آرشیف

2019-12-15

شاه ولی آرین

راکش کېـږئ به حساب ته زورواکانو

د هـیـواد د هست او بــود داړه مـارانو 
لاجــورد، لـعـل زمــردتــه ښـامـارانو
 
ددی لـوټ وطـن پـوښتنه درنه کېـږې 
پــه قــدرت څـوکي خرڅ شوو غلامانو
 
د غـلـیـم، پـردي چـوپـړ کې به تر کله 
خـپـل ضمیراو وجدان پلوري غدارانو
 
د نفاق وحشت نه لاس واخلي جـابـرو 
د بی وزلـو ویـنـو څښونکـو شرمښانو
 
دا د چور دولت ماڼۍ حتمی ړنګېـږې 
کـه راویـښ شو دا ولس ټـول، خائنانو
 
یـوه ورځ بـه دا حساب درسره کېـږی 
ای د ځمکو،بـیت المال لوی غاصبانو
 
د اریـن کلام ته غوږ شئ یاد مو اوسه 
راکش کیـږئ بـه حساب تـه زورواکانو
 
دسمبر۷ نیټه ۲۰۱۹کال 
د آغوس ښار 
دنمارک
 شاه ولی آرین