آرشیف

2019-3-31

شاه ولی آرین

سوله او ګواښونه

څه کم څلورلسیزی زموږ ګران هیواد افغانستان او هیواد وال د نړیوال استعماری تاقتونو او د سیمی د ارتجاع د ناولو موخو اوکړغیړنو هلو ځلو قرباني ورکوی.انګریزانو ،پخواني شوروی اتحاد ،امریکا ،سعودی عربستان او ګاونډیو هیوادو چین ،پاکستان، ایران هر یو په خپل وار زموږ د هیواد د کمزورئ او ورانئ له پاره له هر ډول حیلو او بهانو نه په کارولو د نفاق، تبعیض قومی ملیتی تعصب اور ته لمن وهلی او د (بیل یې کړه ایل یې کړه) د شعار په عملی کولو یې، انسانیت، عزت، افغانیت او ملی شعور راڅخه اخیستی او د سترو غمیزو سره یې لاس او ګریوان کړی یو. اندیښنه خو دا ده چې کله به سره پوهیږو، کله به سره یو کیږو او کله به یو واحد ملت د یو افغان په نامه سره جوړوو.
حقیقت خوهمدا دی تر څو چې پورته غوښتنی او اړتیاوی ونه منو او غاړه ورته کینږدو نه به له دی ستر ناورین نه خلاص شواو نه به مو سوله په برخه شې . استعمارګر، نیواک ګر او سیمه ایز دښمنان چې زموږ هیواد یې په واک کې دی هیڅکله موږ ته سوله نه راولی او نه باید تری دا تمه ولرو.
درنو هیواد والو!
اوسنۍ روانی هلی ځلی د سولی له پاره ځکه راته نیمګړی بریښي چې نه د امریکا او نه هم د طالبانو او دولت  په روانو خبرو او عمل کې داسی څه ښکاری چې دوی دی د افغانانو له پاره سوله راولې ځکه د سولی د عملی پړاو له پاره هغه لمړیتوبونه چې باید تر سره شوی وای تر سره نه شول او یا نیمګړی پاتی شوول.
سوله د افغانانو حیاتی اړتیا ده او د رسیدو له پاره که څوک ځان افغان ګڼی دواړه خواوی باید د سترو تیریدنو او قربانیو وړتیا خپله کړی او پر بهرنیانو په ګډه فشار راولی تر څو د دوی ګډی اړتیاوی او غوښتنو ته غاړه کیږدی.
زما په اند د روان جنګ اصلی عامل او ګواښ طالب او افغان حکومت نه دی بلکه کورنۍ مافیا، غاصب، زورواک،لنډغر او په سر کې امریکا ده چې د هیواد ټول ملی ارزښتونه،د هیوادوالو ملی یووالی، غرور، اخلاق او هر ځه یې د هیوادوالو د بی خبری او ناتوانی له امله قبضه کړی او د یو ستر ناورین سره یې لاس او ګریوان کړی دی.
که چیری بین المللی ټولنه، ګاونډی هیوادونه، افغان حکومت او طالبان په ریښتیا سره سوله غواړی نو د موجوده ګواښونو له منځه وړلو ته دی لمړیتوب ورکړی چې غواړم په ترتیب سره ورته اشاره وکړم.
ـ د سولی د پروسی د عملی کولو له پاره ۳ اساسی ټکو ته باید پاملرنه شوی وای او یا وشې:
۱- بین المللی اجماع او تفاهم د امریکا، روسیی، چین، هند ، انګلیس ، سعودی عرب او د اروپا ئی اتحادی تر منځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څارنی او ضمانت لاندی د افغانستان د سولی نه وروسته د راتلونکی حاکمیت او نظام نه په ټولو برخو کې کنترول او مالی حمایت.
۲- د سیمی او ګاونډیو هیوادو پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او چین د اجماع په نتیجه کې د سولی له پروسی نه د دوی پوره ملاتړ او ضمانت تر لاسه کول.
