X

آرشیف

بالمثل برخورد- مسلکی پوهه او الترناتیف لارې! 

 

د طالبانو د خارجه چارو د وزارت سیاسی مرستیال، جناب عباس ستانکزي ته!

 

سلام معزز انجینر… صیب د تل په شان خپلې نیکې هڅې او د رسالت اداء جاري ساتې. داځلي د جناب عباس ستانکزي پر اظهاراتو مو  د تعمق وړ تمرکز کړای

غواړم دغه بحث  ته انکشاف ورکړم او په ځانګړي ا

توګه سیاسي معین، جناب عباس ستانکزي صیب او نورو چارواکو ته لاندې اکید سفارشونه لرم! 

 

جناب ستانکزی چې  د افغانستان د طالبانو د بهرنېو چارو وزارت د سرپرست سیاسي معین دی، باید خپلو اظهاراتو او افادو کې پوره پوره دقت وکړي.

– پوهېږو چې حکومتي سیاسي مقام کې مؤظف شخص حتمی نه دی جامع الکمالات اوسي. خو په کار ده چې متخصصین د فن، سیاسي مشر سره مسلکي مرسته وکړي او بیا سیاسي مشر هغه مسلکی مواضع اظهاروي او اعلاموي. دا کومه نوې خبر نه ده او جهان کې دا معمول ده. 

د طالبان د افغانستان د خارجه چارو وزارت ته په کار ده چې د خپلې ادعا سره سم، مستقل او د افغانستان د ګټو سره سم اظهارات ، افادې او عمل وکړي. دا چارواکو  ته په کار ده چې د تخصصی مسایلو سره د عمل او برخورد وخت کې د متخصص او په ځانګړې توګه د افغانستان د علومو اکادمي او پوهنتونو نه د مربوطه متخصصینو سره په هره برخه کې سیستمی اړیکه ولري! 

د بعضې مهمو ملي پروژو او دریځونو په هکله د افغانستان په کچه، هر وزارت د مسابقو او د حل د لارو د پیدا کولو په موخې مسابقې او آواردونه په لار واچوي. ېواځې د ښه قرائت مسابقې کفایت نه کوي او د اسلام مبارک دین د دنیا او آخرت دین دی! 

دا د ملي مشارک ېوه برخه جوړولای شي چې دا ملت هم ددې احساس ولري ، چې ددې وطن د مسایلو د حل لارو کې دوی ته هم مراجعه کېږي او دا ددې مهم تصویر ېوه وړه برخه کېدای شي! 

 

– ⁠مشخصه خبر او موضوع چې د عام ولس له خولې ویل کېږي او بیا د رسمي مقام له خولې ویل کېږي، دوه متفاوت تون او لهجه لرلای شي. هغه اظهارات چې د خارجه چارو سیاسي معین یې وایي او بیانوي، او د ېو عام وګړي اظهارات،   بنیادي فرق لرلای شي. 

ولې وایو پاکستان په افغانستان کې  خپلو استراتېژیک اهدافو او موخو ته ورسید او د جهاد!؟  تر نامه لاندې تر دا اوسه د افغان ولس په عزت، خاوره او ګټو ، د بریاو سره، تجاوز  کړای او کوي. افغانستان یې په دوامداره توګه بې ثباته کړای او افغانستان کې یې په مکاره توګه د بهرنیو او أمریکې، په دوکه کولو در افغان حاکمیت څو څو وارې ړنګږولای دی. 

د افغانستان اوبه، لرګي، معدن، تیل، ګاز، خاوره، خلک او د افغانستان د اردو او وسلو کباړ ددوی لخوا عملي شو او دا پروسه لا ادامه لري. دا واقعیت کله ښکاره، کله تت او بیا مقطعی غلای شوای دی، اما په مبداء کې وجود او دوام لري! 

زه د افغان ملي ګټو ته د اولویت په سترګو د چا په  صداقت  او عدم صداقت عام بحث نه کوم! زه عمل، نتایج او پاېلې ګورم او قضاوت کوم. سیاسي علوم او ټول خبیر ملت، همداسې قضاوت کوي! 

حکومتونه او حکام ځي او راځي، عملکرد او کارنامې، ملت او قضاوت او د تأریخ بې رحمه قضاوت ، پاتې کېږي! 

د طالبانو د موجوده حاکمیت دیفکتو شتون، ثابتوي چې حرکت مطلق او سکون نسبي دی! حاکمیتونه او زور واکان،  راغلل ،  راوستل شول، ېوه موده وه او لاړل! 

په دې  توګه د تورخم د دروازی او سوداګریز راکړې ورکړې په هکله، د پاکستان کړنې او د جناب  عباس ستانکزي  د اظهاراتو په تړاو ، چې د افغانستان د طالبانو د خارجه چارو سرپرست ، سیاسي معین دی، د پاکستان لخوا د سند په توکه کارول کېدای شي او غلط تصویر جوړولای شي. ددوی له اظهاراتو نقل قول، په هماغه ترتیب ویل چې:« پاکستان ولې خپل بندرونه تورخم، سپین بولدک…خصوصاً د تازه مېوو وخت کې تړي …؟.» 

