آرشیف

2019-9-6

شاه ولی آرین

سوله که د ټاکنیز کمپاین هلې ځلې؟

ټولو ته جوته ده چې په امریکا کې په راتلونکی کال کې د جمهوری ریاست له پاره ټاکنی تر سره کیږی. څرنګه چې جمهور رئیس ټرامپ په تیرو ټاکنیز کمپاین کې امریکایانو ته ژمنه کړی وه چې له افغانستانه به خپلی قوواوی باسی، نو د همدی وعدی سره سم یې په افغانستان کې د سولی تر نامه له طالبانو سره خبری پیل کړی.
غواړم څو اړینو ټکو ته د هیوادوالو پام راوړم چې امریکا په هیڅ ډول نه غواړی چې په سیمه کې خپل پخوانې ستراتیژیک انډیولان د افغانستان له پاره له لاسه ورکړی:
 
باید په تا کید سره وویل شې چې د افغانستان له پاره د سولی پروګرام چې د متحده ایالاتو د ځانګری استازی زلمی خلیل زاد او طالب مشرانوله لوری په نهو پړاونو که تر سره شو؛ د امریکا له پاره هدف نه، بلکه یوه وسیله وه او ده. ځکه چې خلیل زاد په وار ـ  وار ویلی دی چې موږ ته د امریکا ګټی په لمړی ګام کې ارزښت لری او بیا وروسته په سیمه کې زموږ د ستراتیژیکو دوستانو.
د دی له پاره چې په افغانستان کې د سولی راتګ د امریکا له پاره هدف نه، بلکې وسیله ده څو مهمو ټکو ته اشاره کوم:
 
ــ امریکا د افغانستان له دولت سره ستراتیزیک او امنیتی تړون لری چې د بن د کنفرانس نه بیا تر ننه یې د دغه تړون حتا ۵۰ سلنه مواد نه دی عملی کړی کوم چې یې عملی کړی یوازی هغه څه دی چې د امریکایانو ګټی او موخی تمثیلوی او کومی چې د افغانستان د امنیت، ارضی تمامیت ،اقتصادی پرمختیا ، مخدره توکو د له منځه وړلو، ښی حکومتولۍ، مسلحو قوواو پیاوړتیا او نورو انکشافی پروژو په هکله چې هیواد له بحران نه کښلی شې، هیڅ عملی ګام تر سره کړی نه دی.
 
ــ د افغانستان دولت وار ـ وار دا د لاسوندونو په وړاندی کولو سره دا په ډاګه کړی چې په افغانستان کې د جنګ د دوام تمویلی مرکزونه په پاکستان کې دي، مګر امریکا په دی هکله داسی عملی ګامونه چې د امنیتی تړون له لوری یې دنده ده، عملی ګام نه دی پورته کړی او تل یې نسبت له افغانستان نه پاکستان ته لومړیتوب ورکړی دی.
 
ــ له طالب چارواکو سره د سولی د خبرو د مخه باید په ټولو جزئیاتو لمړی له افغان دولت او افغان ولس سره چې د جنګ اصلی قربانیان دی، خبری او مشوری ترسره شوی وای. د افغان دولت، سیاسیونو، اپوزیسیون او سیاسی ګوندونو اجماع او تفاهم د سولی د ټینګښت لمړنۍ شرط و چې زما له انده دا کار امریکا یانو په اګاهانه توګه تر سره نه کړ.
 
ــ که چیری ریښتیا هم امریکا په افغانستان کې د سولی ثبات نیت درلود، نو د طالبانو د دی غوښتنی په هکله چې نه غواړی د افغان دولت سره خبری وکړی، له پیل نه باید خپل دریځ اومخالفت ښودلی وای؛ ځکه چې که افغان دولت سره چې د جګړی یو اړخ دی خبری نه کوی، نو له چا سره باید خبری وکړی.
 
ــ  په روسیه، دوحه او پاکستان کې د افغان سیاسیونو غونډی د طالبانو د هیئت څرګندوالی د دولت له شتون نه پرته دا په خپله هغه برنامی اوتاکتیکونه وو چې د افغانستان سیاسی واکمنۍ تر سوال لاندی راولي او د افغانانو ملی یووالی کمزوری کوي او د طالب شتون ته نړیوال ارزښت ورکوي.
 