۳- په هیواد دننه د ملی اجماع رابلل د سولی د پروسی له پاره د دولت او حکومت،او په مجموع کې د سیاسی نظام تر چتر لاندی د سولی د عملی اقداماتو لپاره ځواکمن، با تدبیره، په هیواد او خلکو مین د ټول هیواد نه د ځوانانو او ښخو د استازو په نظرکې نیولو سره بی پری ټیم جوړول په صداقت او ایمانداری د هیوادنی سولی له پاره کوټلی ګامونه اخیستل.
۴- طالبان که چیری ځان ریښتیا هم افغانان ګڼی او په راتلونکی کې غواړی د هیواد په سیاسی نظام کې شتون ولری خپلی تیری نیمګړتیاوی جبران او باید د نا سم پوهاوی نه ځانونه را وباسی د افغان د بی وزله ولس او نظام پر ځای باید خپل اصلی په کور دننه او بهرنی دښمنان وپیژنی او د همدی ولس او نظام سره په ګډه یې د اصلاح او یا نابودی په لار کې ستر ګامونه پورته کړی.
د سولی د پروسی د پیل نه څو ناسمو، بګنونکو او سولی ته د زیان رسونکو عواملو یادونه ضروری ګڼم چې په راتلونکو کې د توجو وړ وګرزی.
ـ د افغانستان په سیاسی چاپریال کې د یو شمیر کړیو له لوری چیغی ، ناری او سوری پورته کیږی چې افغان حکومت د سولی په پروسه کې سیاسی ګوندونه او ځنی مشران څنډی ته کړی. خو که چیری ملی او انسانی قضاوت وکړو او دغه ګوندونه او مشران چې دا ناری او سوری وهی ویې څیړو په حقیقت کې به جوته شې چې دا ګوندونه نه دی بلکه نظامی تشکیلات دی، لوټمار او غاصب اشخاص او ځواکونه دی چې هره لحظه هیواد او هیوادوال ګواښی د هیواد ټول مادی او معنوی ارزښتونه یې غصب کړی په کور دننه او بهرکې شرکتونه، بانکونه، ملکیتونه د هیواد د قیمتی زیرمو نندارتونونه یې پرانیستی او د امریکا انګلیس ایران، پاکستان، روسیي، ترکیی اونورو نړیوالو مافیائی ډلو د حمایت تر چتر لاندی سری سترګې ګرزی چې د جمعیت اسلامی، حزب اسلامی، جنبش ملی، وحدت اسلامی ،د ملی کنګری ګوند او داسی نور یې ښکاره بیلګی دی .
که چیری طالب مشران او افغان دولت په ګډه د سولی د پروسی د عملی کیدو تر مخه دغه ستر ګواښ او خنډ رفع نه کړی له ستونزو سره به مخامخ وی. چې د هیواد د احزابو په قانون کې سیاسی ګوندونه له پورتنیو کړونو نه باید مبرا وی. نو ځکه د داسی ګوندونو او شتمنیو لغوه او ټکول قانونی جواز لری.
–  د سرتر سری ملی یووالی د راتلو په خاطر د هغو کسانو عدلی تعقیب او محکومول چې ځان افغان نه بولی او د پردیو په لمسون د هیواد د پاشلو او کمزورولو هلی ځلی تر سره کوی ضروری دی باید قانونی چلند ورسره تر سره شې .
– د نا قانونه وسلو،زورواکو او د نظام په مقابل کې ولاړه مافیا د قانون منګولو ته سپارل، بی وسلی کول چې د سولی د ټینګښت بل ستر ګواښ بلل کیږی خورا ضروری او اړین دی.
– د سولی د پروګرام د عملی کولو تر څنګ باید د دولت، طالبانو. اویو شمیر ملی مسلکی اشخاصو په ګډون یوه ځواکمنه اختصاصی محکمه جوړه شې تر څو د هیواد د ملی شتمنیو، دولتی ځمکو، بیت المال،طبعی زیرمو،د بیرته لاسته راوړلو او د هغوزورواکو او چارواکو نه قانونی څارنه وکړی چې دغه عملونه یې تر سره کړی وی،قانون پلی کړی او د سولی د لاری دا بل ستر ګواښ له منځه یوسی.
