X

آرشیف

بیا هم د وطن د بقا په خاطر

بسم الله الرحمن الرحیم

 

امریکا افغانستان کښې خپل هدف ته ر سېدلې ده    

 امریکا پوهیده چه افغانانو څلور امپراطوریه ړنګولي ــ د صفويانو ، د هند د مغلو ، د انګرېزانو ، او د کمونیستانو ــ او د افغانانو سره جنګ د امپراطورۍ خاتمه ده . نو د تسلط ښه استراتېجي امریکې ته ، د زور د ښودنې نه وروسته ، د افغان فلج کول او یو بل سره جنګول ووه . نو په ډیر مهارت سره د افغان د کار د قوې څخه پنځوس فیصده ئې په مخدراتو معتاد کړل ــ چه په لسهاوو کلو به په پښو ونه درېږي ــ او تحالف شمال ئې په بیه واخیسته ، چه بین الافغاني جنګ تود وساتي ، او د اوږدې مودې د پاتېکیدو د سند تر لاسه کولو وروسته ، دوی به د باګرام د پاسه او نورو هډو نه د خپل جوړ کړي سینما ننداره کوي .      اصلی هدف دا دی چه د چین او رو سیې سره د مقابلې په خاطر به افغانستان کښې تر ابده پاتې کېږی . نو ځکه د جنګ بودیجه ئې په ځان منلې چه بین الافغاني جنګ تود وساتي او د امریکې حضور ضروري وښیئ ؛ د مخدراتو د ترویج او تجارت له لارې جنګ سالاران او ناکاره حکومتونه په پښو دروي څو چه عام ملت په فقر کښې وساتي او په مخدراتو کښې تسلی ومومي . د مخدراتو په پيسو هم جنګ سمبالوي او هم ملت نه د کار ، ژوند ، او مقاومت توان سلبوي . د روزل شوو او تمویل شوو رسنیو په واسطه د خلکو پر ذهن تسلط غواړي ، او د دیموکراسۍ ساز ګرم ساتې ، څو چه ملت ئې ناکردو نه سترګې پټې کړي او یو مبهم مستقبل ته ــ د امریکې په غېږ کښې ــ د آرامۍ خوبونه وويني . د امريکې بې شمیره پلمې ګوډاګيانو ته د زغملو وړ دي ، خو فقیر او دربدر ملت په خاموشۍ کښې ورته لعنت وائي او په وولسو کلونو کښې ،  هم کرزي او هم اشرف غني ته ، هغه سپک او سپېره ويل شوي چه په افغاني قاموس کښې ځای نه لري .زورش به خر نمیرسه میزنه ده پالانش .                                  که  د استعمار هدف –  د دوی د اِدعا سره سم – انساني وای ، نو تر سره کول ئې ډېره اسانه وه :یوه با عزمه اداره کولای شوای چه د افغانستان د تقریباً څلور سوو ولسوالیو په چوکاټ کښې خلکوته د ضروریاتو مطابق کومک وکړي ؛ او د شدید فقر په حالت کښې حتی نقدې پیسې ورووېشي ؛ او پدېصورت به هم کومکونه د خلکو د رفاه سره سم سمبال شوي وای او هم به د ژبني ، عرقي او مذهبي اختلافونو نه بهر پاتې وای ؛ او که چیرته یوه اداره ناکامیدله ، تغیر  راوستل امریکې ته کوم ګران کار نه وه ؛ او پدیصورت نه طالبان ، او نه نور ، د بیرته راتګ سوچ وهلای شوای . داسې یو کړندلار د امریکې د کار پوهو د تدبیر نه بهر نه وه ، خو انساني پیرزوېنې ته ېی ضرورت لروده ، چه ددوی په قاموس کښې ورته ځای نشته.

دبشر پهتاریخ کښې ، د غربي استعمار د څلورو سووکلونو ناکردو ته څوک ځواب نلري  :چیرته شول (سور پوست) اصليامریکایان ؟ د افریقې خلک چا غلامان کړل او ثروت ئې چا چور کړ ؟ ولې لاتین امریکا امریکې ته په نفرت ګوري ؟  په دغه لویه تاریخي صحنه کښې ، د افغانستان د راتلونکی ژوند اټکل څه دروند کار ندی : څه مو چه په وولسو کالو کښې لیدلي (مشت به نمونهء خروار) وي .                                                                                                                                  افغانستان د آسیاپهقلبکښېځای لري او ډېر لوی ثروتونه پکښې پراته دي چه هم روسانو او هم امريکائیانو ورته سترګې نیولې دي .  دا ثروتونه هغه نادر معدنونه دي چه معاصر تخنیک او صنعت ته هغه اهمیت لري چه پټرول ئې د لمړي جهاني جنګ نه تر اوسه لرلی :په دوهم عمومي جنګ کښې د امریکې قبضه په پټرولو باندې د بري سبب شو . په یوویشتمې پیړۍ کښې به همدغه نادر معدنونه د پټرولو  دور ادا کړي : دا معدنونه په انحصاري پیمانه په چين کښې پیدا کیږي او افغانستان د چین-امریکا-روس د رقابت میدان ګرزېدلی .  امریکا غواړي تر ابده په افغانستان کښې پاتې شي او هدفونه دادي :د چین او روس سره د ډېر احتمالي جنګ د پاره تیاري نیول ، په نادرو معدنونو باندې کامل تسلط لرل ،  د عیسویت خپرول ، او د افغانستان پر ژوند داسې قبضه آچول چه د نام و ننګ خبرې پکښې نوي .

