحشت لاندې شپې سبا کوی ، کلی اوکورونه یې خرابوی ، په زرګونو افغانان یې په بمونو ، راکټونو ،توپونو اوداسې نورو جنګی وسایلو وژلی اولایې هم وژنی ، نوښاغلی (( انتقادی – سوسیالست )) پوهاندزیارولې څه نه وایی ؟ پرضدیې ولې اوسنی غورځنګ  نه جوړوی ؟ ترڅو یې ټولنه داستعماری اوامپریالستی ظلمونو اووحشتونو څخه خلاصون ونه مومی ۰ دانتقادی –  سوسیالستانو د(( آینده غورځنګ )) ترخیالی چترلاندې ښه هرډول شعار غیرعملی اودسراب په شان خطا ایستونکې کرښه وی ۰
دلته خبره داده ، څو چې ښاغلی ډاکترزیار په اوسنی غورځنګ کې فکرونه کړی دننۍ ورځې دخرابیو اواستعماری تجاوزکارانو پرضد ټول اړخیزه مبارزه په نظر اوعمل کې پیل نکړای شی ، په یقین چې هیڅوک به د (( آینده غورځنګ )) پراعمالو ، شعارونو اوخیالې ستراتیژۍ باندې باور ونه کړای شی ۰ داهم ځکه چې هرڅوک په دې پوهیږی چې آینده فعالیتونه په عمومی اوعملی توګه ، په راتلونکو نسلونو اړه لری ۰ البته ،داخبره هم څوک نشی ردولای چې په تیوریک لحاظ یوشخص اویا هم یوسازمان دخپلو پوهنواوهوښیاریو پراساس دراتلونکو پیښو څه ناڅه اټکل کولای شی ، خو په هیڅ صورت ، خبره دامانا نلری چې په ورځنیو وظیفو اواوسنیو ستراتژیکوارمانو نو باندې سترګې پټې کړو اوداوسنی غورځنګ پرځای د(( آینده غورځنګ )) په تاریکې فضا کې لاس اوپښه ووهو۰
 
۵ – ( فاشیستی – سکتاریستی  ) ترکیب نه سره لګیږی  
داسې ښکاری چې دښاغلی زیار دڅیړنو مهمه برخه دکلماتو په اړولو اورا اړولو کې تیره شوې ده ،  نودادۍ اوس یې دځینو بیګانه اروپایی کلمو په ترکیبولو سره زړه دۍ چې سیاسی تفلسف وکړی ۰ البته ،زه یې نه ردوم ، دفرهنګی فعالیت یوه برخه ده ،خو  خبره داده چې دهردول کلمو یوځای کول کومه مانا داره ترکیبی کلمه نشی جوړولای ۰ ښاغلې زیار دخپلې لیکنې ددوهم مخ په پای کې دهغو ګروپونو اواشخاصو په باب چې د(( افغانی کلمې پرځای )) (( افغانستانی )) استعمالوی داسې ادامه ورکوی : (( اوغانستانیان دهغو ټولو فاشیستی – سکتاریستی انګروزو ترڅنګه ۰۰۰ )) په همدغه متن کې لیکوال غواړی چې حریف په کلمو او لغتونو سره وولی ، نو هر څومره چې کلمې ، دده په عقیده ، غټې اودرنې وی تاثیر به یې زیات وی ۰ ځکه یې هڅه کړې چې د(( اوغانستانیانو ))ګروپ نه یوازې فاشیستان  وبولی بلکه سکتاریستان یې هم وګڼی چې ، البته ،دواړه درنې کلمې په سیاسی – ایدیولوژیک ډګرکې ډیرې بدنامې کلمې دی ، خدای دې سړی ځینې وساتی ۰
خو اصلې خبره داده چې دواړې درنې کلمې ( فاشیسم اوسکتاریسم ) یو له بله داسې سره ضد اومخالفې دی چې نه سره یوځای کیږی  اونه کومه مستقله کلمه ځینې جوړیږی۰ حتی نوموړې مخالفې کلمې دیوه هدف لپاره ددوومترادفو کلمو په قالب کې چې دربط په توری سره تړل کیږی ، هم کارنه شی ورکولای ۰
دمثال په توګه : که وویل شی (( اوغانستانیان )) فاشیستان اوسکتاریستان دی ، ځکه مفهوم نه ورکوی چې فاشیسم ترهرڅه لومړی دمالی سرمایی ډیره ارتجاعی اوشوونیستی هغه دکتاتوری ده چې بورژوازی  یې ډیر وختی لا خپل دموکراتیک والی دلاسه ورکړی دۍ ۰ دلومړی وارله پاره فاشیستی نظام ، په کال ۱۹۲۲ په ایتالیا کې دموسولینی ترمشرۍ لاندې اوبیا په ۱۹۳۳ کال په جرمنی کې دادولف هیتلرترلارښونې لاندې ظهوروموند ، څو چې دفاشیستی غوښتنو دانکشاف په خاطر دوهمه نړیواله جګړه منځته راغله اونړیوال یې دډول ډول خرابیو اوویرانیو په غیږ وروستل ۰
دیادولو وړ ده چې ، په تاسف ، په افغانی ادبیاتو کې دفاشیسم مقوله دهرې دکتاتورۍ اوهراستبداد له پاره په کاریږی ۰ پرهمدې اساس ،ځینې وختونه، یولړمتعصب غیرپښتانه نوموړی فاشیستی مقوله دپښتنو اودهغوی دحکومتونو له پاره په کاراچوی ۰ البته ، دهمدغه ناوړتوب علت ، اغلبآ ، دفاشیستی کلمې سره ددوی بې خبری هم ده ۰ په داسې حال کې چې هره دکتاتوری فاشیسم نه دۍ اوفاشیزم دهرې دکتاتورۍ په مانا نشی استعمالیدای ۰
په همدې توګه ، سکتاریسم چې دوړوکې برخې اویا هم داقلیتونو دغوښتنو اوتیری له پاره په کاریږی دفاشیسم سره دیوې مرکبې کلمې په جوړولو کې مرسته نشی کولای ۰ مانا دا چې (( اوغانستانیان )) فاشیستان نه دی ، که سکتاریستان وبلل شی بې ځایه نه ده ۰ په دې شرط چې اسناد اواستدلالونه یې آماده کړل شی ۰ ګواکې ( فاشیستی – سکتاریستی ) ترکیب هغه مفهوم نه رسوی ، کوم چې دښاغلی پوهاند زیار په ذهن کې ورګرزی ۰ البته، په یوه ټولنه کې چې مختلف ملتونه اویا هم ملیتونه ګډ ژوند کوی ، کیدای شی چې ستر ملت یا ملیت یې ترخبل استحقاق زیاته غوښتنه ولری اودنورو لږکیو پرحقوقو سترګې پټې کړی ، نوبیله شکه چې دشوونیستانو په نامه یادول کیدای شی ۰ برعکس ، که چیرې یوملت اویا یوملیت په یوې ټولنې کې دلږکیو په څیرژوندکوی اوترخپل ملیتی استحقاق زیاته هیله ولری اوترخپلې کمپلې پښې اوږدې وغځوی ،نوڅرګنده ده چې سکتاریستان بلل کیږی ۰
 
۲۵ /۵ /۲۰۰۸
پاتې لری