آرشیف

2015-2-4

حسیب پیمان

افغانستانیان یې دې نـــــه لولی

 

  څوورځې مخکې مې یوه لیکنه چې دافغانی ویب پاڼود خپرونوڅرنګوالی  ته ځانګړې شوې وه اودرسنیواولیکوالو څخه مې هیله کړې وه چې دهغولیکنواوخپرولو څخه په کلکه ډډه وکړی چې راپارونکې اولمسونکې وی ، بې اتفاقیوته لمن وهی ،دقلم عفت پکې له پامه غورزیدلی وی ،ځانګړوڅیرو ، سیاسی ډلو اوقومونوته پکې سپکاوی شوی وی او۰۰۰یوشمیر ویب پاڼو ته دخپرولو له پاره ولیږله چې ځینو پاڼو هغه خپره اویوشمیر یی د نشر څخه  ډډه وکړه ۰ زما لیکنه چې درنو لیکوالواودرسنیو سمبالونکوته یې دیوه پیغام بڼه لرله پکاروه چې ټول هغه خپره کړی  داچې ځینو پاڼو هغه خپره نکړه زما له نظره  هغوی دخپلو ادعاوو خلاف چې دآزادۍ اودموکراسۍ نارې سورې وهی اودمخالفو نظریاتوخپرونکی دی عمل کوی او نه غواړی دحق اوحقیقت خبرې اوواقعیتونه خپاره کړی ، دوی نه غواړی هغه څه خپاره کړی چې افغانان داپه یوبل کې ننوتی قومونه لا نورهم سره نږدې اویوموټی  کړې ترڅووکولای شی دموجودله زغمه ډک واکمن حالت څخه هیوادوباسی اوهغه کړۍ اوڅیرې چې دپردیو عمال دی اوعملی واک دهغوی سره دۍ بیواکه کړی، دوې هغه څه خپروی چې ددوی دګروپی اوقومی ړندو تعصباتوپرمحوروڅرخیږی ۰  دا پاڼې چې زما دلیکنې څخه بیله کومه دلیله ډډه وکړه دآریایی ، پندار،مهر، مشعل، نهضت آینده اوژواک پانې دی ۰چې ټولې یې دولسواکۍ اوروشنګرۍنارې سورې وهی اودروښنفکره ویب پاڼونخرې کوی۰ دې آریایی پرته نوموړوپاڼو چې زما لیکنه خپره نکړه زه کوم اعتراض نلرم داځکه چې هغوی په خپلو خپرونوکې خپلواکه دی اوحق لری چې څه نشر اوڅه خپاره نکړی خو ما دآریایی  پاڼې  دسمبالونکو په دریځ اوچلند دیوې مشخصې مقالې په اړوند خپل انتقادی  نظرڅرګندکړ ی وچې ددوی چلندمې دژورنالیسم داصولو اوقواعدو خلاف بللې و اوهیله مې درلودله چې هغوی به هرومروزما دنیوکې اواندیښنې په اړوندزما لیکنه خپروی اودنه خپرولو په صورت کې به  ماته پدې هکله معلومات یا لازمه توضیح راکړی ۰ داچې دوی زمالیکنه خپره نکړه ددې پاڼې دچلونکی هغه ادعا چې (( آریایی وابسته به هیچ سازمان سیاسی نبوده ومشی مستقل را دردفاع ازدموکراسی وآزادی تبلیغ مینماید ، ۰۰۰ هرګونه تنګ نظری قومې،فرقه ای وعقیدتی راردمیکند))ترپوښتنې لاندې راوړی اودهغې خلاف عمل کوی اوپورتنۍ جملې داغوا اوغولولو پرته نورڅه نه دی  ۰

