X

آرشیف

انتخاب ستاسو! 

 

د افغانستان د ښځینه وګړو مأمورینو د کار او تعلیم مخه نیول، بیا ورته له تفکیکه پرته ېوه برابر معاش مقررول ( په شته تفاوت کې برابری، نا برابري او غېر عادلانه کار او نادرست سوسیالیستي موقف دی.) او بیا په کې تردید لرل د کلیوالي، کوچياني دولتدارۍ، غیر عادلانه او د تأسف بار حالت ښکاره سند دی! 

که عمدي وي او یا سهوي، که معذوریت وي او یا مزدوری، که خطاء وي که ګناه په دې تمامو حالاتو کې ېوه خبره ثابته ده چې پنجاب تباه، مزدور او جاهل افغانستان غواړي! د وطن د اولاد د علم او پوهې مانع کېدل او د افغان وګړي د کار مخه نیول او بیا مفت ورته داسې خېرات ورکول او په خیرات آموخته کول، او د مختلفو سطحو او معرفت ته په ېوه وزن او تله، تلل ، حد اقل حد اقل جاهلانه کار او د منلو وړ نه دی! الله ج دې شاهد وي چې  زما دغه نظر که د سوچه او خیر خواه اعتقاد نه پرته بل هېڅ دلیل نه شته! 

الله دې مونږ ته د نېکۍ هدایت وکړي چې داسې نه شي چۍ طالب خپل کړای عبادت هم خراب نه کړي. 

هغوی چې د طالب په مشرتابه کې قرار لري او ځانته ېواځې په انتقاد و عدم رضایت قناعت ورکوي، له مسؤولیته نه خلاصېږي. یا دغه خرکت کې یېم او پالیسي یې منم، ملاتړ کوم او مسؤولیت یې اخلم او یا د پالیسۍ سره مخالف یېم، امتیاز یې نه أخلم او له دغه صفه بهر کېږم او مسؤولیت یې هم نه أخلم. دواړه نه کېږي او ېواځې اعتراض کفایت نه کوي. الله تعالی حاضر اوناظر ونیسئ او انتخاب ستاسې دی. 

و علی الله توکلنا و الیه المصیر 

دوکتور صلاح سعیدی 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.