X

آرشیف

پکه دا دې لا بله سپکه

 
  تېره ورځ مې د نيويارک ټايمز سرمقاله لوسته، چې په کې د ولسمشرۍ دفتر ريس عمر داودزي په اړه ډېر څه ليکل شوي و، حتا يو څو څنګزنې اشارې یې ولسمشر ته هم کړې وې، چې دوی ټول د ايران په خوږو روږدي دي او ګوندې هره مياشت په ملياردو ډالر دوی ته د ايران د حکومت لخوا بخششي (رشوت) ورکول کېږي، تر څو د دوی د موخو ننګه وکړي او همدارنګه د دوی پلانونه په افغانستان کې تطبيق کړي. 
 
   د ايران دا کارونه خو له پخوا هم جوت و، چې د افغانستان په ټولو اړخونو او برخو کې یې لاسوهنه کوله او د يوه کوچني مامور يا پياده نه نيولې هان دا دی تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې یې لاس اوږد کړی. په تېرو ټاکنو کې يې هم په ډېره پراخه پيمانه لاسوهنه کړې او د نيمروز ولايت يوه ښځينه وکيله چې ګواګې ايرانۍ ده هغه خو يې تر پارلمانه ورسوله او داسې به یې نور څومره د ولس انګړ ته بدرګه کړي وي، چې په دې برخه کې ځينې افغان مشران هم له دوی څو برابره مخکې دي او دوی ته په دومره صداقت کار کوي، چې ته به وايې دوی اصلاً ايرانيان دي. 
په افغانستان کې د ايران مذهبي، سياسي، کولتوري او … اغېز دومره ډېر دی، چې څه موده مخکې يې د ايراني وفادارانو پر مټ د امروز تلويزون هم بند کړ، چې د ايران د مداخلو په اړه يې سندونه وړاندې کول او همدارنګه د ايران سفیر، چې نېغ په نېغه یې لوی څارنوال ته امرونه کول، چې د هغو افغانانو پر ضد دې کړنې يا اقدامات وکړي، چې د ايران پر ضد خبرې کوي.
 
  زه په کلکه له ولسمشر کرزي او نورو لوړپوړو ادارو يا چارواکو څخه غوښتنه کوم، چې د نيويارک ټايمز د راپور په بشپړه توګه څېړنه وکړي او تورن کسان پوښتنو ږروېږنو ته راوغواړي، ځکه چې د يو هېواد دومره لوړ پوړي کسان د ګاونډي هېواد په پلوي يا چوپړ کولو تورن شي نو دا خو بيا ټول ولس په وېره او ډار کې اچوي، چې ګواکي دوی ټول د یوه ګاونډي هېواد د ګټو لپاره قرباني ورکوي او همدارنګه زه د اوسني دولت داسې کړنې په کلکه غندم او هیله لرم، چې دوی نور په خپلو ګرېوانونو کې سر ښکته کړي او په غمځپلي ولس زړه وخوږوي، ځکه چې دې ولس ډېر دردونه او کړاونه ليدلي او ويني یې. 
 
 
په درنښت
سرور احمدزی

 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.