آرشیف

2019-10-9

شاه ولی آرین

پرافغانستان د امریکا یرغل:

۱۸کاله د مخه امریکی زموږ پر ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ او د(ب ۵۲) بم اچونوالوتکو په واسطه یې په سلګونه افغانان ووژل ،هیواد یې اشغال کړ خپل لاسپوڅی ګوډاګیان یې د قدرت په ګډی کینول.
امریکایانو خپل راتګ ته د سپتمبر د ۱۱می نیټی حادثه پلمه وګرځوله اود القاعدی د شبکی او مخدره توکود له منخه وړلو او ښی حکومتوالی د فساد پر ضد د مبارزی عنوان تر نامه یې چې د همدی ستونزو اصلی لامل یې د طالبانو د حکومت موجودیت عنوان کړ خپل یرغل  ته بهانه پیدا کړه .
مګرحقیقت خو دا دی چې امریکا له ډیری پخوا په سیمه کې د خپل شتون له پاره لاسپوڅی او جیره خواره تربیه کړی وو، جهادی هیواد پلورونکی مشران ،خپله د طالبانو د تحریک د جوړیدو منشه او مالی تامینونکی ایا همدغه امریکا او شریکان یې نه وو؟.
کله چې طالبانو د امنیتی یا نورو لاملونو له امله د ترکمنستان نه د نفت او ګازو د نل لېکی د تېریدو تړون د افغانستان له لاری پاکستان ته د یونیوکال امریکایې کمپنی سره چې د طالبانو د زېږیدو یو له اساسی لاملونه نه و،لاسلیک نه کړ او پر ځای یې وغوښتل چې د ارجنتاین د تیلو د پلټنی نړیوالی بریډاس کمپنۍ سره دغه تړون لاسلیک کړی.دغه لامل امریکایې چارواکی راوپارول او د۲۰۰۱ زکال د فبروری په میاشت کې چې د طالبانو یو پټ دپلوماتیک مامور سید رحمت اله هاشمی چې امریکا ته غوښتل شوی وو، ورته ګوت څنډنه وشوه چې که طالبان دغه تړون د ارجنتاین له کمپنۍ سره لاسلیک کړی نو دوی(امریکایان) به طالبان سخت تر ګواښ سره مخ کړی اوبمونه  به پری ووروی. نو ځکه څرګندېږی چې امریکایانو د پخوا نه دا په پلان کې لرل چې پر طالبانو یرغل کوی.اوس داسی څرګند ېږی چې تروریزم، القاعده او د سپتمبر پیښه یوه وسېله اما اصلی موخی، ممکن ستراتیژیکی، سیاسی او اقتصادی ګټی وی ، چې غواړم د دغو موخو څو اساسی ټکو ته د لوستونکو پام را واړوم.
 ـ د افغانستان ډېرپه زړه پوری ستراتیژیک موقعیت چې تری د خېز په توګه کولی شې د روسیه ،منځنۍاسیا، ایران، چېن، پاکستان نه یو ستراتېژیک کمربند را تاو کړی.
– د افغانستان سر شاری طبعی لاس نخوړونکی منابع،کانونه، قیمتی ډبری یورانیم او نور مهم توکی او همدا ډول د مخدره توکو د تولید او قاچاق ښه موقیعیت.
 ـ د پاکستان د زروی سلاح نه وېره چې د اسلامې بنسټ پالو لاس ته ورنشی.