اول خو دا چې «دیورند لاین » سرحد نه دی، فرضي، تحمیلی، غیر مشروع او مجهوله د کاغذ پر مخ هم، ېو طرفه کرښه ده! 

ددې هرې ویل شوې افادې او جملې لپاره حد اقل درې ساعته لکچر ته اړتیا شته! 

د تورخم او … غېر قانوني او غېر مشروع دروازو ته تاسې د خارجه چارو د مهم شخص په توګه د بندر خطاب وکړ! دا خبر پاکستان اورېدل غوښتله او غواړي او تاسې ورته وکړه! دا ظلم، ناروا او غېر مشروع خبر ده! 

بندر په سرحد او پوله کې وي! دلته کوم سرحد او کومه پوله؟ 

د پنجابي حاکمیت دښمني د هند سره ده، خوهلته هرڅه خلاص ، راکړه او ورکړه د بندیدو او موسمي نوساناتو سره هېڅکله نه وه مواجه او نه ده. حتی د بلې خوا د خوشالۍ لپاره ورته د پاکستان واکداران، لنګ وهلي، راوځي او راکړه ورکړه له هېڅ مشکله پرته کړې او کوي. د جمهوریت وخت کې د امریکې تر فشار لاندې اجازه ورکړل شوه جې افغان ترانسپورت ېواځې  در هند تر سرحده د پاکستان له لارې جنس وړلای شي، خو له هغې خوا جنس نه شي بارولای او خالي به راځي. اما د پنجاب ټرکونه، درانه او غیر ستندر د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته روان وه او روان دي. لاسپوڅي او خرڅ شوي حکام، حد اقل دغه برخه کې هم بالمثل عمل نه شي کولای! 

دا مشکلات او مصنوعی کړکېچونه هدفمند او حسابي، هر کال ادامه لرل او لري جې د پښتنو سیمو تاجر او دواړو خواوو د راکړې ورکړې پروسه هر کال همداسې ټکنۍ کوي او موانع ایجادوی.  

په دې توګه دواړو خواو ته ، پښتنو او د سیمو خلکو ته سخته ضربه ورکول کېږي او دا کومه نوې خبر نه ده. دغه برخه کې د جمهوریت نیمګړې او ناتمامه او با هم ناکامې هڅې او د نوو الترناتیفو او مواصلاتو جدي تعقیب او پشپړولو د طالبانو لخوا، دلته او هلته خوشاله ېو! 

د استعمار د وخت قصې به وي، خو زما برداشت دادی چې استعمارپه افغانستان کې همیشه متفاوته بڼه او موخې لرلې. استعمار په افغانستان کې د داخلي، افغان په استخدام عملي شوای او نوره نړۍ کې مهم مالی پوستونه او مستوفی، قاضي، ترافیک او … ددوی ، د استعمار راوړل شولی بهرنی افراد او اشخاص او یا خپله انګلیسان وه. افغانستان کې دا افراد داخلی او پلورل شوي افغانان او یا د دغې سیمې و همسایه هېوادو خلک وه. 

د وخت استعمار له افغانستان غوښتل چې خپلې اړیکې ددوی له حریف، یعنې روسانو سره محدودې کړي. اوس پاکستان وايي د هند سره مو اړیکې محدودې کړئ که نه نو بیا ….

دا تأکید پر ځای نه دی چې ګواکې د دویېمې نړېوالې جګړې نه روسته، استعمار ګرانو د مستعمره هېوادو مصارف نه شوه ورکولای… 

درسته خو داده چې ملتونو قیام وکړ او د لوټمارې سطحه او کچه ټيټه او عواید لږ شول او د وقت د استعمار حکومت خپلو ېو شمېر جاسوسانو ته  د مصارفو او پېسو ورکول یا لږ او بند کړل او دا ددې جاسوسانو د عدم همکارۍ موجب او دلته او هلته قیامونه زیاد شول. د نیمه ، موجود افغانستان د استقلاله، پورې  ېواځې ۵۰۰ واړه او ستر  قیامونه هلته کوزه تأریخي افغانستان کې پښتنو، بلوچو او ضد استعماري ځواکونو وکړل، خو افغان شاهانو ېواځې د نیم افغانستان، دا اوسني افغانستان،  د آزادۍ خوښي وکړه او باقي افغانستان په مجهول او ېو ډول اسیر او (علاقهٔ غیر ) کې پاتې شو!

د فرنټیر صوبو مسئله او د هغوی غېر قانونی الحاق د اوسني پاکستان سره د جنرال الحق د جهاد!؟ ثمره شوه چې په دې أخیرو پینځو کلو کې ثمره ورکړه. داسیمې د افغانستان برخه وه او ده. جمهوریت کې د پردو نوکرو او بیا روسته خپل رسالت اداء نه کړ او لا تر اوسه رسماً اعتراض ونکړ! 

