X

آرشیف

اصل خبر او مغز د کلام : 

 

د طالب حاکمیت د ټوپک په زور او د دوحې ۲۰۲۱م د امریکې د اوکراین د جګړې د اولویت ورکولو په سلسله کې، او د افغان ملت د ضد استعمار د قیام او د پاکستان د دوکو د سلسلې د ددوام او جمهوریت کې د نظام د داخلو ډلو د  رذیلانه خیانت له کبله نسکور او د جمهوریت د اولې دورې مشرانو هم دغه برخه کې دلته او هلته ناروا لکۍ وهله او شړېدلای جمهوریت و شړېد! 

ځای ناستی د طالب د زور حاکمیت په زور واګې په لاس کې ونیولې او د لاقانوۍ، مطلقیت او استبداد نظام حاکم شو. درې کاله د مدني حقوقو په نفیه او د افرادو د ښه سړي توپ په وجهې، نه د قانون له کبله، د طالبانو مطلق العناني، افغانستان کې نافذه ده. د امورو د قانوني کولو سلسله چې دلته  د قانون اجراات جزایی د قانون د مطالبې په ځواب کې طالبانو د محتسبینو قانون؟! اعلان کړ، د شکل او محتوا له کبله  د قانون په درست مفهوم له نظر، د قانون او اخلاقیاتو د حدودو د نه پېژندنې له أمله، د قانون د تطبیق د چاپېریال د نه شتون له کبله او د لازمو توقیف خانو او نورو امکاناتو د نه شتون له کبله چې را وسپړو نو دا د محتسبینو په هکله نشر شوای سند، پر قانون او قانونیت باندې، ملنډې وهل دي! 

د طالب مشرتابه  ته  خپل غېر مشروع  حاکمیت سره، په افغانستان کې، مشروع تصامیم  او شخصی فتاوې پر ټولنې  له متداول مشروعیته پرته  د تطبیق حق نه شته! 

 

طالب حاکمیت دې جنکۍ هسې کړي، جنکۍ داسې کړي، ښځې  محرم او د کور نه وتل او کار، داسې دی او هسې دی، 

تورخم سرحد  دی او نه ده، او طالب مشران وایي : زمونږ سرحدي  ځواکونه، کوم سرحد؟  او ….. ورته ببولالې!

داسې ښکاري چې سیاسي بېسوادۍ پراخ ابعاد لري او د طالب مشران په ډېرو خبرو له سره سر نه خلاصېږي!

 

زما ملاحظه: 

طالبه ته څوک یې چې خپله فتوا او  دیني  روایت او   برداشت،( برحق یا ناحقه فتوا) زما او د ټولنې پر لور تطبیقوې؟ 

ولې نړېواله ټولنه او ۹۹٪ هوښیار هوښیار هوښیار خلک په همدې اخته دي چې طالب دې نور هم شریک کړي او د مکتب دروازې دې خلاصې کړي او …. 

که نن د مکتب دروازی خلاصې شوې او هلته فرانسه  او یا ترکیه کې ناست تښتېدلي  او یا کوم بل  جاسوس  او شل کلن خاین او د دین، ژبې او قوم تاجر  ته حق !؟ ورکړل شو، نو خبره ختمه او هرڅه حل شول؟ 

نن نړۍ، اسلام، اوسنۍ حکومتداري او دولتداري سره او د ملت د حاکمیت او د متداول مشروعیت سره د اوسني حاکم طالب او د هغه حاکمه ایدیالوژی سره، مخالفت او بنیادي تضاد شته او پر ملت سالاري باور نه شته!

په تأریخي ډول په پراخه کچه په بشري ټولنه کې په مسیحي محیط کې ورته نظر وهړچې ملت جاهل او اصل تصمیم د ملا او مفتی کاردی. دا د ملت او او علماءت مېنځ ستره جدایی پیدا کړه او نتیجه کې کلیسا په مقابل کې ملت قیام او ګوښه کېدو ته اړ کړهٔ او سیکولار نظامونه حاکم شول! دداسې او ورته  دسایسو قربانی نباید شو. د اسلام دین سیکولار نظام نه دی او ملاشاهی هم نه ده! 

 

 اوسني افغانستات کې د طالبانو مسلطه حاکمه ډله د افغانستان معادن لیلاموي  خو د نړۍ په رسمیت پېژندلو ته نه هم أهمیت ورکوي او نه هم غواړي او نه غوښتنه کې جدي ده! 

د د طالبانو د خارجه چارو د معین، جناب ستانکزي خبرې او د ېوشمېر نورمال طالب مشرانو خبرې او غوښتنې د علم او جنکو برخه کې عملاً ، د دوه خامو توته، اهمیت هم نه لري! 

دغه د دوه توتو بې اهمیته علم بردارانو ته ېوه خبر تشریح کوم: 

یا حاکمیت او طالب رهبرۍ کې یېم او یا نه یېم! که یېم د اجراأت مسؤول یې یېم  او که نه یېم ، مسؤول یې نه یېم. تاسې په دې نه خلاصېږئ چې مونږ ورسره نه ده منلې او مونږ تعلیم غواړو او په دې توګه ځان خوشاله کړئ. 

د طالب ادارې کړه او اعمال ټولو هغو نه راجع  دي چې مشرتابه کې قرار لري. 

حکومت اجرايیه منسجم او باور مند ټیم دی. یا ټیم کې یېم ، د ټیم پالبیسي اجرا کوم او یا نه یزم. ټول شموله حکومت، بې مانا احمقانه خبر وه او ده. برنامه شموله او ېو لاس ، مشروع حاکمیت غواړو او درست دی. نو جناب ستانکزی صیب په دې نه خلاصېږئ چې ما اعتراض کړای. که اعتراض دې څوک نه اوري او د ټیم د پالیسی سره مخالف یې ، نو مکلف مکلف مکلف یې چې همدا نن استعفاء ورکړئ او ووایې  چې زه ددغه حاکم ټیم   له پلیسېو سره مخالف وه، اوږدې مودې هڅې مرسته ونه کړه، مجبور شوم صحنه هغو ته پرېږدم چې خپله پالیسی تطبیقوي او زه یې مخالف یېم. دواړه نه کېږي او د دولتدارۍ له اصول خلاف دي. 

دا شهامت او دا جرئت چې  د حق لپاره امتیاز او چوکۍ 

پرېږدي جرئت، شهامت او مردانګي غواړي. 

و من الله التوفیق

داکتر ص سعیدی 

۱۲/۹/۲۰۲۳ 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.