آرشیف

2019-5-29

شاه ولی آرین

روسیه په افغانستان کې څه غواړی؟

 

روسیه په افغانستان کې څه غواړی؟

نن په مسکو کې د افغانستان او روسیی د خپلمنځی سیاسی او دیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه ونمانځل شوه. کله چې ددغی غونډی نوم، عنوان او ماهیت ته په غوور سره وکتل شې د ټولو بین المللی قوانینو او نورمونو په نظر کې نیولو سره باید دغی غونډی ته د افغانستان د دولت په استازیتوب یو دولتی لوړ رتبه هیئت را بلل شوی وای، اما برعکس نه دا چې دغه پرنسیب په نظرکې نیول شوی بلکه د دولت مخالیفین چې هر ورځ په سلګونه بیګناه انسانان د دوی د انتهار،بمی چاودنو او سل ګونو نورو دسیسو او توطیو ښکار ګرځی (طالبان) او له هیواد دننه نه کرزی او د ۴۰غلو هغه ماهر هیواد پلورونکی، هیواد ورانونکی،د ځمکوغاصبین، د هیواد دملی ګټو او بیت المال تالاکونکی، د قومونو اوملیتونو د نفاق او جلاوالی بنیادی دښمنان، دهیواد د ناامنیو اصلی عاملین د هیواد دفرهنګ اوملی ارزښتونو د له مینځه وړلو پردی جاسوسان، دهیواد په دننه اوبهرکې د لوړو قصرونو، بلډینګونو، بانکونو،او قیمتی زرو زیورو،ډبرو مالکان او په ټوله کې د هیواد د مادی او معنوی ارزښتونو لوټماران یې دغه ملی او بین المللی تاریخی ورځی په مناسبت را بللی دی.
نړیوال خو لا پر ځای پریږده ایا افغانان به نور هم همداسی وړانده او کاڼه وی.
 دې ۴۰ کلنی جګړی به د دوی شعور او وجدان همداسی بیده پری ایښی وی چې اوس به لا نور هم خپل دوست او دښمن و نه پیژنی. نه، نه… بلکل داسی نه ده.
انګریزان، روسان او امریکایان زموږ د هیواد هغه معلوم الحال دښمنان دی چې هیڅکله او په هیح وخت به زموږ دوستان نه شې،ځکه تاریخی پیښو وښوده چې دوی ته خپلی هیوادنۍ ګټی ډیرارزښت لری،مګر موږ ځینی افغانان په ډیره خواشنۍ سره یا د ملی ګټو په تعریف نه پوهیږو او یا دومره خپلو شخصی ګټو لیونیان کړی یو چې هر ډول ته نڅا کوو.
په تیرو کې مو د کمونست په نامه خپل ورور، عزیز، صادق او هیواد ته وفادار افغان د شوروی سره په نږدیوالی په دار زړاوه، سرونه مو تری پری کول مګر نن د همغو کمونستانو لاسونه او پښی نیسو او په خپل هیواد کې تری د ځان له پاره قدرت او حاکمیت غواړو.
دغه د خپلمنځی اړیکو ورځ چې اساس یې په رسمی توګه له ۱۹۱۹ کاله رادیخوا د غازی امان الله خان له لوری پیل شوی اودا چې د نمانځی له پاره یې جنابان هریو سید حامد ګیلانی، عطامحمد چور،محقق، خلیلی او داسی نورمسکو ته رابلل شوی دی او د غازی امان الله خان د استقلال چیغی وهی ایا تیر کال یې د غله سقاو د ځوی د تیګو نه ډک تابوت ته وږی نه وی ورکړی او د دین د خادم او ملی قهرمان په توګه یې د هیواد د ملی ارزښتونو په تپه کې د خښولو مټی نه وی بډوهلی.
په افغان مظلوم ولس غږ کوم چې د اصلی مجاهدینو، طالبانواو خرڅ شوو مجاهدینو، طالبانو ترمینځ د فرق انډول او پیژند د اسلامیت او افغانیت د عدالت او انصاف په اډانه کې سره بیل او تفکیک کړی.
لکه د مخه چې می وویل شوروی اوځای ناستي یې اوسنې روسیه زموږ تاریخی دشمنان دی، خاوره د مور حیثیت لری ، دوی په پنجده کې زموږ خاوره لکه پاکستان اوایران غصب کړی، د جدی د ۶ می نیټی دکرغیړن یرغل او تجاوز په نتیجه کې یې د دوه میلیونو په شاوخواکې بی ګناه افغانان شهیدان کړی، د هیواد مادی او معنوی ارزښتونه یې د خاورو سره خاوری کړی، دغه ژبنی، قومی، تنظیمی او سل ګونه نور د نفاق او بد بختی شومی پدیدی د دوی له لوری زموږ پر ولس تپل شوی اوتحمیل شوی چې لړی یې تر همدا اوسه دوام لری، که چیری دا د مقدس جهاد قربانۍ ،د میلیونو افغانانو وینی، معلولیت اومعیوبیت او د میلیونونو هیوادوالو مهاجرت پر حقه وو، خو په صراحت ویلی شم چې له داسی یوه تاریخی او معلوم الحال دښمن نه د سولی د راوستلو او په قدرت د حاکمولو تمه هسی بی ځایه خوب او خیال دی او هر څوک چې دا خوب او خیال باندی باور لری په دی باید پوه شې چې په اګاهانه یا غیر اګاهانه توګه د پردیو چوپړ او ګټو ته کارکوی او نوم به یې د هیواد د تاریخی دښمنانو په قطار کې ثبت وی.