 د امېد او خوشبينۍ پیداکولو په هڅه ، ډېر مبصرین ځلانده آینده د معدنونو په   استخراج کښې ویني . خو د روان دود او دستور سره سم ، بېشمېره خارجي کمپنۍ به مجبوره وي چه د رشوت بازار خوندی وساتي ، څو چه د محیط او ماحول د صحت او ساتنې سوال چا سره پیدا نشي . ژوند به لا بدتر شي :     «نخوردم از آشش کور شدم از دودش» ،کله چه خلک وګوري چه سیندونه او کارېزونه له زهره ډک دي ، شتمن خلک لا شتمن شوي ، او بهر پورې تړلي داړه ماران د وطن چارې په میراثي توګه په لاس نیسي  

 

کله چه د جهاد زعامت پردو وټاکه : افغاني عزت په ذلت بدل شوو

ملت پوهېږي چه د چین او روسييې سره په شخړه کښې به افغانان «بلا ګردان» وي ، او کیدی شي چه دا شخړې اتومي وي ، امریکې ته به ضرر ونه رسېږي اما افغانان به وسېزي ، د امریکې د وجود سره پاکستاني حملې افغانان وږني . کرزی د امریکې په دغه پلمه پوه وه ، خو غږ ئې د هغه چرګ آذان وه چه د مانځه نه وروسته پورته شي، او افغانان د پولاو په غورۍ کښې ورته هرکلی وائي . په شریعت پوه  مجددي صاحب ، دغه بې وخته آذان ته لبیک ونه وایه ، او د مجلس په تالار کښې ئې کرزي ته پیغور ورکړ چه د خپل «ولي نعمت» سره ئي مخالفت کړی (چه خدای به ورته سخته سزا ورکړي) ، نو په بیړه امریکې سره ئې د ستراتېجيکي پيمان ملا تړ وکړ . ما په هماغه وخت کښې د وطني احساساتو په څپو کښې دا لاندنی تعلیق وليکه : افغانستان ، در طول تاریخ طویل خویش ، بخود متکی بوده و از ثمر یک توازن طبیعی و خداداد بین قوهٔ خلاق باشندگانش و طبیعت سازگارش امرار حیات نموده است . کودنانیکه بعد از کنفرانس «بن» به عرصهٔ قدرت رسانیده شدند ، مانند هر حکومت جانشاندهُ دیگر، این توازن را دریدند و به قوای خارجی که هدف اصلی شان نابود نمودن اصالت افغانی بود آلهٔ دست گردیدند. قرادادیکه بقای امریکا را مشروعیت میدهد افغانستان را هدف مشروع برای حمله از طرف چین و روس و فارس نیز میگرداند . مجددی که آیات قران را با بی ربطی تام استعمال میکند،  فراست آنرا ندارد که عاقبت دشمنی با همسایگان — از خلال دوستی با امریکا– را بداند . بزرگترین دستاورد از تاریخ ما همین است که ما قادریم از وطن دفاع کنیم وبه امریکا احتیاجی نداریم . اقتصاد متکی بر امریکا پوقانهٔ بیش نیست و هر چه زود  منفجر میشود ، راه بسوی  توازن بین طبیعت خلاق و استفاده از ثروتهای سرشار باز خواهد شد 

