X

آرشیف

د “سړک او برېښنا" حرکت پر لسمه ورځ سلګونه تنو لاریون وکړ

په غور ولایت کې د سړک او برېښنا غوښنتې لاریونونو په لسمه ورځ بیا هم په سلګونو تنه د یاد حرکت په ملاتړ واټونو ته راووتل او پر خپلو غوښتنو يې ټینګار وکړ.

سړک او برېښنا" تر نامه لاندې حرکت د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې نهه ورځې وړاندې هغه مهال راوټوکېد چې یاد ولایت ته د ۱۳۹۷ کال په ملي بودجه کې مهمې پروژې (سړک او برېښنا) نه ځای شوې.

دغه لاریون کوونکو د " غور مېشته له جغرافیايي زندان څخه خلاصون غواړي- غور د افغانستان ناروغ زړه دی، د برق او سړک شریانونه يې خلاصول غواړي" شعارونه له ځان سره لیږدول، او مرکزی حکومت يې په نه پاملرنې او تبعیضی چلند متهم کړ.

له دې سره سم، په ولسې جرګه کې د دې ولایت استازی نادرشاه بحر هم په یوه سفر دغه ولایت ته تللی دی او نوموړي لاریون کوونکو ته د ولسمشر له لوري د ۲۰ کیلومتری سړک د جوړولو وعده ورکړه، خو لاریون کوونکي وايي چې دا ډول وعدې ورسره زیاتې شوې دي او نور له عمل پرته د چا پر وعدو باور نشي کولای.

د “سړک او برېښنا" حرکت د غور ولایت له فیروزکوه ښاره پیل بیا د هرات، کابل، مزار شریف، پکتیا، بدخشان، فراه، بادغیس او یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وغځېد، خو د لس ورځو په تېریدو سره ارګ او سپیدار ماڼیو دې غوښتنو ځواب نه دی وېيلی.

یکشنبه د ۱۳۹۶ کال د لړم ۲۸ مه او د ۲۰۱۷ م کال د نوامبر د ۱۹ مه

نویدالله پژواک

جام غور وبسایټ

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.