آرشیف

2019-11-9

شاه ولی آرین

سوله که درغلي (دویمه برخه)

که چیری زموږ هیوادوال د تیرو اتلس کلنو پیښو نه چې هیواد یې ورځ تر بلی د بدبختیو افغان وژنو سلګونو نورو غمیزو لور ته ټیل وهل شو، پوره پوهاوی تر لاسه کړی وای، نو اوس به په دې پوهېدل چې امریکا زموږ د خلکو او هیواد په رابطه سم نیت نه لری.
 د امریکا او طالبانو تر منځ د سولی د خبرو په پروسه کې چې څو واره زلمی خلیلزاد افغانستان ته راغي،د هغو افغانانو سره د ده او جانبس ملاقاتونو دا بیخی روښانه کړه چې امریکا د سولی نیت نه لری، بلکه نوی لوبه یې پیل کړی ده.
 له غازی تڼی،عطامحمد نور،محمد یونس قانونی،محقق، تورن اسماعیل،حنیف اتمر،حامدکرزی، پیرسیدحامد ګیلانی،ضیا مسعود او داسی نورو منفي څیرو سره ملاقاتونه چې په دی اتلسو کلونو کې یې د هیواد او هیوادوالو ټولې مادي او معنوي شتمنې لوټ او برباد کړي، ایا دا په سوله کې د درغلي واقعیت نه دی؟
 د امریکا دغه عمل په اګاهانه او له پلان سره سم د هیواد د موجود نظام او دولت بی اعتباره کول او د طالبانو د موقف او اعتبار لوړول وو.
 د نړی سیاستوالو، اروپائی اتحاد او په امریکا کې د سنا یو شمیر وکیلانو او د امریکی د یو شمیرمطرحو جنرالانو له خولی وار،وار ویل کیـږی چې د تروریستانو مرکزونه په پاکستان کې شتون لري، هلته تربیه او تجهیز کېـږی او بیا د ورانۍ او افغان وژنې لپاره افغانستان ته رالېـږل کیږي.
 که چیری امریکا د سولی نیت درلودی، لومړی یې باید له اصلی مرجع پاکستان سره خبری پیل کړې وای، چې دا کار یې ونه کړ.
 په نړۍ کې د ځینو هیوادو د سولې له بیلګو نه څرګندیـږی چې د هرې سولې لومړی شرط اوربند وي، که امریکا په ریښتیا هم په افغانستان کې د دائمي سولې نیت درلودای، نو لومړی شرط به یې همدا اور بند واي، خو امریکایان یې هیڅ یادوي هم نه.
 د افغانستان د سیاست د ډگر له منفي څېرو سره د خلیلزاد لیده کاته او له طالبانو سره همزمان د مؤقت حکومت د جوړیدو خبرې؛ له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو نه کولو غږونه را پورته کړل چې له دغو دواړو غوښتنو سره خلیلزاد په عمل کې خپل ملاتړ وښود، او بې له دې چې د امریکا د یو سیاسي استازي په توګه د هغو ستراتیژیکو او امنیتی تړونونو په رابطه چې امریکا یې د افغان دولت سره لري، فکر وکړی او یا د افغان دولت سره په دی رابطه مشوره وکړي، د هیواد د غلو او طالبانو د دریځ د پیاوړتیا لپاره یې هلې ځلې وکړې.
 