اوس به وګورو چۍ داپاڼه څرنګه دددموکراسۍ اوآزادۍ په دفاع کې ولاړه ده ۰ آیادآریایی  دمسؤلینوله آنده ددموکراسۍ اوآزادۍ څخه  دفاع دا ده چې دچایوه لیکنه کومه چې درسنیو  خپرونو څرنګوالې ته ځانګړې شوی ده بیله کوم دلیله  خپره نه شی ۰ پداسې حال کې چې زما دلیکنې په اړوند  دهیوادپیژندل شوی لیکوال اوتاریخپوه ښاغلی کاندیداکادمیسین سیستانی په ځینو پاڼو کې یوه مقاله چې ((دښاغلی حبیب پیمان دلیکنې پیغام تاییدوم )) خپره کړې چې زه دښاغلی سیستانې څخه چې دحق اوحقیقت یوپیغام  یې تایید اودنورو څخه یې هیله وکړه چې زما دې پیغام ته لبیک ووایی مننه کوم اوده ته سرلوړی، دعمراوږدوالی اوپه فرهنګی اوعلمی کارونوکې لا نورې بریاوې غواړم ۰ اوس راځم دآریایی دپاڼې دنشراتې پالیسۍ دې اصل  ته چې (( هرګونه تنګ نظری قومې ، فرقه ای  وعقیدتې را رد میکند )) ۰ دپاڼې عقیدتی تنګ نظری زما دلیکنې په نه خپرولو کې جوته شوه چې دهغې نه خپرول دهغوی تنګ نظری اودمخالف نظرنه زغمل ښیی اوپه دې نورڅه ویل  اړین نه بریښی ۰ دقومی اوفرقه ای اړخ په اړوند باید ووایم چې که درانه لوستونکی ددې پاڼې اصلی مخ ته مراجعه وکړی هلته لیکل شوی چې (( افغانستان یا خراسان؟ )) ۰ ددې عنوان لیکل په اصلی مخ کې ددې پاڼې دچلونکو موخې چې دافغانستان دنامه سره یې حساسیت جوتوی اوددې نامه دتغییر په موخه یې مټې رانغښتې دی بیانوی اوخپلو عقیدتی قلمی همکاران هڅوی  چې په دې اړوند خپلې عقدې څرګندې کړی ۰دافغانستان دنامه دبدلون پلویان چې دګوتوپه شمارڅو معلوم الحاله څیرې دی استدلال کوی چې پښتون یعنی افغان ، افغانستان یعنې دپښتنو هیواد، نه دنورو قومونو ټاټوبی ۰ددوی په دې نادرست اوله واقعیته لیرې دلیل اونظرسره لازمه ده چې دافغانستان نوم په خراسان واوړی ترڅو ددوی په خبره ټول قومونه ځان په دې نامه کې ووینی۰ خو پوښتنه داده چې ولې خراسان او ولې آریانا یا بل کوم نوم نه؟ داځکه چې دآریانا په نامه کې دافغانستان ټول وروڼه قومونه ځان لیدلای شی ، خو اصلې خبره داده چې افغان پښتون نه بلکه دډیرو پخوا زمانو څخه دتاریخی روایتونو پراساس داوسنی افغانستان دقلمرو اوسیدونکواودهغې شاه اوخوا سیموکې میشته خلکو ته افغان ویل کیدل اوداچې دافغان کلمه یوازې پښتنو ته دخراسانیانو یا افغانستانیانو له خوا ویل کیږی نه داچې واقعیت نه لری بلکه زموږدهیوادددښمنانوستره دسیسه ده چې افغانستانیان یې تکراروی اوغواړی چې نور هم را وپاروی اودافغان میشته وروڼو قومونو خلاف لیکنې اوڅرګندونې وکړی چې له نیکه مرغه تراوسه پورې چا پدې ملی ضد کارلاس نه دۍ پورې کړی اوهیله ده چې پروطن مین افغانان چې دا هیواد دتولووړونو قومونوګډ کور ګڼی هیڅکله لاس پورې نکړی اوددښمنانو ددې افغانی ضددسیسواوشیطانی موخوښکارنشی ۰ که چیرې دآریایی دمقالو آرشیف ته لاړشو داسې زیاتې لیکنې به پیدا کړو چې څه ډول ددې پاڼې دایمی قلمې همکارانو داسې مطالب لیکلې اوخپاره کړی چې ددې هیواد داوسیدونکو ترمنځ بې اتفاقیوته لمن وهل شوې ، دلږکیو اوډیرکیو( اقلیت اواکثریت ) په نامه یې غوښتی دا قومونه سره جلا کړی ،تاریخ اوملی اتلانو ته سپکې سپورې ویل شوې اوحتی قومې صف آرایۍ اوتقابل  ته بلنه ورکړل شوې ده هغه څه چې ددې وطن درښتینی بچیانواوهغوی چې دا وطن پرې کران دۍ پرمختګ اودهغې داوسیدونکوسرلوړې اوسوکالی غواړی  سره نه ښایی اویوازې اویوازې  ددې خاورې اوددې ټاټوبې داوسیدونکوددښمنانوڅخه یې تمه کیږی۰ که وخت یارې راسره وکړه په راتلونکې کې به پردې لیکنو لنډې تبصرې ولرم ترڅو له یوې خوا ددې افغان دښمنه لیکوالوڅیرې بربنډې شی اوله بله پلوه دآریایی دپاڼې په نشراتواودهغې دچلونکوپه موخوپوه شو ۰

حبیب پیمان

۱ / ۰۶ / ۲۰۰۸

پای