X

آرشیف

ګیله له چا مه کوئ! 

 

سیاست کې دایمي دوست او دایمي دښمن نه شته! د ګټو او مصالحو خبر ده! 

 

– حقوق او سیاسي علوم سره تړلي دي. د سیاست د علم د ېو شاګرد ( د نړېوالو حقوقو ماستر او سیاسي او مقارنې علومو او حقوقو  دوکتورا او د مدرسې او اسلامي لوړو زده کړو  فارغ)  په توګه تأکید کوم چې د سیاست د علم، الفباء کې د هېوادو د حکامو دوستي او دښمني د ګټو خبرې دي او دې کې کوم تردید نه شته. دا منفي او لومړي سره کې ذلیل حالت مثبت اړخ هم لري! دا د شخص پورې هم تعلق لري. زما ستاسو سره ملاتړ او دوستي د وطن د ملي ګټو او ستاسې د ملي او انساني دریځو پر بنیاد دی. او دې کې کومه نوې او بده خبر نه شته. 

ما د افغانستان سیاسیونو ته ویل چې د سعودي حکامو پسې منډې مه وهئ ( نویېمو کلو کې) چې هغوی دې درته  سوله راوړي. هغوی چې تاسو ور پسې منډې  وهلې،  ستاسو غوښتنه ورته د ستاسې د سیاسي سادګۍ سند وه او ورته ډېر خام سیاستوال ښکاره کېدلی!  او هغوی تاسو ته د ساده ګانو په سترګو هم کتل. هغوی وايي چې مونږ دوی ته سوله راوړو چې افغانستان آرام شي او زما د تاج او تخت دښمنه ډله ( القاعده او بن لادن ) له هغه ځایه راخلاصه او راشی او زما تاج او تخت چپه کړي!؟ نو دغه افغانانو ته ټوپک او سلاح ورکړئ چې دوی خپلو کې او القاعدې مقابل کې سره وجنګیږي. له دوی نه نباید  د وحدت الهی شعار پورته شي. دوی کې قومي شوراګانې، قومي حکومتي او ژبنیز دولتي پوستونه،  قومي،  ژبنیز او سمتي اختلافات باید تقویت شي او همداسې هم شول! هو د حاکمیت تقسیم کې هم دا مرض چاق کړای شو. د جمهوریت حاکمان هم دغه خواته استقامت ورکړل شول او د جبل السراج درسو کې هم په همدې خبرو ټینګار وشو! 

نو مونږ قرباني یو! 

اوس ېوافغان د بل افغان ګرېوان د قوم او ژبې پر بنیاد نیولای چې د ( لا اله الا الله ) او اسلامي اخوت  مات کړي! 

د شرم خبر خو داهم ده چې پروني کارګري انتر ناسیونالستان هم نن سبا د قومی او ژبنیز تفوق تر منحطو شعارو لاندې غرق او تباه دي! 

 

هغه وخت (۹۰ یمو کلو کې) ما دا خبره په وار وار چې د عربانو په شمول مو دول خپلو مېنځو کې جنګول غواړي!…. د نور نه علاوه د افغان نابغه سفیر ورور چې سفیر رور یې، نوی د سعودی د اقتصاد د وزیر،  زوم شوای و، راته زنګ وواهه چه د سعودی ضد خبرې مه کړه، افغانستان ته خو به راتګ لرې! تهدید شوم! 

هو هغه وخت ( ۹۰ یېمو کلو کې) د امریکې او عرب متحابه حاکمیتونو او ال سعود تجارت او د اسرائیلو سره نورمال د سولې مناسباتو ېوه وعده دا وه چې د پاچاهی تخت به ددې کورنۍ سره وي او امریکه به ددې کورنۍ مقابل کې موانع ختموي. 

د سعودي برنامه او پیسې ، د امریکی فیصله او د پنجاب مرتد پوځ سره لاس په لاس، په پاکستان کې مجبور افغان، صادق، سپېڅلي او پر اسلام مېین طالب ته په عالم اسباب کې کار پیل شو او قوت وموند او نتیجه داده چې وينې. 

سیمه کې افراطیت تقویت د چین د اقتصادي انکشاف مخنیوی او د روسانو سردرد او د ایران ضد اسرائیلي سیاست ته کار تعریف شو. ( داچې طالبان به ددې برنامې د تطبیق عمل کې جوګه شي که یه ږ، دا جدا بحث دی!)  عمل کې چا دا څنګه نور جزيیات لري او چا څه وکړ ل او پاکستاني جنرالانو په دې کې د افغانستان تباهي لیدله چې تعلیم صرف مباح وي او د افغان اردو کباړ شي او مو نږ د پنجاب د چوکیدارۍ لایق شو او افغان ښځې پنجابي ډاکتر ته محتاجې شي او ….

دا هغه څه دي چې زمونږ  د  تراژیدۍ مختلف ابعاد تشکیلوي. 

نو ستاسې خبر درسته ده چې د افغانستان سره دوستي نه شته، د ګټو خبرې دي.

نن سبا که د ایران د وهلو برنامه قوي شي او د چین سره د تایوان او نور مشکلات اوچت شي، او د افغان لاس او وینه بیا په کار شي، نو بیا به د دغه عربی او غربي هېوادو پاملرنه افغانستان ته اوچته شي! 

چې افغانستان ضد وهابی!؟!؟، ضد القاعده قوت جوړ او تقویت شي. 

موانع به لرې سیاست کې به بیا افغان د سوخت او حریق مواد شي! 

نو هوشیار ، خبردار او خپله افغان ېوبل ته لاس ورکول او قوت کېدل او ستر ملي چتر او آدرس جوړول په کار دی! 

داسې چتر ته ستر کارونه شوي او باید نور هم وشي. تأخیر ګناه کبیره ده! 

و من الله التوفیق 

۲۱/۱۰/۲۰۲۴ 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.