آرشیف

2019-10-8

شاه ولی آرین

پاکستان او زموږ د هیواد برخلیک

« بیل یې کړه ایل یې کړه»

دا څلورلسیزی زموږ هیواد د نړیوال استعماراو سیمه ایزو دسیسو د اور په لمبو کې سوزی ، د دغه ناسور اور او شیطانی دسیسو اصلی لاملونه همدا اوس هم افغان ولس په سمه توګه یا نه شی موندلای او یا دومره د استعماری توطیو او دسیسو په چټلیو کې ملوس شوی چې ځانونه دومره بی وسه ګڼی ، یا تری د وتلو لاری ورکی ښکاری او یا هم نور د هیواد پالنی، انسانیت، اسلامیت او افغانیت احساس یې له لاسه ورکړی اود هیواد ورانولو، هیواد وال وژنو په لارکې د پردیواو استعمار د انسان وژني د شیطانی وسلواساسی رول یې غوره کړی دي.
اصلی پوښتنه خو همدا ده چې ولی؟. دا د څه له پاره؟. ولی خپل ټاټوبی ورانوو؟. ولی د پردیو له پاره د نیابتی جګړی په اور کې خپل ځان او هیواد سوزوو.
د دغوټولو اساسی او غوره پوښتنو اصلی لامل او ځواب د نورو ټولو ستونزو تر څنګ چې«بیل یې کړه  ایل یې کړه» د انګریزانو همدغه شعار دی چې د هیواد په تیر تاریخ او لا تر اوسه یې په مختلفو طریقو تری ګټه پورته کړی او همدا نیرنګ په وروسته پاتی ټولنو کې د نوی استعمار په نوی طرز او شیوو د پالیسیو او ستراتیژیکو موخو د عملی کولو غوره پالیسی اود کارطرز دی.
د خلق، پرچم، افغان ملت،ملی ستم. اسلامی حزب،اسلامی جمعیت.سنی او شعییه،کمونست او مسلمان ،تاجک، پښتون، هزاره ،ازبیک او په سلګونوداسی نوروتعصبی اود افغان ملت ویشونکو مرضونو ته لمن وهل د انګریزی استعمارنه را پیل بیا شورویانواوهمدا اوس امریکا او ورسره  استعماری ملګرویې له همدی افغان او انسان وژونکی او تباه کونکی پالیسیوو نه په ګټه اخیستو دومره دا واحد ملت سره ویشلي دی چې د افغانانود هوساینی اود جنګ جګړی د ختمولو، سولی ،ثبات ته د رسیدلو کاروان یې د سترو ګواښونواو ستونزو سره لاس او ګریوان کړی دی.
زما له انده د ویشل شوو افغانانو د ټولو روانو ستونزو او ناتوانیو، بی اتفاقیو،یو پر بل د بی اعتمادیو اساسی لاملونه باید و پلټل شې، د ۲۱ می پیړی د اګاه او بادرکه انسانانو په توګه هغه کمښت او ګډ ټکی باید سره را پیدا کړو چې د هیواد والو اوهیواد ژغورولو په خاطر تری اړینه ګټه تر لاسه کولای شو.
استعماراو ځنی ګاونډی هیوادونه هلی ځلی کوی چې هیواد مو تجزیه کړی، هیواد دښمنه افغانانو تل همدا چیغی وهلی او کله کله یې د بهرنیو بادارانو له خولی هم دا اواز اوریدل کیږی چې بیلګه یې د امریکائي جوبایډ ن د څو ورځو د مخ خبری دی.
زموږ د هیواد په اوسنیو حساسو شیبو کې دوه ډیری اړینی او اساسی اړتیاوی چې د ټولو افغانانو له پاره باید سری کرښی وی هغه د ګران هیواد افغانستان د جغرافیا او ارضی تمامیت ساتنه اود تجزییی مخنیوی دی نو ځکه هر څوک چې ځانته افغان وائی باید د همدی هدف د ساتلو له پاره باید ټول اختلافات، ځان غوښتنی اوشخصی تمایلات ترشاه کړی د هیواد د موجود دولت، نظام او مسلحو قوواوو تر څنګ ودریږی، نور یې هم ځواکمن کړی د اصلاحاتو له پاره یې صادقانه کار وکړی ترڅو استعماراود هغوی د کورنیواوبهرنیو دشمنانو ته یې داسی څپیړی پر مخ ورکړ شې لکه چې د هیواد تیر تاریخ  یې ښی بیلګی کیدای شې.
د یو واحد، ځواکمن او مستقل افغانستان موجودیت د ټولو افغانانو د ملی یووالی په نتیجه کې تر لاسه کیدای شې،نو ځکه افغانان باید د تیر په شان تر ټولو له مخه یو واحد ملت شې او دبیا ملت جوړونی په لار کې بنسټیز ګامونه واخیستل شې،د جمهوری ریاست ټاکنو په ډاګه کړه چې افغان ولس اوس ورځ تربلی د ګروپ بندی، سمپتی او قومی تعصباتو زنځیرونه راشلوی او د ملت سازی په لور ګامونه اخلی.
