آرشیف

2014-12-31

ملا عبدالسلام ضعيف

آیا امریکایان مسلمانانو ته سوبه راوړلای سي؟!!!

د ډیره وخته دخلکوپه ذهنونوکې داخبره پخه وه چې امریکایان اهل کتاب دي دمسلمانانوسره دومره دښمني اوستونزه نه لري لکه دنړۍ بل قطب چې دی؛  ځکه چې هغوی مشرکین اویاداچې بي عقیدې اوملحدهیوادونه دي، هغه پخوانۍ وارسااوبیا ورپسي کمونیزم بلاک وو،نوځکه هغه وخت  د ډیرو اسلامي هیوادونومیلان دغربي امپریالیسټي بلاک خواته وو،دلومړۍ نړیوالې جګړې چې په ۱۹۱۴  ميلادي کال کې دیوه مذهبي مشر فرانزفرډینانډ  دوژلو وروسته پېل سوه.  په لومړۍ نړیواله  جګړه کې ۱۷ ميلیونه انسانان  ووژل سوه، جرمني په فرانسه، بلجیم اوانګلستان باندي، اسټرلیااوهنګري  پر روسانو حمله وکړه. ترکیې  د جرمني ملاتړ وکړ، امریکااوځینو نورو هیوادونو دانګستان اوفرانسې کومک وکړ، يو شمیر هیوادونو د روسانوملاتړ وکړ، جګړه ډیره خونړۍ مګر په لنډ وخت کې ختمه سوه.
د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د دواړوقطبونوترمنځ  یوقوي رقابت  موجود وو، هر وخت په غیرمستقیم جنګ کې دخیل وو.
د دوېمې نړيوالې جګړې  وروسته چې په ۱۹۳۹ میلادي کال  کې پېل او تر ۱۹۴۵  ميلادي کال پوري وغځیدله، جګړه  د جرمني-  جاپان اونوري نړۍ  ترمنځ  پېل سوه، جګړه  هغه وخت  پېل سوه چې هټلر دخپلي دیکتاتورۍ مزی دجرمني ترحدودو  دباندې غوښتل.
انګستان، فرانسه، ايټالیا، امریکا، روسان  او ځينې نور هیوادونه سره يوځای سوه، په دوېمه  خونړۍ نړيواله جګړه کې ۵۵ میلیونه انسانان  ووژل سوه، امریکایانودجاپان په هیروشیمااونګاساکي  ښارونوباندي د ینګ اوچیلډ  په نوم اټومي بمونه وغورځول، د دوېمې نړیوالې  جګړې  وروسته  رقابت  نورهم  په  دوه  قطبي  ډول زور واخستی، داځل امریکا د متحده  هیوادونو په نوم لړکې دپخواني ښامار انګلستان ځای ونیوی؛  ځکه چې انګریزان  د دوېم نړيوال جنګ وروسته سخت تاواني سوې وو، لویه امپراتوري یې  مخ په ځوړ  روانه وه، متحده انګریزانو په غیرمستقیم ډول سره جګړه دجاپان، چین، د جنوبي او شمالي کوریاګانو، دشمالي برازیل، کارابين، دايران اوګواتيما،دومينکن، ختيزتيموراواندونيزيا، دالسوادور، هندوراس، کمتاريک، اونيکاراګو، کيوبا، ويټنام آن تر افغانستان پوري  روانه وساتله، چې په نتیجه کې يې   د ناټواو وارسا دوه قوي بلاکونه جوړسوه، په دغه لوی رقابت کې ترډيره بریده مسلمانان لږ ارام  وو،  امریکا او اروپا هم مسلمانانو ته ډیرمیلان  نه درلودی.
 کله چې په خلیجي  هیوادونو کې  دفارس په شمول د نفتي زیرمو سروي وسوې او هلته ډیر نفتي ذخایر وموندل سوه، دهغه څخه وروسته  درقابتونو اثار په اسلامي نړۍ کې دبل ځل لپاره بیا پېل سوه، که څه هم  په ارو پايي ټولنه کې رقابتونه وو، مګر ډیر جنجالي نه وو؟
د روسانو له خوا پر افغانستان یرغل او بیا چې کله  روسانوشکست وخوړی،  دوارسا بلاک مات سو، د کمونیزم ستوری  ولویدی، دمنځنۍ آسیا اشغال  سویو هیوادونو ازادي واخستله، دبرلین  دیوال ونړيدی لویدیځ او ختیځ جرمني سره يوځای سوه، دکمونیزم نړیوال خوبونه بې تعبیره سوه، نړۍ یې له تاړاک نه خلاصه سوه، که څه هم د روسانو شکست دمسلمانانولپاره ډیره دخوشالی خبره وه،  مګریوه بله مرحله چې ډیره پیچلي وه رامنځ ته سوه، دکمونیزم تر  ختمیدو وروسته  دغرب  توجه  مسلمانانوته  ور واوښته، نړۍ یوقطبي سوه، دسونګ دموادو ضرورت هم ډیرسو، یوه نوي او بله لوبه پېل سوه.
