آرشیف

2019-12-10

شاه ولی آرین

ناکامورا او د کنړ سیند هیلې

د څلورو لسیزو روانو غمیزو زموږ د ګران هیواد مادي او معنوي ارزښتونه خورا سخت زیانمن کړل. زموږ د ټولنې د اقتصادي، سیاسي،فرهنګي او ټولنیزو اساساتو ستنې یې ونړولي، هیواد او خلک یې د سترو غمیزو سره لاس او ګریوان کړل.
لوې استعماری قدرتونو، د سیمې حریصو ګاونډیو هیوادو، د خپلو موخو د لاسته راوړلو په خاطر، په هیواد کې یو شمیر بی ضمیره او خرڅ شوي انسان په پیسو او نورو امتیازاتو راونیول او خپل ټاټوبی یې پری وران ویجاړ کړ او همدا لړی تر دا اوسه دوم لری.
د هیواد دغه دردونکې حالت یو شمیر ډیر ځوانان، متخصیصین،ډاکتران، انجنیران دی ته اړویستل چې هیواد پریږدی او بهرنیو هیوادو ته کډوال شي.
په دغې اوږدې نیابتي جګړې کې، چې د بهرنیو له لوري پر افغان ولس تپل شوې، په میلیونونو انسانان و وژل شوول، معیوب او معلول شوول او په ټولنیزه برخه کې د کلو او بانډو، قوم، ګروپ او تنظیم، شیعه او سُنی او نورو پردیو نومونو تر عنوان لاندې یې کور په کور ـ کلي په کلي ـ ښار په ښار د بی اتفاقیو او بی اعتمادیو اور ته لمن ووهله.
دغې روانې غمیزې د امریکا او ناټو د قوواو له شتون سره په هېـواد کې نوره هم دغه غمیزه نوو تراژیدیو خواته واړوله.
په ملیاردونو ډالرو او ایورو نړیوالو مرستو په هیواد کې هیڅ کوم داسې بنسټـیـز مؤسسات او ټولګټې تآسیسات جوړ نه کړل، چې هېـواد او ولس ترې ګټه پورته کړې وای.
دغه مرستې ټولې د مافیائي کړیو د جوړیدو ځواکمن کیدو، زورواکو او کورنیو جاسوسانو د پیاوړتیا په لار کې ولګیدې. په هیواد اوخلکو مین انسانان ورځ تر بلې متفرق، دولتي او ټولنیزو چارو نه بې برخې، د تهدید، سبوتاژ او مرګ له ګواښ سره مخ، لاس  او ګریوان شول.
په میلیونونو ډالر د یو شمیرافغان وژونکو او هیواد ورانونکو اعزازي مشرانو د قبرونو په جوړولو، زورواکو او د دوی کورنیو ته د امتیا زي معاشونو په ورکولو ولګیدې.
په میلیونونو جریبه دولتي او شخصي ملکیتونه او ځمکې، یا د دولت له لوري زورواکو ته ډالۍ شوې او یا د دولت او بهرنیو ځواکونو په مرسته د زورواکانو له لوري غصب شوی.
په سلګونه بې ګناه انسانان د خپل حق د غوښتلو او اواز پورته کولو له امله د همدې زورواکو له لوري په بیرحمانه توګه ترور او یا داسې په مرموزه توګه ووژل شوول چې هیچا یې تپوس ونه کړ.
د هیواد په سلګونه پیغلوټې د همدی زورواکو له لوري په جبري ډول، په ډیرې بې رحمئ له کوره و ویستل شوې، نکاح شوې؛ خو هیچا یې غږ وانورید.
انتهارونو، چاودونو، بمونو، شپنیو عملیاتو او لسګونو داسې نورو منفي پردیو پدیدو په دې هیواد کې د بیګناه او په هیواد مینو انسانانو ژوند ترې واخیست، چې دا ټول د پوښتنې وړ دي.
ورستیو پنځو، شپږو کلونو کې د زنځیري وژنو لړۍ نوره هم پسې ګړندۍ او د پوښتنو وړ وګرزیده.
جنرال عبد الرازق چې د افغانستان په هکله د پاکستان د استخباراتو د پالیسیو، د طالبانو د پټنځایونو د شتون او په سرحد باندې د اغزن تار د ځغلولو منتقد و او له طالبانو سره د سولې په هکله یې ځانګړې نیوکې او وړاندیزونه درلودل، په داسې مرموز ډول ووژل شو چې تر اوسه یې ولس ته د قناعت وړ وضاحت نه دی وړاندې شوی.
بل په هیواد مین ملی سیاستوال جنرال جبار قهرمان چې د امریکا او ناتو د روانو پالیسیو په اړوند یې جدي نیوکې مطرح کولې او د روانې جګړې د پای او د طالبانو د ځپلو لپاره یې ځانګړي مسلکي وړاندزونه مطرح کول؛ څومره په بې رحمئ ووژل شو.