  امریکا  یا نورو استعماري قواوو ته سر ټیټول او وطن ته شا ګرځول ، د خاینانو یو زوړ عادت دی چه زمونږ په تاریخ کښې ژورې نیلې او ریښې لري . خو په اوسنۍ عصر کښې دا غلامي هلته خوندی شو چه د جهاد په اوږدو کښې امریکائې استعماري سیاست ، د «برژنسکي» تر مشرۍ لاندې ، دې حقیقت ته متوجه شو چه که چیرته د افغانستان جهاد ته – چه په اسلام مین زړونه ورته مسخر دي – يو اصيل او د جهاد په ډګر کښې آزمویل شوی زعامت ورنصیب شي ، نو بیا به د میرویس او احمد شاه د زمانې دولت به ورنه جوړ شي ، چه نه یواځې د افغان ، بلکه د اسلام جنډه به هم په نړۍ کښې په رپېدو راولي ، چه د غرب نړيوال زعامت ته به لویه بلا وي .  نو هرومرو ، د جهاد زعامت به د زر په زور غرب وټاکي څو چه دغه تسخیر شوي زړونه یواځې او یواځې د غرب غوښتنو ته غاړه کېږدي : اتحاد شوروی ته به شکست ورکړی ، د امریکې په خدمت کښې به د روسانو نه د فیتنام د ماتې انتقام واخلي ، خو د افغان لوړولو او عزت ته به هیڅ چمتووالی ونلري . هماغه ووه چه د امریکې استخباراتي جهاز د پاکستان آی اِس آی ــ چه په هغه وخت کښې په خاپوړو روان ووه ــ وروزه چه د غرب د غوښتنو سره سم د جهاد زعامت په بیه واخلي څو چه د اسلام سره – د ږيرو او سپينو کاليو نه بهر – کومه اړيکه ونلري : قدرت او چوکۍ ته د هر حزب تلوسه دومره زیاته شوه ، چه د اسلام حکم ته د پل ځای پاتې نشو . اختلافات د وینو په سیلاو کښې اوج ته ورسید او شرعي حل هېر او مهجور ووه . د مسلمان وږل – خصوصا هغه چه احزاب ئې حق ته رابلل او ناکردې یئ رټلې – یوه ډنډه وه چه هرومرو به اجرا کيدله . ځانځاني د احزابو کړندلار شو :«فتقطعوا امرهم بینهم زبرا کل حزب بما لديهم فرحون–المومنون ،۵۳ » . اطاعت ، د پیسو مصدر ته – پاکستاني استخباراتو – ووه ، نه د خدای احکامو ته ، او د فقیر ملت د هوسايی  غم چا په زړه کښې نه ساته . د آزادۍ مجادله د پردو د غلامۍ لاندې روانه وه . ځه د صحنې شاهد وم ، هغه څه چه مې ولیدل د الفت صاحب ئې ښه بیانوي :                                                                   نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چه جګه کړه         ندي د ویلو هغه څه چه ما لیدلي دي                                                               

