آرشیف

2023-4-16

دوکتور صلاح الدین سعیدی

ناروا دریځونه او منافقت يا تېروتنې!
ناروا دریځونه او منافقت  ستر کسان او ستر حرکتونه د تأریخ په اوږدو کې د مفتضحو ماتو او رسوایی سره مخامخ کړي!
د زمان په تېرېدو جبروتی، خود خواه او تېراني افکار مات او علم برداران یې تار او مار شوي دی!
مونږ د لیلی د دشتې  له ظلمونو اودتېرېو او جنایاتو له تکراره ډار لرو او پرې خپه کېږو!
د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د نړۍ د وخت ستر شعارونه د کور، کالي، ډوډۍ په وړاندې کولو د میلیونهاو  خلکو او پرګنو لخوا استقبال شو، خو د لږ  زمان په تېرېدو او دخلکو د غوښتنو او اړتیاو د اولویتونو په بدلېدو نور بیا دا شعارونه ملتونو او پرګنو کې چسپ او قوت نه درلوده!
تیراني، توتالیته،  تمامیت خواهی، عقل کل کېدل او هرڅه په خپل منحصر دید برابرول او نور له نظره غورځول او ټول نور خطاء بلل او ېواځې خپل تعبیر له ما حوله درست او دا خپل روایت د حکومتي وسایلو په استعمال، له متداول مشروعیته پرته تحمیلول  دا ټول هغه تجارب دي چې بشریت دلته او هلته  امتحان کړي او بیا یې ناکام، مفتضح انجام هم تجربه کړای، خو بعضو بیاهم ترې تجربه نه ده اخیستی او له دې ناکامیو او بد انجام، هوښیار شوي  نه دي. لیدل کېږي چې دلته او هلته د تمامیت خواهۍ او خود خواهۍ او توتالیته نظامو د عملي کولو هڅې کوي.  داسې هڅې جې بیا ځان، ملت او هېوادونه له سترو تراژېدېو سره هم مواجه کوي او کړي هم دي!
د طالب مشران له خلکو سره تماس نیسي او وایی چې راځئ زمونږ غېږ خلاصه ده او دا وطن ستاسو او په ګډه یې جوړو او نورې نرمې او پستې خبرې چې ته به  وايې دا خو سم غږېږي! خو چې خبره ورسره راپورته او را غبرګه کړئ  او عمل ته راشئ نو ښکاره منافقت:
چې ورته وویل شول او ووایې: زه ېو حرکت او مشرتابه لرم، ېو حزب او سازمان لرم، زه ېوه مجموعه، علمي شوراء او انجمن لرم…، زه د ېوې مجموعې تر عنواندلاندې در سره خبرې کوم. نو بیا راغبرګ کړي چې، نه: امارت اسلامي دا مجموعې، ټولنې او احزاب نه مني او دا ټولې یې ملغا اعلان کړي!
که پوښتنه وشي: په کوم صلاحیت او ولې؟ نو بیا ببولالې پېل شي!
وايي: نه تنها چې مجموعه دې نه منم، درسره انفرادي غږېږم، له دې سره به اول تر اوله به
زما حرکت ( دطالبان تحریک ) منئ، زما بیرق( امارتي بیرق)، زما امیر ( نه شته خو شته!؟ )، زما اصول، زما حاکمیت، زما…. ټول به منئ او بیا در سره غږېږم چې دلته او یا هلته دې چپړاسي هم مقرر کړم. چې ورته ووایې زما نه چپړاسي توب  او نه وزارت په کار دی چې له ستا څخه مشروعیت ترلاسه کړي!
نو بیا دا د خبرو أنجام شي!
ېوشمېر بیا د تېرو دوه لسیزو په غلطو کادري سیاستو، د اشغال د ختم او نورو بې عدالتیو چې اوس نو تېره ده او وطن د کوشېرولو او ېو شمېر مثبتو خو غېر سیستمی اکتو او ژبنیزو ، تېرو بې عدالتیو، سمتی ستمو او احساساتو په يادولو او په ګوته کولو،  خپل خوا ته راولي خودا د قانون او عدالت، ښکاره نظام او سیستم په نه شتون کې ژر د مآیوسیو سره مواجه کېږي. د طالب پهذحاکمیت کې لاقانونه حالت چې اساسي مشروع خطوط ( تېر قوانین ملغی او نوي مدون قوانین او مرجع یې نه ده معلومه)، رسمي مشروع او رسمي تعریف شوي، مراجع نه دي روښانه، مقننه، قضایه او اجرائیه مرجع په ښکاره نه ده معلومه او هرڅه مؤقت دي او د نړۍ سره استکبار روان دی، حالات نه شي قابو کولای او افغانستان د بحران او انزوا خواته روان دی.  دا ډېر دوام نه شي کولای!
طالب چې عملا د علم او پوهې، زده کړو مخالف دی او عملا مانع دی، چې دیني او منطقي استدلال او مناظره کې پاتې راشي نو بیا له ېو شاخجې بلې ته خېز کړي او ادعاکوي چې د علم او پوهې مخالف دی هم  نه دی او اسلام هم دعلم او پوهې مخالف نه دی، خو شرایط نه دی برابر.
د طالب ېوشمېر مشران هم ددې أمر سره سم خپل نارینه او ښځینه اولادونو مکاتبو او مدارسو ته لېږي او وايي چې دا اسلامي عمل دی اود امارت اسلامي  دا کار چې کوچنیان  او ښځینه د تعلیمه منعه  کوي ، نه مني، خو عمل کې دا فیصله روانه ده او دادی دوه کاله کېږي چې طالب یې عملا چلوي.
که طالب صادق دی او درواغ نه وایي نو کېدای چي په ټول افغانستان  کې مثلا ېوه ولسوالۍ او يا ناحیه کې چې امن شته د انجنو د مکاتبو د خلاصیدو اعلان د اسلامي لباس او درسي محتوا سره وکړي. که طالب یې اسلامی لباس او درسي محتوا ته د وخت اړتیا ده او منافقت نه کوي، دابه مونږ ورته په ۱۵ ورځو کې تهیه او دوی دې نظارت او کنترول کړي چې اسلامي بڼه لري که یه او تجربې  ته دې کېږدي! داسې ښکاري چې صداقت نه شته او د شرایطو نه شتون بهانه ېو منافقت او منافقت روان  دی!
افغانان د پنجابي حاکمیت د چوکیدارۍ منصب ته برابرول او د نورو تأریخي ماتو انتقام له افغان ملته اخیستل، د منلو وړ نه دی او دا ملت به دې حالت ته پوره پوره، نه ووايي!
الله ج دې خېر کړي، طالب ښکاري ځان ورته ډېر هوښيار ښکاري او هرڅه ته د ځان له نظره ځواب لري، پر نور ریشخند او پوزخند هم  وهي او چې منطق یې ختم شي د جمهوریت او د اشغال ، او سیکولارانو، سګ شویان، سوسبال خورانو … طعنې او  جفاوې په راپورته کولو په تمسخر پیل کوي! په يقین سره دا روستی خبرې او تمسخر ېو هم د اصلي بحث او دولتدارۍ له اصول د تخلف بحث سره اړه نه لري او داسې بحثونه منحرفول منافقت او دوکې  دي، چې د منلو وړ نه دی!
لطفا تصحیح مې کړئ! خوشاله به شم که تېروتو ته مې متوجه کړای شم!
الهي د نیکۍ هدایت وکړئ! ېو شمېر یې نه پوهېږي، څه کوي!
و ما علینا الا البلاغ المبین
دوکتور صلاح الدین سعیدی
۱۶/۰۴/۲۰۲۳
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