ــ د نهو پړاونو خبرو اصلی جزئیات تر اوسه لاهم سم او پوره له افغان دولت سره شریک نه شول، حتا چې مسوده یې دا اوس هم افغان دولت ته په لاس ورنه کړل شوه چې سیاسی اجماع او ولس ته یې د مشوری له پاره وړاندی کړی
ــ  دا چې د نهم پړاو په خبرو کې ځینی هغه څه د اوریدلو دی چې اوسني افغان دولت او نظام نفی کوي، دا هغه څه دی چې زما په اند افغان ولس او موجود سیاسی نظام باید جدی پاملرنه ورته وکړي او سیاسی هوښیاری نه کار واخلی.
تر ۱۹کلنی داسی یوی تباه کونکی جګړی وروسته چې افغانانو په کې خپل هر څه له لاسه ورکړي او دا جګړه امریکایانو د طالبانود اسلامی امارت د راپرزولو په خاطر پیل او تر اوسه دوام لري؛ که چیری دا ګړی امریکایان د سولی تړون د اسلامی امارت په نامه امضا کوأ، نو ټول افغانان که یوه زره افغانی وینه هم په رګونو کې ولري، باید په یوه خوله له امریکا نه دا وضاحت وغواړی چې دا دومره وحشتناکه، جګړه، تلفات، وژنی او ورانونی، یانی څه او د څه له پاره وی؟
 
ــ په افغانستان کې د امریکایانود دوه سره حکومت جوړول د یوه بحران د مخنیوی له پاره نه و، بلکې په راتلونکی کې د نوو بحرانونو د زیږولو او ستراتیژیکو موخو د عملی کولو د پلان برخه وه، لکه چې دا اوس د امریکا له لوری ولسمشر غنی ته زګنال، که چیری دی د امریکا د هوکړی مخالفت وکړی، نو امریکا د کارولو له پاره د سطرنج نورې مهري هم  لري چې ممکن یو یې عبدالله عبدالله وي چې د اجرائیه مشر له موقف نه یې ګټه پورته کړی.
 
ــ په نهم پړاو کې د اسلامی امارت منل، اور بند نه تر سره کیدل، دا چې خلیل زاد وائی:
 
«چې د طالبانو په مقابل کې امریکا او افغان دولت  دواړو جګړه وبایلله، د دی چانس کم دی چې ټرمپ به په موافقتنامه کې تغیر راولی، طالبان چا پوری تړلی راته نه ښکاری ملی روحیه لری.»
 
او داسی نوری ضد او نقیض څرګندونی د دی ښکارندوی دی چې د امریکا متحده ایالات له دی ۱۹ کلنی جګړی او اوسنۍ سولی نه یوازی د یوی وسیلی په توګه د خپلو سیاسی او ستراتیژیکو موخو او په سیمه کې د خپل شتون له پاره ګټه پورته کړه او همدا اوس ټرامپ د خپل راتلونکی انتخاباتی کمپاین له پاره له طالبانو سره چې د همدی امریکایانو،انګریزانو، سعودی عرب او پاکستان ګډه پروژه وه او ده؛ بی له دی چې د افغانانو غوښتنی او ملی ارزښتونه په نظر کې ونیسی، معاملی تر سره کوی او زموږ ګران هیواد د یو بل ستر بحران لور ته کشوی.
اساسی سوال دلته دی چې د امریکا اته سفیران، په لوړه کچه یو شمیر سناتوران، جنرالان، د ملی امنیت رئیس، وزیر خارجه او یو شمیر نور د دغه تړون مخالفت کوی؛ مګر زموږ په هیواد کې یو شمیر سیاستوال، سیاسی ګوندونه او په دولت کې اراکین د ولسمشری نوماندان د اشرف غنی سره د دښمني او ضدیت له امله، د ملی ارزښتونو د دفاع له لیکو ځان باسی او د امریکانو د دغو ضد افغانی کړنو پلوی کوی او یا په بی تفاوتۍ ورته رډی ـ رډی ګوری او مسؤلیت یې د غنی او اوسني نظام په غاړه اچوی.
 
ګرانو افغانانو!
 
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، که ورانیږی او یا نور هم د ورانیدو کندی ته ټیل وهل کیږی، هر څوک چې ځانته افغان وائی، دردمن کیږی. راځئ چې خپلمنځی اختلافات یو خوا کیږدو، د خپل ګران هیواد او ټاټوبی د نجات په خاطر لاس سره یو کړو دا د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول باید په ګډه د هیواد ژغورنې غږ پورته کړو، پرینږدو چې استعماری ځواکونه او د هغوی لاسپوڅي زموږ پر هیواد او خلکو معاملی تر سره کړي. دا د هیواد د ژغورنی یوازنۍ لار ده.
 
د هیواد د ژغورنې یواځنۍ لار، ملی یووالی.