 د امریکې استخباراتي جهاز ، چه د احزابو اصلي ولی نعمت ووه ، په مهارت سره ئې افغاني جهاد مهار کړ او خپلو ګټو خوا ته ئې وزغلاوه . امریکا د سلهاوو زرو پاکو شهیدانو په وینو ابر قدرتۍ ته ورسېده ، خو ملت برباد شو . اوس همدغه د احزابو رئیسان د امریکائي جنرالانو سره د پغمان په هسکو څوکو کښې مرکې کوې – څو چه د کابل کثیفه هوا هغوی ته ضرر ونرسوي – او په ډیره بیشرمۍ او غرور ویاړي چه د دوی د جهادي قیادت په برکت دا وطن آزاد شوی ، خو بصیرت ورسره نشته چه د خدای معجزي ته وګوري : چه د دوی د ناکردو سره سره روسان په شا لاړل ځکه چه الله سبحانه و تعالی غیرت او عزت د دغه ملت د خټې صبغة ګرځولې او د ملت زړه ئې جهاد ته مسخر کړی چه په اوسنۍ عصر کښې ئې هم انګریز ، هم روس ، او هم پياوړی ناټو حلف ئې هک پک ، حیران ، او لالهان کړی .جهاد د کمونیستانو په مقابله کښې د ټول ملت په ګډون ځکه خوندی وه چه ملت پوهیده چه اسلامي بنسټ نړول د کمونیستانو اصلي هدف وه . د ملت قیام د احزابو د قیادت له برکته نه وه ، بلکه احزاب د جهاد په جریان کښې یو خڼډ ووه . د احزابو مشران تر اوسه ندي پوه شوي چه څرنګه چه د (احزابو)کلمه په قرآن کښې مردوده او منفوره ده ، د دوی ناکردې ملت مجبوره کړه چه په دوو جبهو کښې قربانۍ ورکړي :د دوی د ورور وژنې په جنګونو کښې او د روس سره د مقابلې دپاره ، او دا ټول د «علماوو» په حضور کښې وشول . او اوس هم هماغه علما د امپریالیستانو په ګټه خطبې ورکوی . خو افغان ملت په ډېرو خطرناکو مرحلو کښې بې رهبره او حتی د «رهبر»د غدر او خیانت سره سره د دښمن په مقابله کښې درېدلی .د احزابو د کرغیړن قیادت په نتیجه کښې د بین الافغاني مقتولانو شمیر تر هغو چه د روسانو په مقابله کښې شهیدان شول څو چنده ووه . د دوی په غیاب کښې به د دې جهاد مزل لنډ وای ، او تر ټولو مهم ، وطن به ازاد وای .                                             اوس هم د دې په ځای چه د امریکې په مرئیتوب اعتراف وکړي ، د امریکې په لمسون د ډیموکراسۍ په ډول ګډېږې – حکومت چلوی – څو چه امریکا متهمه نشي چه د افغانستان څخه ئې مستعمره جوړه کړې .                     ګوډاګیان د مخدراتو په پیسو په ملت باندې خپله خاني چلوی ، اما د ملت حال هغه پښتو متل بیانوي چه وائي : کابل ته لاړو عیشونه مو وکړل ، خان به خټکي خوړل مونږ به پوټکي.                                                              نه به سیخ سوزي او نه کباب ــ ګوډاګیان به خانان وي ، امریکایان ، باداران .                                                                                                                              عزت ، شهامت ، او کرامت ، به پخوانۍ زړې قصې وې ، او افغانستان لکه المان او جاپان د امریکې شهوترانو عسکرو ته به خپله خاوره کښې ځای ورکوی او امریکې ته به مطیع وي .  قیمتي معدنونه به ئې د امرېکې تخنیکي اوحربي قدرت خوندی ساتي او افغانان به مخدراتو کښې ځان ته تسلی ورکوي . دوی سره به دا توان نوي چه لکه المان او جاپان ځان سمبال کړي ، د دوی حال به د فلپین حال وی : او افغاني میرمنې به نورو هیوادو کښې کار کوی څو چه وړو ته قوت لا یموت پيدا کړي . د ذلت کاروانونه ، چه د جبر په سفر بهر ته روان دي ، هغه کاروانونه ندی چه د مستو اوښانو زنګ ، او د شنو او سرو جامو منظر ئې د طبیعت ښکلا سره سیالي کاوه ، او له کرمه ئې معیشت کاوه : ډیر په بحر کښې ډوبېږي یا د پردو په جیل کښې شپې تیروي . ډېرېمیرمنېدځانپهخرڅولوژوندۍدي او ځینې انتحار کوی . د یو افغاني سفارت د خبر په اساس پنځو زرو نه زیاتې ځوانې ښځې په یوه خلیجي هیواد کښې د قيد تر تهدیدلاندې دي .
د دغو پلمو په نتیجه کښې دا دی د څلورومیلیونونهپورته (۱۳٫۳۴٪افغانان)پهمخدراتواختهدي چه په نړۍ کښې څاری نلري ؛دوزګاروافغانانوشمیرپهسلوکښېشپیتواواویاووتهرسیږي ؛ د رشوت تله تر ټولو درنه ده او د ګوډاګیو بیروکراسي یواځې د رشوت په غوړو څرخي ؛او بېامني  ژوندپههرهلحظهکښېپهخطرکښېاچولی .په افغاني ناموس باندې تیری ، د قرآن سیزل ، په مړو باندې متیازې ، او د کابل د سیند نه ډېران جوړول ، د مخدراتو  معتادانو ته پکښې پناه ورکول ، او وطن ته راستون شوي افغانان ، په ژمي او اوړي کښې ، په خیمو کښې ساتل ، او نور … هغه ناکردې دي چه د افغان عزت  پکښې نابود دی خو د استعمار تنده پرې ماته ده .                                                    او مسئول هغه افغانان دي چه د «سپټمبر ۱۱مه» پلمه ئې منلې او د امريکې راتګ ته ئې هرکلی ویلی . د «باب وودوارد» د کتاب په استناد ، د (جورج ټینټ)د امریکې استخباراتيرئيسدتوصيېپهاساسحامدکرزي ته د افغانستان واک وروسپارل شو  

 ‪       [Bob Woodward, Bush at War, Page 248]  ، اودهمدغهکتابپهاستناد ۸۵ملیونهډالره د تحالف شمال مشرانو ته ، او   عبدالرسول سیاف ته ، ورکړې شوې چه دامریکېاستعمار ته هرکلی ووایي.  پخوانیپادشاه راوستل شو څو چه د خلکو تائید ګوډاګي حکومت ته جلب کړي . حال دا چه د ډیر مهم هرکلي کوونکي موقف بدل شوی : کرزي د ریاست په موده کښې آماده وه چه امريکایانو سره د ابدي مرئیتوب سند لاسلیک کړي او وئې ویل «اګه به نفع ما باشه چرا نمیکنیم»خو د ریاست په ختمېدو سره ئې ورسره شدید مخالفت وکړ چه د مجددي د غضب سبب شو . د دون همتۍ اصلي تعبیر خوشحال بابا کړی او علامه اقبال ئې د شعر په ژبه کوي

 

 با یراق و ساز و با انبار در
أشترې یابد اګر افغان خر

همت دونش ازان انبــار در
 میشود راضـي با زنګ شتر 

ادامه مطلب در اینجا

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.