آرشیف

2020-1-27

شاه ولی آرین

سولې، که جګړې ته نوې بڼه

څنګه کولای شو ډاډمن شو، په داسې یو پیچلي وضعیت کې چې د نړۍ زبرځواک طاقتونه، د هېـواد په روانه جګړه کې ښکېل هیوادونه، او د سیمې د یو شمیر حریصو ګاونډیو له لورې چې تل د نیابتي جګړې اورته لمن وهې، سوله دې راشي.
د سولې د نه راتګ ګواښ ځکه ورځ تر بلې باوري کېدای شې، چې دغه زبرځواک لکه امریکا، اروپا، روسیه، چین، هند، پاکستان، ایران، اسرائیل او سعودي عربستان د افغانستان او نړیوالې نیابتي جګړې اصلي لوبغاړي دي.
 همدا یو شمېر هیوادونه په افغانستان، لبنان، سوریه، عراق، یمن او حتی په ځینو افریقایې هیوادو کې د نیابتي جګړو اور ته لمن وهې او خپلو سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکي موخې عملي کوي.
 دوي په دغو نیابتي جګړو کې ګډې موخې لرې او د خپلو دغو ګډو موخو لپاره په نیابتي جګړو کې د راګېر شوو هیوادونو هیڅ پروا نه کوي.
 
همدا زبرځواک قدرتونه دي چې په جګړه اخته هیوادو کې یو بل ته امتیازات ورکوي، خو نه غواړي چې جګړې ختمی شې، ځکه د جګرو بیه د دغو مظلومو هیوادو ولسونه پرې کوي او ګټه یې زبرځواک قدرتونه تر لاسه کوي.
 
په ګران هیواد افغانستان کې روانه څلویښت کلنه جګړه، په ځانگړي ډول دا ۱۸ کلن ناورین هم د نړیوال استعمار او زبرځواکو قدرتونو ستره نیابتي جګړه او لوبه ده، چې کنترول او مهار یې د افغانانو له واک نه وتلې خبره ده، دا ځکه چې دغو استعماري قدرتونو زموږ د هیواد سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز بنسټونه دومره سره پاشلي او کمزوره کړي دي، چې د نفاق او بی باورئ له امله حتا ورور د ورور دښمن ګرزیدلی دی.
 
د هیواد په داسې یوغم لړلي حالت کې چې د افغانانو پاشلي ټولنیز جوړښت، د نیابتی جګړو زور په خاص ډول د حریص ګاونډي پاکستان مستقیمی لاسوهنې چې په سیمه کې د ساړه جنګ او نیابتي جګړې اوږدې تجربې لري، ددې خبرې شک په حقیقت بدلولی شې چې ممکن په هیواد کې د سولې د راتګ اوسنۍ هلې ځلې؛ د سولې لپاره نه، بلکې په جګړه کې د ښکېلو هیوادو هغه سیاسي چنې او لوبې وي، چې د خپلو ګډو موخو د عملی کولو لپاره یې کاروي.
 
حقیقت خو همدا دی چې سوله د افغانانو عیني او حقیقي اړتیا ده. د عملي سولې لپاره اړینه اړتیا دا وه او ده چې، لومړی باید په هیواد کې د سولې پلویان او د سولې مخالفین تفکیک شوي وای. د روانې جګړې د طرفونو، ځواکونو او تمویلونکو څیړنه او ارزونه، په کورنی، سیمه ایزه او بین المللي برخو کې حتمي او ضروري وه.
 
افغانستان او امریکا ظاهراً د یو نظامی او ستراتیژیک تړون پر بنسټ سره ملګري دي، نو ځکه د ریښتینې اوعملي سولې لپاره باید امریکا تر ټولو د مخه لومړی د افغان دولت سره د سولې په یو عملي چوکاټ خبرې او تفاهم تر سره کړی وای، چې دا یې یوه ستره تیروتنه وه.
 
