آرشیف

2015-10-18

محمد بشیر بشریار

دهیواد ځلاند علمی، فرهنګی، سیاسی ستورئ او ملی شخصیت پوهاند سوما په حق ورسیدئ

دهیواد ځلاند علمی، فرهنګی، سیاسی ستورئ او ملی شخصیت پوهاند سوما په حق ورسیدئ

د افغانستان د ملی یووالی ګوند لوړ پوړی ملی شخصیت او د هیواد، د لوړو زده کړو پخوانی وزیرملګری پوهاند محمود سوما (د۲۰۱۵میلادی کال د اکتوبر د میاشتی په ۱۶نیټه د جمعې په ورځ د۷۸ کلونو په عمر)په اتریش کې له دی نړی نه سترګې پټی کړی.
د هیواد ستر اکادمیک ،علمی او سیاسی شخصیت پوهان محمود سوما ۷۸ کاله پخوا د خوست په متون کې په یوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی و. لومړنۍ زده کړې یې د خوست غرغښت ښوونځي کې وکړې. لوړی زده کړی په کابل او امریکی کې تر سره کړی.
ارواښاد افغانستان ته د راستنید و وروسته د کابل په پوهنتون کې د کیمیا په برخه کې ښوونکی شو،او په دی برخه کې یې ستر او ارزښتناک خدمتونه تر سره کړل.
د افغانستان د معارف ښوونځیو لپاره د اووم نه تر۱۲ ټولګيو پورې د کمییا کتابونه ښاغلي سوما لیکلی و. په ځینوجرید و او ورځپاڼو کې یې بېلا بېلې علمی او ساینسي مقالې چاپ شوې دي.
ملګری سوما د (۱۰)په شاوخوا کې علمی او سیاسی کتانونه لیکلی دي او د فلسفی په برخه کې یې زیات شمیر ګوندی شاګردان هم روزلی دی.
مرحوم سوما د هیواد او هیوادوالو د پرمختګ اوسوکاله ژوند په خاطر دځوانۍ له همغو لومړیو نه ځان ژمن اواړ وګاڼه تر څو د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د لوړو هدفونو له لاری دی وروسته پاتی ټولنی ته ستر خدمتونه تر سره کړی.  سپیڅلی مبارزه یې وکړه او د خپل لوړافغانی، علمی اواخلاقی کرکتر له وجی یې خورا ډیر شمیر شاګردان دافغانستان خلق دموکراتیک ګوند غړیتوب ته راوبلل.
ملګری سوما د ثور دپاڅون نه وروسته د لوړو زده کړو وزیر شواو ستر خدمتونه یې په دغه برخه کې تر سره کړل.
کله چې شوروی اتحاد زموږ پر ګران هیواد افغانستان د ۱۳۵۸کال د مرغومی په ۶ نیټه له شرمه ډک یرغل ترسره کړ، مرحوم ملګری سوما هم د روسی یرغلګرو اوکې جې بې له خوا د خپلو یو شمیرملګرو سره د څرخی پله زندان ته واچول شواو د (۱۰) کالو شاو خوا زندان یې په لوړ سیاسی مورال  میړانه اوګوندی غرور چې تل یې د زندان د ناخوالواو استبداد په مقابل کې دخپل ګوندی اوصولو سره سم لوړ،قاطع دریځ درلود او نور ملګری یې هم تر څنګ ساتلی وو.
ملګری سوما په زندان کې د(۴) کلونو شاوخوا ماسره په یوه کوټه کې اوسیده.مهربان، زړه سواند،خدمت ګار ، مدبر، قاطع
هوډمن، معتقد،ژمن او خپل ارمان ته صادق انسان و،تل یې خوله له خندا ډکه،مهربان اوملګرتوب کې یې ساری نه درلود.
د ډاکتر نجیب الله په واکمنۍ کې د چرخي پله  له زندان نه خلاص شو. چې د وخت د چارواکو له لوری ورته د حکومتي دندې وړاندیز وشو خو ده ونه منله او په کابل پوهنتون کې بیا استاد شو.
د ثور د اتمې وروسته یانې د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال هم په کابل پوهنتون کې په دنده بوخت و. خو د شرایطو په خرابېدو سره پیښور ته کډه شو او شاوخوا درې کاله په پېښور کې پاتې شو.
مرحوم سوما دهیواد په غم لړلی،ویر،اختناق او وحشت نه ډکو شرائتو کې چې استعماری تاقت او غلامانویې د هیواد په استقلال ،مادی او معنوی ارزښتونو تور سیوری غوړولی وو د خپلو هم رزمواو په هیواد او خلکو مینو ملګروسره چې په سر کې محترم پوهاند ډاکتر عبدالرشید جلیلی قرار درلود په پښتونخواکې د افغانستان ملی یووالی ګوند د جوړیدو هلی ځلی پیل او د ملی او بین المللی شرائتو په نظر کې نیولو سره یې د ګوند مؤسسه کنګره جوړه او په دی غونډه کې یې په بشپړو رایو د ګوند د لومړی مرستیالۍ مقام تر لاسه کړ. د ګوند په جوړیدو، لوړتیا جلب او جذب کې یې د ستایلو چاری ترسره کړی .
 په پیښوراوهیواد کې سختوشرائتو دی ته اړویست چې خپل ګران هیواد پریږی او هالند کې پردیسی ژوند ته دوام ورکړی  په دی ترتیب هالند حکومت سیاسي پناه ورکړه او د ژوند تر وروستیو شیبو همالته و. پوهاند سوما ۱۷ کاله له هیواده  لرې په جلا وطنۍ کې تېر کړل.
مرحوم سوما په هالند کې د جلاوطنۍ  په حال کې هم ډیری هلی ځلی تر سره کړی تر څو د پخوانی خلک دموکراتیک ګوند او نوروسیاسی حلقو،ملی شخصیتونو سره په ګډه د یو پراخ بنسټه او سرترسری ګوند او حرکت د جوړیدو له پاره سره یو شې چې دهیواد دغمیزی د وتلو لار یې د همداسی یوځواک په جوړیدو کې ارزولی و،مګر دریغا چې ژوند ورسره ملګرتیا ونه کړه . د هیواد د وخت د لوړی کچې ګوندی او دولتی چارواکی  مرحوم محمود سوما نه یوه لوېشت ځمکه  هم نه ده پاتې او یو کور هم نه لري. له وطنه لرې په جلاوطنۍ کې په حق ورسېد او له یوه کفن سره بېرته تورو خاورو ته ستنېږي.
د نوموړي جنازه افغانستان ته لېږدوله کېږي، او په خوست کې به په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شې.
 د مرحوم سوما صیب د مړینی له کبله د مرحوم درنۍ کورنۍ دوستانو ملګرو د افغانستان ملی یووالی ګوند غړو او ټولو هیوادوالو ته تسلیت وړاندی  کوم او ارواښاد ته د لوی او بښونکی خدای ج څخه د فردوس جنت غواړم ،روح دې ښادوی سوما صاحب دهیواد دمعاصر تاریخ یوزلاند سیاسی اوعلمی ستوری او شخصیت و.دهغه سیاسی او علمی دریز دهغه په چاپ شوو اثارو کی ښه سرگندیدلی شی. ده هغه مرینه دهیواد په کچه او دافغانستا ن ملی یووالی گوند دپاره ستره ضایعه یادولی شو.بیا دی هم روح ور ښاد وی.
 انا لله و انا الیه راجعون

محمد بشیر بشریار د نمارک