 ـ د ایران زروی سلاح تر کنترول راوستل او د نورو اغیزو مخنیوی یې په سېمه او د منځی ختېځ نورو په تیلو مړو او بډایو هیواد کې.
ـ بل خورا مهم او د ډېری اندیښنی وړ لامل چې امریکا یې په سیمه کې شتون ته راهڅوله د شانګهای د تړون غړو هیوادو نه پوره وېره چې ممکن د منځنۍ اسیا سترهیوادونه لکه قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان قرغزستان،او ازبکستان پر ځان راټول نکړی، د شانګهای تړون په حقیقت کې د امریکا د نوی رامنځ ته کېدونکی ګواښ د مخنیوی له پاره جوړ او رامنځ ته شو. دا هغه ګواښ وو چې په خپل وار د چېن او روسیی پرمختګ او اقتصادی ګتی یې په سېمه او نړی کې تر ننګونی لاندی نیولی. د پورتنیو لاملونو پر بنسټ امریکا او د ډبلیو بوش اداری د سپتامبر د یولسمی نیټی پیښه وسیله کړه او د ۲۰۰۱زکال د اکتوبر په میاشت کې نظامی یرغل وکړ اوهغه بمونه یې راوورول.چې پخوا یې له مخه  په پلان کې لرل.
بل لامل چې د امریکا د ستراتېژی کمزور والی او دوه مخی ثبوتوی هغه دا چې دوی د راتګ له مخه میلیونونه ډالری د شمالی ټلوالی مشرانو اونورو د بشری حقوقو ضد، قاچاقبرو اومافیایې مشرانو ته چې د ترورېزم او القاعدی افغانستان ته د رابللو او ځواکمن کولو پړه د دوی په غاړه وه او ده په لاس ورکړی چې د پاکستان په شمول د دوی دغه مرستی نه دا چې د تروریزم پر ضد او افغانستان کې د سیاسی ثبات او امن په لار کې ولږول شوی بلکه خورا ډېری یې د افغانستان د نا امنۍ اوبی ثباتی د تیرورېزم د ساتلو او ځواکمنولو په لار کې لږول شوی دی، چې د پاکستان په پوځی اډه کې د القاعدی د مشراسامه بن لادن خوندیتوب او ساتنه یې روښانه بېلګه ده.
د پورتنیوعواملو په نظرکې نیولو سره امریکا ته ښه موقع په لاس راغله تر څو زموږ په ګران هیواد یرغل وکړی او خپل د خوښی یو ګوډاګي حکومت یې لکه د روسانو په شان په افغان ولس وتپي.
د امریکا استخباراتی چینلونو د پخوانیو رابطو په نظر کې نیولو سره د بن د کنفرانس له مخه اوهم د کنفرانس په درشل کې د طالبانو د ځواک د وهلو او کمزوره کولو له پاره په میلونونه ډالر په هلیکوپترو کې بار د پنجشیر سیمو ته راوړی او د شمالی ټلوالی مهموغړو،قوماندانانو او د هغوی له لاری یې ځینو نورو په نوم د مجاهدینو سنی او شعیه ډلو په قوماندانانو  باندی وویشلي وی.
امریکا ځانته د قانونیت د ترلاسه کولو، خلاص لاس درلودلو د هیواد له فضائی حریم نه د بی قیدو شرطه وتلو او را ننوتلو په خاطر د خپلو ګوډاګیانو سره د هیواد خرڅونی یو ننګین قرارداد لاسلیک کړ.