دویمه اړینه موضوع چې د یوې ریښتینې سولې لپاره یې تر ټولو جدي اړتیا وه، د افغان نیابتي جګړې هغه زبرځواک اړخونه دي چې تر منځ یې خبرې، تفاهم او د ګټو بیلانس په افغانستان او سیمه کې ضروري ګڼل کیږي.
 
که چیرې د بهرني اړخ نه چې د مخه ورته اشاره وشوه راتیر شو، د سولې افغاني برخه هم دومره کړکیچنه او پیچلې را پاتې شوې وه او ده، چې په خپله د عملي او دائمي سولې د راتلو هیلې یې، ناهیلې او د ستر ګواښ سره مخ کړې دي.
 
سوله د جګړې د دوو اړخونو تر منځ تر سره کېږي. د افغانانو د جګړې کورني طرفونه طالبان او افغان حکومت دی، نو ځکه سوله باید د دوی تر منځ د خبرو اترو له لارې تر سره شي.
 
دا چې افغان دولت قانوني دی که نه؟ مشروعیت لري که نه؟ دا بېله خبره ده؛ اصلي خبره داده چې نظام شته، په نظام کې درې ګوني ارکان موجود دي، مسلح قوواوې شته چې د هیواد له حاکمیت نه ساتنه کوي او په مخامخ جګړه کې پر طالب جګړه مارو بر لاسې دي؛ نو ځکه که څوک یې منی که نه، خو حقیقت همدا دی.
 
دا چې موجود دولت د سترګواښ او چلنج سره مخ دی اود امریکا د ناسم سیاست له مخی په بین المللی اودیپلوماتیکو برخو کې طالب مشرانو برتري تر لاسه کړې، لاملونو ته یې لنډه اشاره کوم:
 
ـ د امریکا او اروپا اقتصادي او استعماري فشارونو افغان حکومت له هغو توانمندیو او خپلواک سیاست او عمل نه محروم کړی چې، نشی کولای خپل ځان پیاوړی او مستقلانه عمل وکړي،
 
ـ د جګړې تمویلونکو هیوادو افغان، نظام، ملیت دومره په بیرحمانه توګه د رشوت امتیازاتو، نقدي او وسله ایزو تجهیزاتو په ورکولو سره ټوټه او پارچه کړی، چې دا په خپله هم د دولت لپاره په یو خطرناکه ستونزه بدل شوی او هم د سولې په لار کې ستر خنډ دی،
 
ـ شپنیو بی پلانه عملیاتو، د دولت او د نظام له تفاهم پرته د خارجی ځواکونو چاپې او د بی ګناه انسانانو وژنه، د دولت کمزوری اقتصاد او ولس ته د ټولنیزو او لومړنیو اړینو مرستو نه شتون، د هیوادوالو او حکومت تر منځ ستر واټن را منځ ته کړی چې دا په خپله د هیواد مخالیفینو او زورواکو ته ښه موقع په لاس ورکړې چې اوبه خړې کړي او کبان تر لاسه کړي،
 
ـ د حکومت او دولت په دننه کې یو شمېر د سیاسیونو په نامه د غیر قانونی ګوندونو او نظامي ځواکونو په لرلو سره، همدا ډول د دولت  ۵۰٪ سلنه برخه چې د دولت او نظام شریک دی او هم د دولتی امکاناتو نه په استفادې سره  د دولت پر ضد هغه ببولالې خپروي او عملي کوي چې د استعمار او طالبانو ژرندو ته اوبه ورتویول دي،
 
ـ پورتنیو نیمګړتیاوو او ستونزو حکومت اونظام له دومره سترو ستونزو سره اولاس ګریوان کړی چې حتا په خپلو نږدې پلویانوهم اعتماد نه شي کولای او واک د یوې محدودې کړۍ په لاس کې لویدلی چې په غیراګاهانه ډول په داسې کړنو لاس پورې کوي چې هم یې نظام او هم یې ولسمشر د سختو ستونزو سره مخ کړی دی، چې اوسنی کادري سیاست یې روښانه بیلګه ده.
 
