آرشیف

2019-9-24

شاه ولی آرین

ټاګنی که مؤقتی اداره

په هیوادکې له روان بحران څخه د وتلو او یوی سرترسری سولی د تآمین له پاره، له پورتنیو دغو دووعنصرو نه کوم یو د هیواد او ولس په ګټه دی:
په دی کې شک نه شته چې په داسی یووروسته پاتی هیوادکې چې استعمارپرهیواداوخلکوداسارت اواقتصادی مجبوریت جال غوړولی وی، ولس دی ددی تمه ولری چې هلته به ملی حاکمیت رامنځ ته شې،خو کله ـ کله په همداسی هیوادو کې د دموکراسۍ د تمثیل په پایله کې د استعمار او اقتصادی ناتوانیو سره ـ سره د استعمارد خوښی او روزل شوو شخصیتونو نه څوک را پیدا کیږی چې د خپل هیواد اوخلکو له پاره یو شمیر هغه څه تر سره کړی چې هیڅ تمه تری نه وی.
د دموکراسۍ د تمثیل په پړاونو کې دا څلورم ځل دی چې زموږ په هیواد کې د جمهوری ریاست له پاره ټاکنی ترسره کیږی.هیڅ شک نه شته چې دغه ټاکنی به له درغلیو،فساد او لاسوهنوپرته ترسره شوی وي؛ مګرد هرو ټاکنو په پایله کې افغان ولس هر څه په خپلو سترګو ولیدل، لمس یې کړل او سیاسی شعور یې د ښواو بدو د تفکیک په هکله دومره لوړ شو چې همدا اوس ځوان نسل کاملاً د بدلون په حال کې دي.
نن سبا ولی زموږګڼ شمیر هیواد وال د مؤقتی اداری د رامنځ ته کیدو سره د مخالف دریځ غوره کوي؟ځکه چې د مؤقتو ادارو نه جوړ شوو حکمتونو بی له دی چې د ځان او خپلو کورنیو، قوم او ګروپ ته کار وکړي، د هیواد او هیوادوالو له پاره یې هیڅ ترسره نه کړل، نظامونه تری وپاشل شوول، چور چپاول او سل ګونه ناخوالی یې رامنځ ته کړی.
زموږ هیوادوال د ډاکترنجیب الله دحکومت له سقوط وروسته، د په نوم جهادی مشرانو څووار مؤقتو ادارواو د بن د کنفرانس نه جوړ شوی مؤقت حکومت کړنی او لاسته راوړنی په خپلو سترګو لیدلی چې دغو مشرانو هیواد او هیواد والوته بی له درد ،غم، وژنو،ورانیو، چورچپاول نه بل هیڅ څه نه دي ور په برخه کړی؛ نوځکه دری متل دی چې وائی( ازموده را ازمودن در کار نیست).
 
درنو هیواد والو!
 
پاملرنه وکړئ چې همدا اوس په هیواد اود هیواده بهرکې څوک زموږ په هیواد کې د ټاکنو پر ځای د مؤقتی اداری د جوړیدو ناری سوری وهی:
 
۱- جناب حامد کرزی چې د تیری مؤقتی اداری له برکته  ده او کورنۍیې دومره شتمنۍ تر لاسه کړی، دومره ځمکی او جایدادونه یې غصب کړل،د هیواد په ملی ارزښتونویې داسی لوبی تر سره کړی، دومره اعزازی جنرالان،ستر جنرالان، مارشال او قهرمانان یې په دی بیچاره ملت وتپل چې هیوادوالو ته لکه لمر روښانه دی.
۲- شمالی ټلواله چې د همدی مؤقتی ادارو له برکته د میلیونونوډالرو، په هیواد او بهر کې د بانکونو او د هیواد د قاچاق شوو قیمتی ډبرو د نندارتونونو خاوندان دی.
۳- پرهزازه ورونو تپل شوی مشران خلیلی اومحقق چې د میلینونوډالرو د ځمکو د غصب او لوړ منزلو قصرونو خاوندان دی چې د همدی مؤقتی اداری له برکته یې تر لاسه کړی دی.
۴- حاجی دین محمد،ظاهرقدیر، همایون او داسی نور هیواد پلورونکی چې په همدی کتګوریو کې حسابیږی د شمالی ټلوالی په ډله کې شامل کسان یادولی شو.
۵- پیران او حضرتان چې د استعماری انګلیس له موجودیت نه په افغانستان کې بیا تر ننه پوری دوی تل د هیواد د ترقی پرمختګ اوملی حاکمیت پرضد دریدلی او د استعمار او پردیو په جاسوسی شبکو کې یې غلامی تر سره کړی ده.
۶- طالبان چې دامریکا سره د خبرو اومذاکرتوترمخه یې په هیوادکې دامریکائی استعماری اشغال پرضد جهاد او مبارزی د هیواد د یو شمیر مسلمانو او متدینو شخصیتونوپه ذهنیتونوکې مشروعیت درلود،او دغو پټو خبرو اومذاکراتو له امریکا سره، همدا ډول د پورتنیو جنګسالارانو، مافیائی کړیو، شمالی ټلوالی سره نږدیوالی ،د هیواد له موجود نظام او حکومت سره د مذاکراتو د دروازو بندول،اور بند نه تر سره کول د شخصی او ګروپيکوامتیازاتود لاسته راوړلو له پاره د بیګناه افغانانو وژل ،د افغانانو پرځای د بهرنیو هیوادو نه د قدرت غوښتل هغه څه دی چې پر دوی هم  ولس او خلک بی باوره شول، نو ځکه دوی هم د ټاکنو مخالف او د پورتنیو غلو،هیواد پلورونکو دریځ یې خپل کړی دی.
۷ـ ګاونډی هیوادونه پاکستان، ایران، چین او روسیه چې تل یې د خپلو ستراتیژیکو موخو د عملی کولوله پاره په هیواد کې د ملی اوځواکمنو حاکمیتونو مخنیوی کړی اوهمدا اوس هم د محمد اشرف غنی دموجود حکومت او راتلونکی ذعامت پر ضد له هر ډول دسیسو او نا مشروع لاسوهنو نه یې کار اخیستی او دوام ورکوی.
 