دوهمه اړینه موضوع او اړتیا د جنګ جګړی ختم او په هیواد کې د دائمی سولی راوستل دی چې دا دواړه اساسی اړتیاوی یو له بل سره تړلی دی.
سوله د افغانانو مهمه اړتیا ده او سوله یوازی افغانان په خپله په هیواد کې راوستلای او ساتلای شې،بل څوک موږ ته سوله نه راوړی او نه یې راوستلای شې.ځکه هغه چا چې زموږ د هیواد سوله د خپلو شومو موخو د لاسته روړلو په خاطر یرغمل کړی وی نو څنګه به موږ تری د سولی د راوستلو تمه ولرو.
د ګران هیواد افغانستان د جنګ اوجګړی سازمان ورکونکی، تمویلونکی، هیوادونه په ښکاره معلوم دی،د وروستۍ ۱۸ کلنی جګړی ماهیت هیواد پالو افغانانو په تمامه مانا درک کړی چې قربانی یې څوک دی او ګټه یې چاته رسیږی.
امریکا، غرب، روسیه، چین، هند،پاکستان، سعودی عرب په سیمه کې د خپلو ګټو او موخو د ساتلو له پاره په هیواد کې لاسپوڅی او مافیائی ډلی جوړی کړی، ساتلی او د هیواد په حساسو او سر نوشت جوړونکو فرصتونو کې تری ناروا ګټی تر لاسه کوی.
کله چې دافغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی له لوری تیر کال د بی له قید اوشرطه د سولی بلنه طالبانو ته ورکړ شوه دری ورځنی اوربند اعلان شو د سولی دښمنانو ناری سوری پیل کړی چې غنی ، پښتون فاشست دادی طالبانو سره سوله کوی او حکومت ورته سپاری او یا یې په حکومت کې شریکوی.په خواشنی سره چې طالبانو هم له هغه فرصت نه و نه شو کولای استفاده وکړی او د جنګ د ختمیدو له پاره چمتووالی څرګند کړی چې ممکن یا به د دوی په وس کې نه وو او یا یې ونه غوښتل.
د متحده ایالاتو او طالب استازو تر منځ د خبرو پیل د افغان ولس هیلی او امیدونه راژوندی کړل او داسی تمه کیده چې د امریکا د سولی هلی ځلی او د ګاونډی هیواد پاکستان اقتصادی مجبوریتونه به طالبان دی ته و هڅوی چې د سولی پروګرام چې د نړی، سیمی افغانستان او ګاونډیو هیوادو په ګټه دی عملی کار پیل کړی،مګر په خواشنی سره چې دغه پروګرام نه یوازی ددی له پاره چې سولی ته ژمنتیا موجوده وی بلکه د یوی ستری توطیی د عملی کیدو او د نوی بحران د غزیدو په خاطربل لور ته انکشاف وموند. چې ځو عمده لاملونو ته یې د لوستونکو پام را اړوم:
۱- د امریکا خاص استازی زلمی خلیل زاد یوازی د امریکا ګټو ته په مذاکزاتو کې ژمن او د دی له پاره یې کار کاوه چې موجوده نظام کمزوری کړی،د نظام له مخالفوسره چې اکثریت یې هیواد پلورونکی،په سر کې کرزی او ورسره نور بد نامه غله او لوټماران وو له طالبانو سره په همغږی کې د مؤقتی اداری په نامه بیا هیواد د یوی بلی غمیزی لور ته ټیل وهی.
۲- د دغو لوټمارانو او بهرنی اجنټانو هلو ځلو او چیغو بیا دا وار بل رنګ ځانته غوره کړ چې اشرف غنی د سولی مخالف دی او طالبان یې دی ته وهڅول چې له دولت سره خبری باید ونه کړی. ددوی منډی رامنډی، قطر، مسکو او پاکستان ته ددی له پاره وی چې یو خو استخباراتی ورکړ شوی دندی صادقانه سرته ورسوی او بل دا چې په راتلونکی مؤقته اداره کې شتون ولری چې د تیرو جنایتونو نه یې پردی پورته نه شې .