افغان ولس له هغو کسانو نه چې ځانونه د جهاد او د شوروی د ماتی قهرمانان ګڼي او دطالب مشرانو نه چې دوی د بهرنې یرغلګروپرضد د مقاومت ناری سوری وهی دا تمه لری چې دوی به له دواړو یرغلګرو روسیی او امریکا نه په سیاسی او بین المللی ناستو اومذاکراتو کې د جنګی غراماتوغوښتنه کوی، مګر نن او سبا لیدل کیږی چې،دغه جهاد اوجګړی د هیواد  د ملی ګټو او ارزښتونو په خاطر نه بلکه د پردیو د ګټو او استخباراتی لوبو له پاره تر سره شوی او همدا اوس هم روانی دي.
حقیقت خو دادی چې د مسکو دغه ناسته هسی په نوم د افغانستان روسیی د خپلمنځی اړیکود سل کلنۍ په نامه جوړه شوی، خوپه ماهیت کې  رابلل شوو څیرو ته په کتو سره دا غونډه د افغانانو ترمینځ د نفاق ، بیلوالی ،او د روانی سولی د یرغمل اوپه هیوادکې د یو فاسد، مزدور، پردیپال، کمزوری نظام د جوړیدو له پاره چې د روسیی، پاکستان او ایران د ګټوداسارت اوغلامئ زنځیر په غاړه ولری بل څه نه دی.
 روسان ، امریکایان او د سیمی هیوادونه باید له خپلو کړنو او د افغانانو له تیر تاریخ نه پند او تجربه اخیستی وای. دوی او افغان هیواد پلورونکی باید په دی پوه شې چې واحد او با ثباته افغانستان د دوی په ګټه دی دا چې د بی ثباتئ او نفاق له پاره یې کار کوی بهتره دا ده چې د اتحاد او استحکام له پاره یې کار وکړی.
اوس افغانانو ته دا په ډاګه کیږی چې د بهرنیو پیاوړو لیکوالانو، اواستخباراتی مسؤلانو هر یو (میلتن بیردن، ریچارډسن ،ګیری شړون، هری،ساموئیل برګر،ریچارد کلاک،ریچ امریکائی،.الکساندرلیاخوفسکی، بوریس ګروموف، ډګرمن اناتولی اناتولی سودوپلاتوف، ویکتور سووروف،جنرال مایروف روسي، سنډیګال انګلیسی، پیټر تامسن او صالح محمد ریګیستانی) دکتابونو،لیکنواومستندولاسوندونو پراساس له سره دغه د په نوم د جهاد ټیکه داران اوطالب مشرانو د نظراوعمل استقلایت نه درلود اونه یې لری، بلکه د شنو ډالرو اوقدرت خرڅ شوی اجنټان،  وو او دي،چې دادی د ۴۰ کلنی جګړی وروسته د سولی په روانه پروسه کې په دولت کې اوهم د دولت نه د باندی، اپوزیسیون اوهم په طالبانو کې دغه ظرفیت په ټوله کې افغان ولس ته ښه او بهتره ښکاره او څرګند شو.
زه یو وار بیا په ټولو افغانانوغږ کوم بهرنیان او د هغوی غلامان او لاسپوڅی موږ ته هیڅکله سوله نه راولی، یوازی خپله په هیواد او خلکو مین افغانان سوله ګټلی او راوستلی شې، خو شرط یې دادی چې موجود نطام پیاوړی کړی، اصلاحات په کښی راولی، متحد شې واحد ملت جوړ کړی او د موجوده لاسته راوړنونه حمایت وکړی، موجود دولت او اپوزیسیون باید د مشروع اوقانونمندو لاروچارو اجماع او مشورو له لارو دسولی له پاره واحد سنګر جوړ کاندی او بیا وروسته له طالبانو سره د بین الافغانی خبرو له لاری د سولی او ګډ کار له پاره لارهواره کړی،غیر له دی نه پر بهرنیو تکیه کول او د هغوی په مرسته سوله راوستل قدرت ته ځان رسول هغه لارده چې (پخوا لا ترکستان ته تللی وه) که دغه متل مو هیر نه وی.

 د یو پیاوړی او ځپلواک لوی افغانستان په لور.