آرشیف

2015-2-6

جانان ژوندی

دپکتيا په ادارو کې دحزب اسلامي نفوذ

په تيرو دولسو کلونو کې په پکتيا کې شاوخوا۷ واليانو دنده اجراکړه ،هر يوه ېې په خپل وخت کې خپل ګوندته په بيلابيلو نومونو ګټه کړې ده .
خو وروستی والي جمعه خان همدرد ،چې دنورو واليانو په نسبت ېې زيات وخت تېر کړ ددې ولايت په ادارو کې دحزب اسلامي کسان په دندو ګمارلي دي زه دخپلې ليکنې مخکې په پکتيا کې دحزب اسلامي دکسانو معرفي درته وړاندې کوم.
دولايت مرستيال عبدالولي سهي/حزب اسلامي 
دټولګټو چارو ريس انجنر عبدالله درانی /حزب اسلامي.
دپوهنې ريس محراب الدين شفق /حزب اسلامي 
مستوفي مفاد ذير/حزب اسلامي 
داطلاعاتو او کلتور ريس محمد شفا مشفق عاشق الله اخلاصيار/حزب اسلامي 
دراډيو تلويزون آمر عاشق الله اخلاصیار/حزب اسلامي 
دټاکنو خپلواک کميسون ريس رحمت الله حقمل /حزب اسلامي 
دوالي سکرتر جهاد احمدزی /حزب اسلامي .
دڅمکنيو ولسوال/حزب اسلامي 
داحمدخېلو ولسوال /حزب اسلامي 
داحمدابا ولسوال/حزب اسلامي 
له دې بغير نور ريسان او مامورين هم شته ،چې تول ېې ماته ګوته په ګوته ندي معلوم ،خو اوس به راشو ديته ،چې په دغوچارواکي ېې څو مهم کسان په پکتيا کې حزب اسلامي او جمعه خان همدرد ته څه کار کوي .
دټولګټو چارو ريس انجنر عبدالله درانی
،چې له تيرو دوو کلونو څخه ېې دسړکونو دترميم او پاکوالي له پاره دحزب اسلامي قومندانانو ته يوه پروژه ورکړې ،چې شاوخوا پنځه سوه کسان پکې کار کوي ،په دې کسانو کې هريوه ګروپ مشر ته دمياشتې ۳۰ زره افغانۍ او هريوه کاريګر ته ۱۲ زره افغانۍ ورکول کيږي .
بغير دحزب اسلامي څخه نور څوک حق نلري ،چې په دې پروژه کې کاروکړي او هغه څوک ،چې په دې پروژه کې کار کوي مجبور دی ،چې حزب اسلامي مرکزي دفتر ته ۲۰۰۰ افغانۍ دمياشتې باج ورکړي .
دراديو تلويزون آمر عاشق الله اخلاصيار
:په پکتيا کې دشرکتونو سره قرارداد لري ،هغه شرکتونه ،چې بايد پروژه ېې دراديو تلويزون څخه اعلان شي دده له خوا هوايي (کټنګونه) ورکول کيږي ،چې په هريوه ېې له زرو څخه تر پنځه زره ډالره پورې رشوت ورکول کيږي ،دغه پيسې هم څه ناڅه حزب اسلامي ته ورکول کيږي.
اوسنۍ وظيعت
جمعه خان همدرد په راتلونکو ټاکنو کې غواړي ،چې په پکتيا کې هغه کسان ولايتي شورا ته راشي ،چې دحزب اسلامي سره اړيکه ولري او حزب ته کار وکړي ،اوس مهال په پکتيا کې ډير کانديدان دا ويره لري ،چې دنوموړي له خوا دپکتيا په بيلابيلو سيمو کې دټاکنو په ساحوي دفترونو کې حزب اسلامي ګمارل کيږي .
وروسی خبره
که چيرې په پکتيا کې داډول حالات روان وي او صرف يوه ګوند ته کار وشي نو دپکتيا په ټولو چارو به ناوړه اغيره وکړي او پکتيا به دحزبونو اوقومونو تر منخ دجګ ميدان وګرځي .