X

آرشیف

پاکستاني رسنۍ وايي مولانا سميع الحق شرابي و

د پاکستان ٢٤ ټلويزيون وېبپاڼې (د سميع الحق په کوټه کې څه پېدا شول؟) تر سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړې ده، چې پکې ويل شوي دي چې د مولانا سميع الحق په کوټه کې دوه ګلاسونه ترلاسه شوي، چې پکې شراب هم پراته ول.
په دې ليکنه کې ويل شوي دي، چې د مولانا سميع الحق په اړه د هغه ګاونډيانو ته هم هېڅ معلومات نه ول، چې ګينې هغه په دغه کور کې پاتې کېږي.
په ليکنه کې ويل شوي، چې سميع الحق په ٥ بجې او ٤٠ دقيقې په خپله چوکيدار ته زنګ وهلى و، چې ټپي دى او اېمبولانس دې راوغواړي.
دوى وايي، کله چې سميع الحق روغتون ته لېږدول کېده، نو ژوندى و، خو د ډېرې وينې تويېدنې له امله د روغتون په دروازه کې يې ساه ورکړه. دوى وايي، چې سميع الحق په اېمبولانس کې ناستو کسانو ته د هغه کسانو په اړه ويلي، چا چې سميع الحق په چړو وهلى و.


دا رسنۍ دعوه کوه، چې يوې سرچينې ورته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي، چې د سميع الحق په کوټه کې په دوه ګلاسونو کې شراب پراته و. همدا راز د دغه ځاى د څېړنې پر مهال يوه افسر د نوم نه ښودلو په شرط ورته ويلي، چې ګاونډيانو ته د سميع الحق په اړه هېڅ معلومات نه و، چې ګينې دا کور د سميع الحق دى. همدا راز ويل شوي دي، چې د پوسټ مارټم نه کولو لامل هم شراب دي.
ياده دې وي چې سميع الحق د جمعې په ورځ په پېنډۍ کې په خپل کور کې په چړو وهل شوى او وژل شوى و.

خبریال ویبپاڼه
 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.