۳- د مذاکراتو تر مخه یو شمیر افغانانو سره له دی چې د طالبانو کړنو نه یې کرکه درلوده ولی بیا یې هم فکر کاوه چې د یو خارجی یرغلګر هیواد پر ضد جنګیږی نو ځکه تمه وه چې که چیری اشغالګر استعماری قووت له هیواده ووزی طالبان به جګړه بنده کړی اوربند به اعلان کړی او ټول افغانان به په ګډه د سولی د تامین له پاره ګډ ګامونه پورته کړی، خوپه خواشنی سره چې طالبانود امریکا سره دتوافق وروسته بیا هم اوربند ونه مانه او ویې ویل چې که موږ له امریکا سره سوله وکړوبیا به هم زموږ جنګ د افغان دولت او  نظام پر ضد دوام ولری ددی له پاره چې امتیازات تر لاسه کړی نور یې هم د بی ګناه انسانانووژلو ته دوام ورکړ.
۴- پاکستان په ټول قووت او فشارد طالبانو تر شا د خپلو شومو موخو د عملی کولو نه ډده ونه کړه او د مؤقتی اداری د جوړیدو ناری سوری عمران خان د پاکستان په دننه او بهر کې تر سره کړی او عبدالله عبد الله یې و هڅاوه چې د نظام او دولت د کمزورولو دسیسی په کار واچوی.
۵- د مذاکراتو د نه ړونتیا او افغان دولت سره د نه تفاهم او شریکوالی  نارو او سورو، نیوکو چې په رسمی او غیر رسمی ډول د افغان دولت، هیوادوالو، مدنی ټولنو او په امریکا کې د یو شمیر سیاستوالو له لوری خپاره شوول ټرامپ دی ته اړ ویستل شو تر څو په خپل یوه ټویټر سره د مذاکراتو لغوه اعلان کړی.
۶- پورتنیو ډلو،ګروپونو او شخصیتونو چې یادونه تری وشوه په ټول قووت سره هلی ځلی وکړی چې په ګران هیواد افغانستان کې دی د جمهوری ریاست ټاکنی سبوتاژ کړی تر څو مؤقته اداره رامنځ ته شې خو افغان دولت، نظام او جمهور رئیس محمد اشرف غنی د سولی د رامنځ ته کیدواو عملی کیدو لار یوازی انتخابات او حد اقل یو مشروع نظام ګاڼه نو ځکه د انتخاباتو په درشل کې پاکستان بیا پرطالبانو فشار ورزیات کړترڅو د ټاکنو مخنیوی وکړی، ویل کیږی چې پاکستان د ټاکنو د تحریم تر څنګ د محمد اشرف غنی د ماتولو په خاطر ۳۹ میلونه ډالرد اجرائیه رئیس عبدالله په لاس ورکړی چې انتخاباتی کمپاین کې یې ولګوی همدا ډول یې طالبان وهڅول چې د محمد اشرف غنی پر ضد د عبد الله سره یو ځای شی.
۷- کله چې د ټاکنو پروسه په بریالیتوب پای ته ورسیده د هیواد دښمنان په دی پوه شول چې غنی ګټونکی دی داده بله توطیه روانه ده د طالبانو د هیئت رابلل پاکستان ته، همدا ډول د زلمی خلیل زاد راتګ او د بندو دروازو تر شاه په داسی حال کې چې د ټاکنو نتیجی تر اوسه نامعلومی دی د پاکستان د سفیر ملاقات له ډاکتر عبد الله سره د هیواد والو اندیښنی نوری هم رازیاتوی چې بیا خدای مکړه د قدرت د ویش کومه نوی ډرامه تر سره نه شې.
په داسی حساسو شیبو کې د پاکستان د دولت په کوربه توب زموږ د هیواد پر سرنوشت خبری اتری چې د هیواد د نظام او دولت استازیتوب په کې شامل نه دی ایا دا ددی مانا نه لری چې طالبان د پاکستان دګټواو ستراتیژیکو موخو د عملی کولو وسیله ده او همدا ډول امریکا هم نسبت له افغانستان نه د پاکستان په ستراتیژیکی ملګرتیا حساب کوی نه په افغانستان ،نوځکه به پاکستان زموږ د هیواد برخلیک ټاکی دا چې افغانان په خپلو منځو کې یود بل پرضد سره اخته دی ،ملی یووالی یې د پردیو د لاسوهنو په نتیجه کې کمزوری شوی  استعماری تاقتونه او ګاونډی هیوادونه په خاص ډول پاکستان نه غواړی چې په افغانستان کې یو ځواکمن حاکمیت رامنځ ته شې په داسی حساسو شیبو کې له ټولو افغانانو نه هیله ده اود هیواد لوړی ګټی دا حکم کوی چې خپل منځی اختلافات تر شاه کړی استعمار او دښمن صفتو افغانانو او ګاونډیانو ته دا فرصت په لاس ورنه کړی چې هیواد مو د یوی بلی ستری غمیزی په لور ثوق  کړی.

د یو هوسا او با ثباته افغانستان په لور

شاه ولی ارین