درنو لوستونکو!
 
له پورتنیومعلوماتو نه می موخه داده چې هیواد والو ته جوته شې چې څوک په هیواد کې د مؤقت حکومت غوښتونکی دی او د هیواد خلک او ولس څه غواړی .
زما په اند ټاکنی یوه ملی پروسه ده د هیواد د روانو ستونزو په نظر کې نیولو سره ممکن رڼی او سوچه ټاکنی تر سره نه شی اما په هر صورت له هغی مؤقتی اداری یا حکومت نه به بهتر وی چې په هیواد کې تجربه شوی دی.
دټاکنو له پاره د ۱۸نوماندانو هلی ځلی مګر ددی ټولو په انډول د محمد اشرف غنی په مقابل کې چې ددی ټولو په تناسب په هر لحاظ برتری لری د پورتنیوهیواد دښمنو کتګوریو جدی مخالفت ددی مانا لری چې په دغه شخص کې یوڅه ظرفیت شته، نو ځکه باید تری حمایت وشي.
زه د جمهوررئیس محمد اشرف غنی په ګډون هیڅ یوه نوماند سره سمپتی یاعلاقمندی نه لرم اونه ورته کمپاین کوم، خو باور می دادی چې د هیواد د روان وضعیت په نظرکې نیولو سره د هیواد د سیاسی نا انډوله فضا د قانونمندو احزابو د نه شتون دملی وحدت د کمزوروالی اود مافیائی کړیود موجودیت له امله د مؤقتی اداروغوښتنه دملت او ولس اراده نه شی تمثیلولی،
خو د انتخاباتو په نتیجه کې له ستونزو سره سره د حاکمیت او نظام ساتل د ګډوډیو اونظام د پاشلومخنیوی او ولس ته د حساب ورکولو نسبی قانونمنده نظام او حکومت رامنځ ته کیدای شي.
اوس نودا د افغان ولس د وړتیا اوباورمندیو پوری اړه لری چې کوم یو نوماند داسی برنامه او پروګرام وړاندی کولی شې چې هیواد مو د روانو ستونزونه ژغورلی شې اوڅومره پری باوراواعتماد کیدای شې.دهر هیواد وال ګډون ،رایه ځانګری ارزښت لری او کارول یې اړین دی، ترهغه ځایه چې ما تراوسه د دغو نوماندانو راتلونکی پروګرامونه اوریدلی او یا می لوستلی،پرته له محمد اشرف غنی نه بل څوک داسی پروګرام یاتګلاره نه ده وړاندی کړی چې هیواد وال پری حساب وشی کولای نو ځکه له هیواد والو نه می غوښتنه داده چې په ټاکنو کې پوره برخه واخلی او هغه چاته رایه ورکړی چې د هیواد او ولس له پاره عملی کار او خدمت تر سره کړی، باید ووایم چې که چیری ما د رای ورکولو حق درلودای نو په اوسنیو نوماندانو کې د ډیرو بدو او بد د تفکیک په نظر کې نیولو سره به می محمد اشرف غنی ته خپله رای کارولی وای.
 
په ټاکنو کې دداسی شخصیت د بری په خاطر چې هیواد ته صادقانه خدمت وکړی!
 
 شاه ولي آرین