زما ېو دوست دغه برخه کې نړېوالې محکمې ته اعتراض وړاندې کړ، هغوی ورته ولیک چې دا د حکومتو کار دی او نه د شخص او یا کوم سیاسی سازمان! ( دا سند همدا اوس موجود دی!). 

دا ملي او مشروع حکومت به کله جوړېږي او راځي او د خپلې ځمکې سره به د چین په شان چې هانګکانګ کې وکړ، کله به کېږي او دا مسؤولیت اوس د چا په غاړه، دی، ځواب یې تاسې خپله ووایاست! 

د مستعمره هېوادو نه د مصارفو د نه توان دلیل، نادرسته دلیل دی! دوی نور د سابق په شان لوټ نه شو کولای! 

شهزاده عبدالرحمن د افضل خان زوی د شیر علی خان وراره په آسیای میانه کې ۱۱ کاله تبعید کې وه! د تاج او تخت وارث ایوب خان په میوند کې د استعار په مقابل کې جنګیده او شهزاده یعقوب خان د پلار په اته کلن جیل د کابل بالاحصار کې بندي وه. شیرعلیخانه د استعمارله ډارې جې له دوه خواو یې د امر د تهدید په موخې عسکر را روان وه، د افغانستان د هغه وخت « ترکستاناتو » ته ولاړ. هلته ترکستان ته د روسي مرستو حصول ته ولاړ او ترکستان په « مزار شریف»  کې مړ شو! 

استعمار یعقوب خان چې حواس یې خراب وه، له بنده راوویست او ګندمک کې یې پرې هرڅه امضاء کړل. هغه زمکې چې د رنجیت سنګ لخوا نیول شوې او انګلیس ته ورکړل شوې وې، یعقوب خان ومنلې که پېسې تر لاسه کړي. بعض روایات وایی چې حتی یعقوب خان وېلې چې قبول لري چې کندمک کې د انګلیسانو مرکز کې باغبان ونیول شي! 

استعمار د ګندمک ننګینه معاهده تر تر لاسه کړه خو د مستنداتو پر بنیاد روسانو او استعمار عبدالرحمن خان سره تفاهمات پیل کړل. ( دا خبر عبدالرحمن خان ردوي) ، خو شمالي کې عبرالرحمن د ازبک او ترکمن محافظینو او عسکرو سره د استعمار استاځي ګریفن سره ګوري، توافقات شفاهی کېږي او د عبدالرحمن خان پاچاهی کابل کې  اعلانیېږي. غېر مشروع پاچا خزانه خالی او … هېڅ سند د ډیورند لاین امضاء نه دی. 

د «ډیورند لاین»  شفاهی تفاهم نهایی نه شو او مجبور امیر د دیورند لخوا د وړاندې شوې نقشې، حد اقل درې موردو کې تغیرات غوښتل چې وعده وشوه خو نقشه اصلاح نه شوه او ګنګه پاتې شوه! د حقوقی لحاظه بنیادي مسایلو که د توافق، مجهول والی دتوافق د فسخې موجب دی.  هغه کمیته چې سرحد نښه کړي ۱۸۹۳-۱۹۹۷م  کار ونه شو کړای! 

لسهاوو نور اسناد هم شته. خلص دا چې امیر عبدالرحمن خان هېڅ قانوني سند او قرار داد، نه دی امضاء شوای او نه شته. که کوم شوای وي، چې نه شته، د کامن لا پر اساس عقاراتو او ورته نړېوالو توافقاتو کې  ۹۹ کاله اعتبار لري. 

نو تاسې ولې وایاست چې پر امیر یې «دیورند لاین» ومانه؟ تاسې څوک یاست، دا ناروا خبر کړئ؟ 

پشتنو اومظلومو ولسو قیام کړای او عدالت غواړي( ۱۱/۱۰/۲۰۲۴) تاسې ولې مخالفت کوۍ؟ جناب منظور احمد پشتین د ستاسو د مخالفت دلیل نه پوهیږي! 

د هند او پاکستان جدا کېدل د سترو، نه بښونکو جنایاتو لامل شو!

بحثونه اوږده، خو لنډ د پاکستان او نړۍ سره بالمثله برخورد، دافغان ګټو ته معقول اولویت، د افغانستان او پاکستان تر مېنځ د نړېوال ګمرکي نظارت، او د الترناتیفي لارو باندې په قوت کار کول، او … ضروری او حتمی کارونه دي چې باید وشي! 

د حاکمیت د متداول مشروعیت لارې چارې د جدا، مستقل بحث اجندا ده او دا خبر هم بنیادي ده او د حل معقولې لارې لري! 

تمامیت خواهي د جنګ، مرګ او ژوبلې انتخاب دی او له دې باید ټولې خواوې لاس واخلي. 

و من الله التوفیق

داکتر صلاح الدین سعیدی

۵/۱۰/۲۰۲۴

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.