دلته د لوستونکو له پاره د درو لاملونو روښانول اړین بولم:
۱ــ پورتنیویادو منفي څېرو او مشر یې حامد کرزي له خلیلزاد سره په ګډه د مؤقت حکومت نارې سورې پیل کړې چې له یوې خوا د ټاکنو مخنیوی وکړي ځکه په ټاکنو کې دغو هیواد تالا کونکو څیرو ته چا رای نه ورکوله او د مؤقت حکومت په جوړیدو کې ورته د دوی له نظره یوڅه واک ته د رسیدو شونتیا ښکاریده.
 د دوی بله موخه دا وه چې طالبانو ته ځانونه د موجود دولت مخالفین ثابت کړي تر څو که چیری په راتلونکی نظام کې د طالبانو برخه غوښنه وي، نو دوی ته به هم یوڅه برخه ورسیـږی او که نه د تیرو کړو او اعمالو د چور، چپاول، غصب او پانګونو له حساب او کتاب نه به ځانونه خلاص کړي؛ نو ځکه یې له موجود دولت او نظام سره له مشوری او مفاهمی پرته قطر،مسکو او پاکستان ته منډې را منډې ګړندۍ کړې، چې حتا د سولې په لویه جرګه کې یې هم ګډون ونه کړ او د جرګی د تحریم ناری یې پیل کړې. کاش چې د دوی دغه هلې ځلې د هیواد د لوړوګټو په خاطر وای،خو دوی ته خپلې تنظیمي، گروپي او شخصي ګټې مهمې ښکاریدې.
 ۲ــ طالبان هم د سولی نیت نه لري او په درغلۍ کې روان دی. له افغان دولت سره خبرې نه کول،د دولت له اپوزیسیون او د هیواد له غلو او بد نامو څیرو سره خبرې او ملاقاتونه تاکتیکي او یوازې د افغانانو د پاشلو، موجود دولت او نظام د کمزوري کولو او په بین المللی سطح د افغان دولت د ځواکمن کیدو د مخالفو هیوادو او ګاونډیو هغو هیوادونو سره چې په خاص ډول د هیواد اوسنی نظام او اشرف غني ورته ستر ګواښ ښکاري؛ د لا نږدیوالي او حمایت په خاطر بېځایه هلې ځلې تر سره کړې چې خپل د ۱۸ کلنی جګړی هوویت ته یې له ګټی نه ډېر تاوان تر لاسه کړ.دا چې وائی«کوږ بارتر منزله نه رسیږي» همداسې وشوول.
 اوس کاملآ جوته شوه چې طالبان ولې اوربند ته زړه نه ښه کوي، هغه په دې چې دوی اوس په څو ډلو ویشل شوي، واحد مرکزیت په افغانستان یا پاکستان کې نه لری، د قطر پروسه په داخل د هیواد کې په سیمه ایزو قوماندانانو لازم تاثیر نه لري، نو ځکه له اوربند نه ډډه کوي،یانی ممکن داخلی قوماندانان یې شاید رعایت نه کړي او که چیري دا کار بیا هم وکړي د جنګیالیو بیرته راټولیدل به هم ورته ستونزې را منځ ته کړی، نو ځکه کله چې د اوربند موضوع یاده شي، دوی یې مخالفت کوی.
 ۳ــ افغان دولت هم د خپل سیاسی موقف او د قدرت د تحکیم په خاطر تل دا ناری سوری وهلی چې د سولی په پروسه کې د افغان دولت نه شتون د دی مانا لری چې د ریښتینی او دائمی سولی راتګ به ناشوني وي. او د سولی په رابطه یې د ټرامپ پالیسیو او د زلمی خلیلزاد هلو ځلوته د شک په سترګو کتل تر څو چې یې په دغه رابطه خپله غږ او موضیعګیری د ښاغلی محب له خولی په صراحت سره د ترامپ او امریکائی مقاماتو تر غوږه ورسوله.
 همداډول افغان دولت د یوی دائمی سولی د راتلو او عملی هلو ځلو لپاره لوی جرګه راوغوښته چې په کې د ۳۰۰۰ په شاوخوا استازو د هیواد له ټولو ولایاتو څخه ګډون درلود. جرګې د یو شمیر اړینو پریکړو تر څنګ د انتخاباتو تر سره کول او د یو مشروع ولسمشر تر مشرۍ د سولی په پروسه کې د افغان دولت پر ګډون ټینګار، او د طالبانو او خلیلزاد هلی ځلی یې غیر عملی وګڼلی او د سولی په پروسه کې اړین او لومړی شرط اوربند او بین الافغانی خبری یې لازمی وګڼلی.
 سره له دی چې د دولت یو شمیر منتقیدین په دی باور دی چې محمد اشرف غنی د سولی اراده نه لری.ممکن همداسی هم وی،خو عجیبه دلته داده کله چې جمهور رئیس له قیدو شرطه پرته د سولی د خبرو وړاندیز کوی. همدغه منتقیدین او په دولت کې ورسره نیمائی شریکان یې هم ناری سوری پورته کړی چې دا فاشست دی له طالبانو سره سوله کوی،۱۸ کلنی لاسته راوړنې قربانی کوی او داسی نوری.مګر کله چې د حقیقی او دائمی سولی لپاره پروګرام او برنامه وړاندی کوی بیا ورته همدوی وائی چې دا خو ارزو ده او عملی نه دی غنی د خپل قدرت د تحکیم له پاره بهانی کوی.
 کله چې افغان دولت او محمد اشرف غنی د جمهوری ریاست په تاکنو تینګار کاوه اپوزیسیون، سیاسیونو او حتا په دولت کې ورسره شریکو، د جمهوری ریاست نوماندانو د عبد الله په شمول چیغی وهلی چې تاکنی ضرور نه دی باید د سولې له پاره هلی ځلی وشې.خو کله چې انتخاباتی کمپاینونه پیل شوول،تر ټولو ډېر ډاکتر عبدالله د ټاکنو لیوال و.
 د پورتنیو توضیحاتو نه می موخه داده چې بین المللی استعمار په سرکې امریکا او ځینې ګاونډي هیوادونه  د خپلو شومو موخو د عملی کولو په خاطر په ټوله کې افغانان، سیاسیون، اپوزیسیون او دولتی نظام دومر سره پاشلی او یو پر بل یې بی باوره کړی دی چې د دوی د درغلیو دسیسی په ډیرې اسانۍ سره عملي کیدلای شې.

نوربیا
 شاه ولی ارین