آرشیف

2015-6-24

حمیدالله ژواک

بیوگرافی محترم حمیدالله ژواک

بیوگرافی محترم حمیدالله ژواک

حميدالله دمرحوم محمود زوی په ١٣٦٢ لمريزکال دغورولايت مرکزته څېرمه د پوزه لېچ نومي کلي په يوه پوهه پالونکې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې٠
   ښاغلی حميدالله چې زما دپوهنتون دورې ټولګيوال ؤ او ددې ترڅنګ مو ټينګه ملګرتيا هم ده، له هغه څخه مې دده د ژوند دناخوالو او خاطرو په اړه ډېرڅه اورېدلي، د هغه پلاردکابل پوهنتون دادبياتو پوهنځی دانګرېزي ژبې څانګه لوستې وه او دی دشپږو مياشتو ؤ چې دوطن دښمنانو لخوا يې پلارشهيد کړای شو٠  
     حميد په ١٣٧٠ل کال دچغچران ښار د پسران کاسي په ښوونځی په دويم ټولګي کې شامل شو، په ١٣٧٨ ل کال دسلطان علاؤالدين غوري لېسې ته لاړا و په ١٣٨٠ ل کال کې له نوموړې لېسې څخه فارغ چې وروسته بياپه همدې لېسه کې د ښوونکی په دنده وګمارل شو٠
 د  ١٣٨٢ ل کال دکانکور په ازموينه کې له ګډون وروسته دخپلې خوښې پوهنځی ته چې دشيخ زايد بن سلطان ال نهيان پوهنتون د ژونالېزم پوهنځی و، بريالی شو، نوموړی دخپلې څلورکلنۍ تحصيلي دورې په بهيرکې دنوموړي پوهنتون دځوان غږ راډيو دخپرونو مسؤول مدېر او دپوهنتون مجلې دکتونکې ډلې غړی ؤ٠ 
   ښاغلی حميدالله چې په پوهنتون کې دغوري په نوم شهرت لري دپوهنتون د درسونو ترڅنګ يې دنړيوال ژورنالېزم او سيارې اطلاعاتي ارتباتي مؤسسې لخوا له لسو څخه په زياتو ورکشاپونو کې ګډون کړی چې د څېړنيزو، فيچري، تحليلي، خبري، اوراډيويي راپورونو په چمتو کولو سره؛ دنوموړو مرکزونو دترينرانو له لوري په تقدير نامو او مالي مکافاتو وياړل شوی دی٠
   ديادونې وړ ګنم چې خوږ ملګرئ او ټولګيوال حميدالله جان دڅلور کلنو زده کړو په بهير کې له وروستي سمستر پرته, داوو نورو سمسترونو داول نمره ګۍ وياړ لري او ددې تر څنګ په دويم ټولګي کې وو چې نوموړی دپوهنتون دعمومي اول نمره په توګه هم وپېژندل شواو دپوهنتون دادارې له لوري په تقديرنامه ووياړل شو٠ 
   نوموړی په ١٣٨٦ل کال د شيخ زايد پوهنتون دژورنالېزم د پوهنځی څخه له فراغت سره سم دخوست په تلويزون کې د وياند په توګه دنده پيل کړه، چې اوسمهال په لوګر کې داتفاق غږ راډيو مسؤوليت په غاړه لري٠
   په پای کې ښاغلي حميدالله جان ته د لوی خدای(ج) له درباره په ټولو چارو کې برياوې غواړم٠
 
  
 ستاسو خواخوږئ
 
 حضرت بهار په خوست  کې د ايرين راډيو خبريال٠