اوس چې د سولی پروسه د امریکایانو او طالبانو له لوری په دوحه کې پیل شوی نو دوام یې باید تر پایه په دوحه او یا افغانستان کې تر سره شې که طالبان په ریښتیا هم سوله غواړی او افغانی فکر کوی د امریکا،قطر او ملګرو ملتونو په تضمین دی خپل دفترونه په کابل، ننګرهار او قندهار کې وغواړی او ځان دی د پردیو له ګواښ اودیکتی نه خلاص کړی او په افغان دولت غږ کوو چې د دوی دغی غوښتنی ته مثبت او د وروری ځواب ورکړی.
– د پورتنیوټولو یاد شوو هیوادو چې د افغانستان په روانو ستونزو کې دخیل دی باید جدآ مخنیوی وشی چې دافغانستان د سولی له پاره د کنفرانسونو د جوړولو او د خپلو ګټو د ساتلو له پاره افغان ولس بیا د غمیزو د تکرار او د جنګ ددوام په لور ونه کاږی چې د مسکو کنفرانس او په کنفرانس کې د ګډونکونکو ترکیب زما د دی وینا روښانه ثبوت دی.د مسکو په کنفرانس کې ممکن د څو تنومحدودو کسانو پرته نور ټول هغه کسانو ګډون کړی وو چې د هیواد هست او بود، مادی اومعنوی هستی یې چور او چپاول کړی او د هیواد د بربادی اصلی عاملان همدوی او امریکایان وو او دی، نه طالبان.
په بښني سره زه دا حق ځانته نه شم ورکولای چې طالبانو ته برآت ورکړم د وژنو هیواد ورانونو او نورو ناخوالومسؤلیت  نه طالبان هم ځان نه شی خلاصولی او ملت ته به ځواب ورکوی.
– شاید طالبانو د مسکو په غونډه کې د هیواد له غلو، لوټمارو او د ملت له اصلی دښمنانو سره ناسته د افغانستان د اوسنی دولت او نظام د کمزورولو او د دوی د لاسته راوړنو محاسبه کړی وی خو په اصل کې داسی نه ده، طالبان د خپل غیر  مسؤلانه او نا سنجشه سیاست له امله  د روسیی او د هغه هیواد د لاسپوڅو د شوم پلان ښکار شوول او د خپل ۱۸ کلنی مبارزی ماهیت یې چې د بهرنی اشغال په مقابل کې یې ولس ته یو ځه مخه لرله له لاسه ورکړه هغه دا چې د یو اشغالګر پر ضد یې مقاومت کاوه مګر یو خو د همغه اشغالګر له اصلی عاملینو سره د دولت پر ضد د پټی معاملی په ډنډ کې لاهو شوول او بله دا چې د بل پخوانی او اساسی اشغالګر لیننیزم په ټغر او دسترخوان کیناستل چې دا به ددوی تاریخی تیروتنه وی او له دی وروسته باید کوښښ  وکړی چې بیا هیڅکله داسی تیروتنی  تکرار نه کړی.
– د دوحی په راتلونکی کنفرانس کې باید ټول اړخونه کوښښ وکړی چې هغه په هیواد او خلکو مین ملی شخصیتونه راوبلل شې چې له پورتنیو ستونزو او مرضونو نه مبرا وی او د خپل ګران هیواد  په خاطر مستقل، ناپییلي سوچ ولری د هیواد د استعماری او اشغالګرو تاقتونو په فکر کې نه بلکه د سولی، تفاهم او نږدیوالی په خاطر د بیګانوو نه د خپل هیواد ګټی ورته لمړیتوب ولری.
ـ د تالبانو د سولی د خبرو اصلی ادرس همدا امریکا، افغان ولس او همدا دولت او نظام دی چې له بلی هری مرجع نه یو څه نا څه مشروعیت لری نو ځکه هم په طالبانو او هم په دولت غږ کوم چې له موجوده فرصت نه لازمه ګټه پورته کړی او خپل ایمانی او وجدانی مسؤلیت د خپل هیواد او هیواد والو په برابر کې تر سره کړی.

 ومن الله توفیق
شاه ولی ارین دنمارک