عربي اونوري اسلامي نړۍ ښه فرصت درلودچې دنړۍ د دوو قطبونو د رقابتونوڅخه ښه ګټه پورته کړي، ولي متاسفانه  د مسلمانو هیوادونو د غفلت له امله ، اسلامي هیوادونه دیوه قوت دجوړولوپر ځای په وړو هیوادونو وویشل سوه.
د۱۹۸۸ میلادي کال  راپه دیخوا امریکایانو اسلامي نړۍ ته پوره توجه او مخه کړه،  هغوی  د دې لپاره چې نوک ځای کړي  دعراق  پخوانی مشرصدام حسین  يې تشویق کړ چې د ایران  د جنګ  وروسته دخلیج کوچني هیوادونه ترکنټرول لاندي راولي، صدام حسین  په ۱۹۹۰ میلادي کال کې پرکویټ باندي حمله وکړه، په ډیر لږ وخت کې يې ترکنټرول لاندې راوستی، د کویټ  دالصباح کورنۍ سعودي عربستان ته وتښتیده، سعودې ددي پر  ځای چې د صدام سره په خپله مقاومت وکړي یا داچې دنوري اسلامي نړۍ څخه کومک وغواړي، یا داچې داموضوع  په  ډیپلوماتیک ډول  حل کړي ، سعودي عربستان له غرب څخه مرسته وغوښته، د امریکا او لویدیځ له پاره دا يو طلايې  فرصت سو چې اول نوک ځای کړي او دمظلوم سره دمرستي  تر نامه لاندي  دخليج هیوادونو د  واکدارانو په خوښه  د پوره  نظامي قوت سره داسلامي نړۍ  زړه  ته ننوزي.
دعراق له شکست  څخه وروسته  امریکا په کويټ، بحرین اوسعودي عربستان کې خپلې نظامي اډې  جوړې کړي. له دي وروسته کله  چې د سعودي عربستان دقطراواماراتوسره دسرحدونو پر سر لانجه پیداسوه، قطر او اماراتو هم  امريکایانوته اډې ورکړي، دادامريکانوپلان  و، چې څه ډول  کوچني  هیوادونه  په نورو هیوادونو باندې وبیر وي، او امریکا په مستقیم ډول په کوچنیو هیوادونو خپله غوښتنه ومني.
آیادامریکانظامي اډې ددغوهیوادونو دساتنې لپاره وي؟
په ښکاره خوداليدل کیدل چې دځينوهیوادونوڅخه ببو (نالیدلي بلا) جوړسي اوځيني هیوادونه دهغوی په بیرولوسره ترسینه لاندي سي،مګر دامریکا د پوځي اډو درلودل بیا په سېمه کې یوبل بحران راوټوکاوی.
اول:  داچې امریکا دیوه قوې موقف څخه په هغوهیوادونوکې چې ددوی باداري یې نه منله پوره مداخله پېل کړه، تر ډیره دامداخله په غیرمستقیم  ډول دنظامونودراپرزولوسبب سوه،د امریکا استخباراتي فعالیتونه په ډیره اسانه سره پیاده سوه.
دوېم: امریکا دهغوهیوادونوچې دامریکاحضور یې  په سېمه کې خطرناک باله،  دخلیجي هیوادونوسره په  بي اعتمادي کې واچول.
درېم: امریکا دحکومتونو اوخلکوپه منځ کې یوغټ واټن ته لمن ووهل.
څلورم:  دخليج  ټولې نفتي زیرمي امریکا ترخپل کنټرول لاندې راوستلي.
پنځم:  هغه ټولي مغزني هستۍ چې په اسلامي نړۍ کې موجودي وي هغوی يې په یوه اوبل نامه دمرګ اویا د زندانو ترتیارو پوري  ورسول،  البته هغه هستۍ چې اسلامي روحیه اواحساس یي درلودی.
شپږم: امریکا عربي نړۍ په  داسي غافلانه حالت کې وساتله چې دخپل دفاع په اړه یوازي پرامريکایانوباندې يې  اتکاوکړه، دراتلونکې له پاره په  بي دفاعي حالت کې،  چې اوس ټوله اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده.،  هم عربي نړۍ همداسي لااباله (بې پرواه)  پاته سوي ده.
اوم:  هغه لوی ثروت چې په یویشتمه پیړۍ کې دخلیج په برخه سو، یوازي په عیاشي،استراحت او فضول رقابت کې په بي ځایه اوبي فایدي شیانوباندې مصرف سو،  خود به یوڅه په ځای هم وي،  خودنړۍ په سطحه چې ټول وېښ هیوادونه دراتلونکي په اړه دعصري تکنالوژۍ څخه دخپل  دفاع په اړه مصروف  دي اوهري پيسي ته حساب کوې چې څنګه یي پر ځای ولګوي،  نسبت هغوی ته داسلامي هیوادونوپه ځانګړي ډول  دشتمنوخلیجي هیوادونوثروت بي ځایه لګیدلی دی، اویا داشخاصوپه نامه باندې په غربي بانکونوکې يې شتمني ځای پرځای سوي، چې بیایي راستنول ناشونی دی.
