ای آن کسانیکه ایمان آورده اید، زمانیکه مصیبت به شما برسد، بګویید: 

انا لله و انا الیه راجعون  

 دغه ته وایي مصیبت!                        

پر زړونو الله تعالی خبر دی، خو ظاهراً داسې ښکاري که ای اس ای دغه پورته کس  ته ( چې اسلامی لباس لري) دستور ورکړي  چې  لاړ شه افغانستان خراب کړه، او یا د اسلام رنګه بده او منفوره کړه، نو دا کس به ترې انکار وکړي، خو که ورسره دا لوبه وکړي، چې اوس یې روان کړای، نو دا بدنامي او ضرر به اسلام او افغانستان په داسې اظهاراتو واړوي، چې اړولې ده!  که دغه ظاهر کې صاف او صادق ته ای اس ای او د اسلام او افغانستان دښمنی  په ګوته کړي او ورته  ووايي چې: ولاړ شه او په اسلام تهمت ولګوه او رنګه یې  بده او افغانستان تباه کړه او ووایه د عصري  علومو ( فرض کفایی او یا په بل حالت کې فرض عین) زده کړه خو ېواځې مباح کار دی او دا زما ( د ای اس ای، او اسلام ضد ډلو)  د برنامو سره سم دي ، دا کار او داسې خیانت به دغه ساده او کم عقله  او په سادګي کې احمق کس ، ونکړي او ووایي به : العیاذ بالله،  دا کار به په عمر نه کوم او د افغانستان او اسلام په ضد به له سره نه هیڅ قول او عمل نه کوم!

 اما له ده احمق جوړول او دا احمق صادق مسلمان ، خو اعتقاد، ګفتار او داسې فتوې ورته لکه د سي ډي دیسک په مغز کې فکس او هارد ډیسک یې په همدو  چټیاتو، زهر ناکو ، غیر ضرور خبرو او چرندیاتو  خلط او مزج خبرو ډک او افغانستان کې ورته  د فعالیت مضبوطې او کلکې اړیکې ، منبر او امکانات جوړول او  ورکول  او امکانات ورته برابرول او افغانستان او اسلام ته ضرور رسول روان دي او دا په همدو اظهارتو او ورته اعمالو! ددې امکاناتو په برابرولو به دې ساده خبر هم نه وي، خو پټ لاسونو ورته کار کړای! 

تصادفی نه وه چې حبیب الله کلکانی ( مشهور به بچهٔ سقاو) ته د روحاني شخص لخوا وویل شول چې د کفر ضد مبارزه او جهاد کې د هغه ونې لاندې لاړ شه چې الله تعالی تاته پېسې او وسلې لېږلي! هغه ولاړ، پیسې او وسلې یې تر لاسه کړې او ضد امانی نهضت جهاد یې مسلحانه کړ! 

د اوسني پاکستان د مولانا فضل الرحمن د پلار په کور کې یې ټول پیران راټول او د امان الله خان اولي کفري فتوا د هغه له کوره،  صادره او لاس په کار شول! 

د هند د استعمار په وخت کې د حدیثو داسې کتابونه نشر او پخش شول چې د استعمار د بقاء لپاره کاریدل! 

د باچا خاني  د عدم تشدد فلسفې، غلطه کارونه د پښتنو او بلوچو د ۸۰ کلن اسارت نتیجه او پایله شوه!  او دا هسې تصادفي کار نه وو! 

د افغانستان د دیفکتو طالب حاکمیت او د پاکستان د استابلشمنت مخالفت به نن سبا ښکاره وي، خو پاکستان اوس اوس د طالب په مینځ کې کافی افراد لري، چې د ای اس ای په اشارو چلېږي! په ټوله کې بعضې داسې موارد شته ( تعلیم او تربیه او ملت ته د نه مراجعې او له دین نه انحصاري روایت او د هغه تحمیل او … ) چې د اسلامی حاکمیت فکر له سره په نړۍ کې له مشکل او تردید سره مواجه کړي! 

دا پروسه به کله ختمېږي! دا نشی ختمیدای! 

تر هغه چې د پاکستان په نامه غیر شرعی او غیر مشروع حاکمیت وجود ولري، سیمه او افغانستان به د سولې او استقرار خواته دوی نه پریږدي! 

د اوس لپاره دداسې ملا او مفتی  ( ملا نما او مفتی نما) د ۸۰ درو وهل او له منبره او وزارته شړل او عملي امکانات یې اخیستل، پکار دي! 

و ما علینا الا البلاغ المبین

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۱۹/۱۱/۲۰۲۶

 

به این مطلب از یک تا ۱۰ چند نمره میدی ؟

۱ - بسیار بد ۱۰ - بسیار خوب

ممنون که به بهتر شدن مطالب کمک می‌کنی.