آرشیف

2019-12-31

شاه ولی آرین

پیغام او غوښتنه

په هیواد کې د ننه او د هیواد نه د باندې درنو او قدرمنو هیوادوالو!
 
اجازه راکړی چې د ۲۰۲۰عیسوی کال د راتلو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له تله مبارکي ووایم او هیله څرګنده کړم چې راتلونکي کال مو په هیواد کې د سولې او سوکالې کال وګرځي.
 
درنو هیوادوالو!
 
د هر هیواد وال له خولې د سولې غږ اوریدل کیـږی، د یو شمیر لږو هیواد دښمنو انسانانو چې جنګ او نا امنه فضا کې خپلې شخصي ګټې لټوي، سوله یې آرمان نه وی، داسې کسانو ته د الله پاک له دربار نه د نیکۍ هدایت غواړم.
 
د هیوادوالو پاملرنه دې ټکو ته را اړوم چې:
 
ــ ولی زموږ په هیواد کې دا څلویښت کلنه جګړه روانه ده؟
 
ــ اصلي لاملونه یې څه دي؟
 
ــ او د چا له خوا پرموږ باندې دغه ناولې جګړه تپل کیـږی؟
 
ددی لپاره چې دا د نوي کال پیغام او غوښتنه ده، اوږدول یې اړین نه ګڼم په لنډو ټکو، د څو لاملونو په څرګندونو سره خپلو ګرانو هیوادوالو ته خپل پیغام اوغوښتنه وړاندی کوم:
جنګ منفی او ناوړه پدیده ده چې د هیواد په تاریخ کې له ډیر پخوا د بهرنیانو له لوري، د خپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره زموږ پر هیواد تحمیل شوی؛ خو د ۱۳۵۸کال د جدی د شپږمی نیټې یرغل او د ببرک کارمل په مشرۍ د یو ګوډاګي حکومت پرافغان ولس تپل د شوروی اتحاد د سره پوځ له لوري د غمیزی او جګړو پیل دی چې تر او سه یې د امریکاېي یرغل د رامنځ ته کیدو لامل هم یادولی شو.
 
د دغی اوږدې جګړې پټ او ښکاره لاملونه شته چې د هغو مخې ته درېدل زموږ د هیواد والو له وس نه پوره نه دي، خو یو مهم او اساسی لامل چې زموږ بهرنیو استعماري دښمنانو ترې خورا ډیره ګټه تر لاسه کړې هغه نفاق او ویشل دي چې د انګریزانو دغه د(بیل یې کړه، ایل کړه) شعار دی چې زموږ هېوادوال کولای شي چې په افغاني روحیه خپلمنځي اتفاق او وروروي ټینگه وساتي.
 
ګرانه هیواد واله!
 
دغه غوښتنه ډیره ساده او د هر هیوادوال له وسه پوره ده.تر څو چې سره یو نه شو، واحد ملت جوړ نه کړو، د هیواد ګټې، خپلې ګټې او خپلې ګټې د هیواد ګټې ونه ګڼو؛ یو بل ته د ورورۍ او همغږۍ لاس ورنه کړو، نه به جګړه ختمه شي او نه به کومه سوله راشي.
 
ښايي یو شمیر لږ داسې کسان وي چې ضمیر او افغانیت او اسلامیت یې پلورلي وی. راځئ چې په هره ډله، هر قوم او تنظیم کې وي په خپله یې رسوا کړو او که یې بل څوک هم رسوا کوي، پلوي یې ونه کړو. دا د هیواد د ژغورنې یوه هغه ساده لار ده چې د هیواد والو له وسه پوره ده.
 
که دغه کار مو په میړانه تر سره کړ، بیا نو بهرني دښمنان هیڅ نه شې کولای او د هیوادوالو اتحاد او یووالی زموږ د ګران هیواد د بشپـړتیا، ملي حاکمیت، ملی هویت او ملی ارزښتونو د ساتنی له پاره یوازینی لار او ګرنټی ده.
 
پای 
 شاه ولی آرین