آرشیف

2020-1-16

شاه ولی آرین

وال (لنډه کېسه)

هغه وخت مې ښه رایادېږی، چې کله به زموږ ولسوالۍ ته نوی حاکم (ولسوال) راته نو هغه به د لوړې واسطې خاوند او یا دا چې د ډېرې سترې کورنۍ غړی اویا به یې له سردارانو سره نږدې اړیکې درلودې.اویا به دغې ولسوالۍ ته  له بډو ورکولو پرته د ولسوال راتګ نا شونی کار و. ځکه به د نوي ولسوال په راتګ سره هرچا ویل:
هوهغه ده راغی پایه یې توس ده.
 زموږ ولسوالي خورا مهمه ولسوالۍ وه. اوسېدونکي یې ډېري شتمن او د ډېرو ځمکو خاوندان وو. دغه ولسوالۍ د هېواد د غلو او دانو د ګدام په نوم یادیده. هو ډېر ولسوالان او حاکمان مې ولېدل، چې یو په بل پسې راغلل او لاړل. چا پټې او چا هم برالا بډې واخیستې، چا هم یا هېڅ وانه خیستې او یا پرې څوک پوه نه شول، خو واسطې ډېرې کته پورته کېدې. په دغو کارونو باندې لږ کسان پوهېدل او ډېر نه پوهېدل.
د ملکانو او خانانو بازار خورا تود و، ځکه چې هغوی هم د ولسوالانو سره ژر نږدې کېدل او هم یې د کته مامورینو سره ژر ګډه ژبه پیدا کوله. رسوخ او شتمني خپله د هغوی عزت او اعتباروو.
دا مې هم ولېدل چې ولسوال خو لا پر ځای پریږده، یو ماسل (سپاهي) زموږ کلي ته په آس سور راغلی و،د یو خون(قتل) په پېښه کې یې د ۱۵کلن نه لوړ د کلي ټول نارېنه کسان  په خپلو پټګیو تر هغو په ونو پورې تړلي وو، تر څو چې د جزا سرکا تب صاحب قلندرخان راغی او بیا یې یو، یو راخوشې کول او کشف الحال (تپوس) یې ترې کاوه.
اوس نو وګوره چې د یو قلندرخان او یو ماسل په مقا بل کې هیچا څه نه شو ویلی، هو ولسوال یا حاکم خو لا پر خپل ځای پرېږده. دا ځکه  چې د هغه وخت حاکمانو د خلکو او ټولنی ژبه درلوده انسانان به ژوندي خرڅیدل، خوهغه خپله او یا نور به لا خبر هم پرې نه وو. دا ځکه چې د افغانانو خپل منځی کار و، نه د بهرنیا نو.                                                د کلونو په تېریدو سره کال ګرم شو. پاڼه واوښته اوس نو شتمن او په بډو څوک نه ولسوال کېده. دوه درې ولسوالان راغلل، خو ژر ژر بیرته ولاړل والیان شول. خلک ډېر خوشاله وو، ځکه چې ډېر خواګه او ولسي غږونه او شعارونه پورته کېدل.
نور نو ولسوالۍ د شتمنو خلکو ځای نه و. خواري کښان، بزګران، به کته پورته کېدل د بډو، فساد، او واسطو مخه ډب شوې وه او په ځای یې سپیڅلي احساسات او ریښتینولي راغلي وو، خو د یو څه بې تجربګیانو او نا پوهیو بادونه هم ورسره چلیدل. ځینې خو لا دومره د احساساتو پر باد سواره شول، چې د صداقت او خدمت تر نامه یې د ډېراعتباراوعزت خاوندان د ملک یا خان او فیوډال په نامه سپک کړل.
اوس نو چې په نوم حزبي دی باید ځای ورته خالي شي او دی هلته مقرر شي. د لوړو څوکیو تشول خو د ثانیو کار و.خو  دا چې دغه ګوښه کړای شوي کسان چېری مقررېدل، زه هم پرې پوه نه شوم.
له دغو ټولو ستونزو سره بیا هم دا اومېدونه وو، چې ګوندې ولس به هوسا شی، خو ډېر ژر دغه هیلې ورژې دې.
