X

آرشیف

د "لار او روښنایی" حرکت څلورمې ورځې ته وغځېد

د "لار او روښنایی" حرکت چې د تیرې جمعې په سهار پیل شو د هرې ورځې په تېرېدو يې پلویان او لارویان مخ په زیاتېدو دی.
نن دوشنبه، د غور ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ښځو، د ښوونځيو زده کوونکو، دولتی او نا دولتي ادارو کارکوونکو، شاوخوا کلیو او بانډو اوسېدونکو د "لار او روښنایی" حرکت سره یوځای پر خپلو غوښتنو، چې سړک او برق، دی ټینګار وکړ.
یادو ډلو د سوله ییز لاریون په ترڅ کې د برق او سړک شعارونه په ورکولو سره وايې: که مرکزی دولت د غور میشتو پر غوښتنو غَور ونه کړي دوی به ټولې دولتي ادارې وتړي او له مرکزي دولت سره به پرېګون اعلان کړي.
د "لار او روښنایی" حرکت چې څلور ورځې وړاندې د یاد ولایت په مرکز، فیروزکوه ښار، کې د مرکزي دولت د نه پاملرنې په غبرګون کې پيل شو، د کابل، هرات او نورو ولایتونو په ګډون ګڼ شمېر خلکو او سیاستوالو له هرکلي او ملاتړ سره مخ شو.
 
دوشنبه د ۱۳۹۶ کال د لړم ۲۲مه چې د ۲۰۱۷ کال د نوامبر له ۱۳ مه
نویدالله پژواک
جام غور ویبپاڼه
 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.