بل اړخ د سولی طالب چارواکي دي. تر هغه ځایه چې طالبان په بین المللی او دپلوماتیکو برخو کې یو څه فعال دي، اما په پراخه کچه لیدل کېږي چې له ډېرو داخلي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
 
لکه چې له مخه می د افغان دولت مجبوریتونو ته اشاره وکړه، طالبان هم کله چې مستقل نه دي، د روسیې، ایران، قطر، سعودی عربو چین، ایران او په خاص ډول د پاکستان تر جدي فشار لاندې دي او مجبور دي چې د دوی ګټې تآمین کړي او نظامي، اقتصادي مرستې یې هضم کړي.
 
د طالبانو بله عمده ستونزه په پاکستان کې د دوی د درې شوراګانو موجودیت او په هیواد کې دننه د نظامي قوماندانانو او ځواکونو تر منځ اختلافات دي چې حتا د قطر هیئت یې د سترو ستونزو سره مخ کړی، او اوربند ته چې د سولې د عملي کولو اساسي شرط او بنیاد دی، غاړه نه شې ایښودلای.
 
امریکا په سیمه کې د نیابتي جګړې ستر او مرکزي لوبغاړی دی، چې د خورا ډېرو قربانیو په ورکولو یې ځان دې مهمې او مرکزي ستراتیژیکي دریځ ته ځان رسولی دی؛ څنګه به وغواړي چې په اسانئ سره له دې مهمې سیمې نه بې له پوره او ډاډمن امتیاز او برخې، ووزي او پښې سپکې کړي.
 
زما په اند امریکا هم د دې لوبې اصلي لوبغاړی او ریفري دی، چې ښکاره ده نه غواړي ریښتینې سوله زموږ په هیواد کې رامنځ ته شي. د ترامپ د سیاست نه روڼوالی، د سولې د خبرو اوږدوالی، کله درول او کله په دغه یا هغه پلمه نوې خبری د افغانستان د دولت او نړیوالو اړخونو له مشورې او تفاهم پرته، د سولې په پروسه کې را منځ ته کول؛ د دې مانا لري چې د امریکا او ترمپ هلې ځلې به یوازې د راتلونکو ټاکنو له پاره کمپاین وي، نه په افغانستان کې سوله.
 
زما په اند په افغانستان کې د واقعي سولې د منځ ته راتلو اصلي لار ــ که  افغان دولت او طالبان یې په صداقت او ایمانداری سره غواړی ــ لومړی اوربند او بین الافغاني خبرو ته لار اوارول او په صادقانه توګه د جګړې د کورنیو اړخونو تر منځ د یو بل منل، د هیواد د اساسي قانون تر چتر لاندې ادغام او یو ځای کیدل، د ګډ حکومت جوړول، د موجود نظام  په اساسي قانون، ملکی او وسلوالو نهادونو کې په ګډه د اصلاحاتو او بدلونونو د راوستلو په نتیجه کې د شپـږو میاشتو، یو کال یا دوه کلونو په موده کې د سراسري پاکو ټاکنو له لارې د نوی، پراخ بنسټه ملي حکومت د جوړولو لپاره هلې ځلې؛ د روانو ستونزو د حل اساسي او بنیادي لار ګڼلی شو.
 
که امریکا، افغان دولت او طالبان هر یو د خپلو گټو په فکر کې وي او د هیواد لوړې ګټې، د سیمې او ګاونډیو هیوادو متقابلې ګټې، د افغان جګړې د ښکېلو هیوادو ګټې  او د د دغو ټولو اړخونه د ګټو بیلانس په نظر کې و نه نیول شې؛  فکر کوم چې روانه سوله به عملی سوله نه، بلکې روانې جګړې ته به نوې بڼه ورکول وي.
پای