د هیواد د شمال له لوری زموږ پر شنه آسمان او طبعي ښکلا اسماني او ځمکني طوفانونه راسم شول.دهیواد پر ځمکه او فضا ئي حریم تورو وریځو جال خپور کړ. لمر نور مرور شو. د شنو ګلو پاڼې ژېړې او مخ په رژېدو شوې. د باغونو، چمنونو، ځنګلونو او غرونو اصلي اوسېدونکي کډوال او ځای یې نا اشنا څیرو ونېو.
د سهار د بلبلو د نغمو پر ځاینو نا آشنا وحشي غږونه را پورته شول، د زمرو پرکور د شغالانو او د بازانو پرځاله د  ټپوسانو هستوګنځی وټنبل شو.
داسې حالت راغی چې هرڅه ورځ تربلې پردي کېدل. هغو چې دا هرڅه پردي راوستی وو، نورهم ورسره پردي شول. کلونه تېرشول، کا بل خو نور بیخی راته پردی ښکارېده.
غوښتل مې چې له کلونو وروسته یو وار بیا خپلی ولسوالۍ  ته ولاړ شم، تمه مې دا وه  چې هلته  به هر څه نه وی پردي شوي. خوکله چې ولسوالۍ ته ولاړم، کا بل خو لا ډېر پرې ښه و. هري خواته چې وګرځیدم، هېڅوک مې تر سترګو نه شول. ټول ښار وران ویجاړ ښکاریده. د ولسوالۍ خواته ور روان شوم. مخې ته مې دوه سوځید لی ټانکونه پراته وو.ترې وړاندی بیا دوه نور روسي ټانکونه چې پر سر یې دوه که دری سور سري ناست وو. نور څه نه ښکاریدل. لږ وړاندې تور دودونه پورته کېدل.
 لږ وړاندی مې د تېل پلو بوی ترسپوږمو را ورسید. ور روان شوم چې ګورم لونګ اکا مې په مخه راغی. اوس خورا کمزوری شوی و. زه یې ونه پیژندم ډېر یې کته پورته راته وکتل مسکی شو او بیا یې راته داسی وویل:
« ځوانه څنګه دلته راغلی یې؟ پر ځای مې نه کړې څوک یې؟»
تر روغبړ وروسته مې ځان وروپیژانده.  د واره یې په غېږ کې تېنګ کړم. سترګې یې لمدې شوی او ما ولیدل چې یو څو اوښکې په کې را میلمنې شوې. په ځيږه لاس یې خپلې اوښکې وچولې او په خواشینۍ یې راته وویل:
« ورځه، ورځه دا هغه پخوانی بڼ نه دی. دلته نور د انسانانو ژوند ګران دی. اوس نور دلته  یوازې سور سري او د هغوی انډیولان ژوند کولای شی»
ما ترې وپوښتل چې دا خلک او ولس چېرې دي، ولې هېڅوګ نه ښکاري؟
هغه بیا راته وویل:
« نیکبخته! ولس څه کويې. څه مړه او تباه شول، څوک د باروتو په اور وسوځېدل او چا د وېری خپل بڼ او ټاټوبی پریښود او څه چې پاتې دي، هغه له کورو نه د باندې راوتلی نه شي. که راووځي او څو تنه سره یو ځای ولېدل شي، نو هلته وال صاحب ناست دی او د واره  سره سپیان ورشکاري او هغه خواران پری داړي او یا یې وژني.»
ریښتیا چې زه په سوچونو کې شوم سرمې دومره خلاص نه شو. خو د وال صاحب نوم راته یو څه نوی ښکاره شو، ځکه مې بیا وپوښتل چې کا کا، دا وال صاحب نو څوک دی؟
هغه په خندا شو ما ته یې نه کتل په بونګیدو، بونګیدو یې داسې ویل:
«هې یاره ! پخوا به چې چا ته ولسوال ویل کېده، له هغه سره به ولس وو. په دفترونو کې به ګڼه ګوڼه وه، نو ځکه حاکم صاحب ته د ولسوال نوم یو مانا لرله. اوس خو ولس ټول تباه شو او په میاشتو هم څوک ولسوالۍ ته سر نه ور ښکاره کوي. په ولسوالۍ کې ولس نه شته، له سور سرو سره یو بې سره غوندې څوک راغلی، چې یواځې د وال نوم ورته ښایي نه د ولسوال».

     پای