اتم:  هغه حساسیت چې دمسلمانانو او دکفري نړۍ ترمنځ وو،هغه نفرتونه چې دهغوی داعمالوپه وجه دمسلمانانوپه زړونوکې وو، هغه يې بي حساسيته کړي، کوم چې  دکفراواسلام بېل ملتونه وو.
نهم: عربي نړۍ  دامریکایي شرکتونولپاره دښه مارکیټ انحصارځای دی،  په ځانګړي توګه دوسلو اوامنیتي څیزونو دجوړولوکمپنيوته چې خپلې درنې  اوسپکې  وسلې اوامنیتي تجهیزات په دوی باندې وخت په وخت خرڅې کړي.
لسم : په ډیرو سړومغزونوسره امریکا او غرب  داخلاقي اوشیطاني فسادلاره دمسلمانانو په ټولنو ورخلاصي کړي  اوداسي نور….
په حقیقت کې غرب دکمونیزم دماتې وروسته دمسلمانانوپه دښمنی اوداسلام داصلي مفهوم دله منځه وړلوله پاره  په پلاني ډول سره  تدريجي جنګ پېل کړ، داچې یوه ته  د دوستی لاس ورکړي اوبل ته  د تروریزم  لقب ورکوي، دا هغه دسیسې دي چې مسلمانانوته دعسلوپه رنګ اونامه سره زهر ورکوي.
نتيجه
موږ د هغه نتیجې ژوندي شاهدان یوچې غربیانوپه ډیره ماهرانه توګه په اسلامي نړۍ کې دتفرقې تخم څنګه وښېندی، په یوه هیوادکې یوه ته وروراو بل ته دښمن وایي،تردې چې په یوه  فامیل کې یوه  ورور ته  دوست او بل  ورور ته  دښمن وايې،یوه ته میانه رو اوبل ته سخت دریزی  وایي، یوه ته سم اوبل ته تروریست  وایي،  په دې توګه یومسلمان  ورور د بل مسلمان ورور په  وړاندې  توهینوې، بندې کوې،  حتی وژني يې،او هغه بل نااهله اوبې غیرته هم داسي ر‌‌‌ډي سترګې  ورته ګوري تر دې چې کله کله دهمدې هدف لپاره یو ورور دبل ورور په مقابل کې استعمالوې، هغه دژړ، سپین او سره  غوایي لوبه یې پېل کړيي ده، یو یو وهي او خوري،  اوبل ورته ګوري، په همدې توګه غرب بریالی سو چې داسلامي نړۍ ډیری هیوادونه یي بي ثباته کړه، نظامونه یې دمنځه ولاړه، اقتصاداوشتمني یې ټوله تباه سولي، قومونه او ولسونه یې په خپل منځ کې په جنګ سره اخته سوه، لکه افغانستان، پاکستان، عراق، لیبیا، سوریه، مصر، او دالړۍ په کراره کراره اوس داردن،  لبنان،  ترکیي اوسعودي عربستان  پولوته ور روانه ده، کیدای سي دالړۍ همداسي داسلامي نړۍ هرهیواداوهرکورته ورننوزي، دشیعه اوسني،  د عجم اوعرب ، دقوم اومنطقې او داسي نورو مختلفونومونوسره، همداد وينوتویول  به دوام لري، لویدیځ به کله  دیوه طرف اوکله دبل طرف پله درنه وي اوکه اورسړيږي نوبیابه نورتيل ورباندې ښېندي.
مسلمانان بایدپه دې پوه سي چې دادغربي نړۍ هغه شومي دسیسې دي چې دمسلمانانوپه وړاندې باندي په ماهرانه توګه پلي کیږي، علماء او سیاسیون باید خپل  ملتونه پوه کې چې دادمسلمانانو دزوال دسیسې دي، دچارو واکداران بایدپه دې پوی سي چې  د غرب داسي منافقانه  دوستي  د مسلمانو ملتونوسره  دښمني ده،  واکداران باید دملتونودنجات په فکرکې سي، کنه نو خبره  به دهري  ورځي په تیریدو سره دخرابي لور ته روانه وې ، نه به دین سي اونه به دنیا ور سره وفاوکړي.
 په همدې اساس موږویلای سوچې غربي نړۍ چې اوس یې سالاري  امریکاکوي کله هم دمسلمانانولپاره سوبه نسي راوړلای اونه په سوله اوثبات کې دهغوی سره مرسته کولای سي بلکه باالعکس؟؟ په دې موخه  دهغوی سره امنتي قراردادونه کول، هغوی ته اډې ورکول دمسلمانانولپاره سل په سله تاوان دی،که څه هم  دیوڅوکسانولپاره به موقتي ګټه ولري.

ليکوال: په اسلام آباد کې د افغانستان  پخوانی سفیر
ملاعبدالسلام   ضعیف