همدا ډول پیاوړي ملي شخصیت عبید الله بارکزی په پارلمان کې ملي او هیواد پال دریځ لرونکي وکیل چې په ډیر متانت یې په پارلمان کې د ملت د واقعي استازي په توګه د امریکا او ناتو د غلطو سیاستونو او پالیسیو یادونه کوله، په دولت، زورواکو او غاصیبینو یې تل نیوکې کولې، د خپل د کور په مخکې پرې وسلوالو حمله او شهید یې کړ، چې تر اوسه یې عاملین ونه پیژندل شوول.
د وحید مژده وژنه د یو ژورنالست او سیاستوال په توګه، څو ورځې د مخه د هلمند د سرحدي لوا د قوماندان جنرال مقبل شهادت چې د هلمند په سرحدي پولو کې د پاکستان د مخته راتلو مخنیوی یې کاوه؛ دا ټول هغه څه دي چې هیواد وال یې خورا ډیر له پوښتنو او اندیښنو سره مخامخ کړي دي.
وروستۍ خورا زورونکې پیښه د ډاکتر تیڅـو ناکامورا چې د مُراد کاکا په نوم یې زموږ په هیواد کې شهرت موندلی و، او جاپاني الاصله افغان هم و، وژنه یې ځکه خورا دردونکې او بوګنونکې ده چې زموږ بهرني او کورني دښمنانو پر هغه چا هم رحم ونه کړ چې یوازې یې د هیواد په بیا رغاونه، روغتیائي او خیریه برخو کې خدمت او مرستې تر سره کولې.
ناکامورا یوازې شاړې د ښتې رغولې، هغه د یو با درده با درکه انسان په توګه، انسانیت او بشریت ته خدمت کاوه. هغه له جاپانه رانیولې بیا تر افغانستانه د یو ریښتیني ډاکتر په توګه د ناروغ د روغتیا له پاره خدمت کاوه،که چیرې دا ناروغ د جګړې هر لوري پورې تړاو درلود، ناکامورا ته یې تفاوت نه درلود.
ناکامورا په خپل کمزوري فزیکي وجود، اما قوي او پیاوړي ارادې ډبرې پر شا وچلولې، بندونه یې جوړ کړل، اوبه یې راوگرځولې او د بی وزلو افغانانو له پاره یې شاړې وچې، شنې او ورغولې. حماسې یې ژوندۍ کړې. افغان ولس او د افغانستان دښمنانو ته یې د عبرت درس پریښود.
افغانان به هیڅکله د ناکامورا او د خپل هیواد د هغو سپیڅلو شهیدانو،قهرمانانو افتخارات او له ځانه تیریدنه هیره نه کړي چې لکه سپر یې د حق اوعدالت غوښتنې په لار کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ اود استعماري تاقتونو، دولت، غاصبو زورواکو،حریصو ګاونډیو او خرڅ شوو افغانانو لوړتیا غوښتنو ته یې د تسلیم سر ټیټ نه کړ او ځانونه یې د هیواد د ملي ارزښتونو د ساتنې په لار کې قرباني کړل.
د پورتنیو زنځیري وژنو مسؤلیت د امریکا، ناتو، افغان دولت، زورواکانو، د ځمکو غاصبینو، طالبانو او هغو حریصو ګاوڼدیوهیوادو په غاړه دی چې له یادو ډلو او مؤسساتو سره مرستی کوی، پټنځایونه یې اکمالوی، تروریستان او ظالم وژونکي یې روزي،موږ باید د داسې ناکردو په مقابل کې غښتلی اراده پیدا کړو، د کنړ د سیند هیلې اود ناکامورا پاتې دندې او ارزوګانې په ټول هیواد کې عملي او د هیواد دښمنان په بی رحمی سره رسوا او افشا کړو، همدا دهیواد ژغورنې او نجات یوازنی لار ده.
افغانانو ته په کار ده چې خپل دښمنان وپیژني، سره یو موټی شي،بهرنیان،زورواکان، قومی ټیکه داران، په دولت کې ځنې کړۍ،غیر قانوني په نوم  احزاب او نور تشکیلات چې یوازې د شخصي منفعت او د خپلو منفي کړنو د حمایت لپاره جوړ شوی د هیواد او ولس په ګټه نه دي. باید سره یو شو ملی یووالی تآمین کړو د هیواد لوړې ګټې خپلې ګټې وګڼو.
 
د کاکا مُراد په څېر، د وطن د جوړونې پر لور!