د امریکایانواو شمالی ټلوالی ترمینځ د یرغل وروسته لاسلیک شوی تړون (جنوری ۲۰۰۲زکال).

د امریکایانواو شمالی ټلوالی ترمینځ د یرغل وروسته لاسلیک شوی تړون (جنوری ۲۰۰۲زکال).
                 
یواد والو او ټولو نړیوالو ته جوته ده چې د اسلامی جمعیت د شورای نظار منفوری ډلی د خپل شخصی او ګروپی قدرت د تحکیم له پاره په یوستراوتاریخی نه بښونکی جنایت لاس پوری کړلکه د یعقوب خان د ګندمک، شاه شجاع او انګریزانو، ببرک کارمل او شورویانو، برهان الدین ربانی او پاکستانیانو او داسی نورو هیواد پلورونکو په شان یې د هیواد د خرڅلاو ننګین تړون له یرغلګر امریکا سره امضا کړ.
دغه هیواد پلورونکي تړون چې د اعزازی ستر جنرال فهیم د ربانی د حکومت د جمهور رئیس د مرستیال، عبدالله عبدالله د بهرنیوچارووزیراومحمدیونس قانونی د کورنیو چارو وزیرله خوا د امریکائی چارواکو سره لاس لیلک شو، دټولو بین المللی موازینوخلاف امریکائی قوواو،سیاسی دپلوماتیکوکارکونکو،اجیرانو اود دوی قراردادیانو ته دومره امتیازات ورکړل شول
چې خپله افغانان یې په خپل ملک کې نه شې تر لاسه کولای.
ـ په قرارداد کې امریکائی اتباع اوامریکا پوری اړوند نظامی، سیاسی، قراردادیانو اجیران بی له کنترول او ګرویژنو هیواد ته داخیلیدی او وتلی شې.
ـ د افغانستان په هرسیمه کې امریکایان کولای شې نطامی اډی جوړی کړی لازمه اراضی کولای شې د دوی په اختیار کې ووسی او د وتلو په صورت کې د ساختمان او تآ سیساتو اختیار به هم د امریکایانو په لاس کې وی چې تخریبوی یې او یا یې بیرته له ځانه سره وړی اویا یې کوم بل هیواد ته ورکوی ،لکه چې ولیدل شوول امریکا د خپلو قوواو د ویستلو په وخت کې خورا ډیر نظامی توکی افغانستان ته پرینښوول بلکه پاکستان هیواد ته یې ورکړل.
– امریکائی نظامی الوتکی د افغانستان له هری سیمی نه بی له کنترول وتلی او را ننوتلی شې.چې د همدی قرارداد له مخی د هلمند له ولایت نه یورانیم او له نورو سیمو نه د میلیونو ډالرو په بیه قیمتی ډبری او مخدره توکی ویستل کیږی.
ـ دامریکائی چارواکو، نظامی کارکونکو، سرتیرود جرمونو او قانونی سرغړونونه پوښتنی ګرویژنی یا محمکه د افغانستان د محاکمو حق نه دی او په امریکا کې به د دوی محکمه تر سره کیږی.
باید وویل شې داسی نور ډیرمهم مسائل شته چې امریکایانو ته یې بشپړ واک ورکړی وو چې د افغانی او بین المللی او د بشری حقوقو د قوانینو سره په ټکرکې وو.
تیرو ۱۸کلونو کې امریکایانو یوازی او یوازی خپلو لاسپوڅو ته خدمت وکړ او افغان ولس یې له سترو ستونزو او غمیزو سره لاس او ګریوان کړ.
د تیرو ۱۸ کلونو په موده کې افغان ولس ته د امریکایانو شوم نیت او اهداف په کلی توګه څرګند شوی چې دوی غواړی تل افغانان سره و جنګوی، کمزوری یې ګړی، قومی او ګروپی تعصباتو ته لمن ووهی د کمزورو، غیرمشروع نظامونو له پاره ورته زمینه سازی وکړی تر څو د دوی ګټی او موخی په ښه توګه تر لاسه شې.
د پورتنیو تو ضیحاتو نه می موخه داده چې زموږ هیواد وال باید د هیواد اصلی ستونزی پیداکړی او ټول په یوه لاس او یوه خوله خپل ګران ټاټوبی ته له ستونزو نه خلاصون ورپه برخه کړی.
په اوسنیو شرائطوکې اصلی ستونزه یوشمیربهرنی هیوادونه دی په خاص ډول امریکا اود هغه ستراتیژیک ملګری پاکستان  په ګډه زموږ یوشمیربی ضمیره هیواد وال رانیولي اود هغوی له لاری یې د هیواد ملی یووالی ملی حاکمیت له ستر ګواښ سره مخ کړی دی.
 د دموکراسی تر عنوان لاندی د هیواد څو ځل د جمهوری ریاست ټاکنی همدا ډول د پارلمانی ټاکنو بی شرمئ د طالبانو سره د سولی د خبرو جریان دا ټولی هغه شرمونکی معاملی دی چې، افغان ولس،طالبان او موجود دولت باید دا درک کړی چې بهرنیان هیڅکله موږ ته نه سوله راولی او نه یې دا موخی دی نو ځکه باید د هیواد د ژغورلو، ارضی تمامیت د ساتلو ،ورور وژنو د بندولواو د یو واحد ملت د جوړولو په خاطر باید د یو سراسری اجماع او بین الافغانی خبرو اترو له لاری د کامل اوربند په عملی کولو سره خپل هیواد له ناورین نه وژغوری تر څو اشغالګرو ته څپیړه په خوله ورکړ شې او ټیټ سرونه زموږ له هیواده ووزی.

د یوخپلواک اوقانونمند افغانستان په لور

شاه ولی ارین