آرشیف

2019-12-7

دوکتور ص. سعیدي

د ډاکتر ناکومورا شهادت او مونږ!

ښکاره ده چې د ډاکتر ناکومورا په شهادت افغان چارواکي، مونږ او افغاني ټولنه  د ستر انسان او د انسانیت سمبول داکتر ناکومورا ته، د هغه کورنۍ ته، د جاپان  خلکو ته او بشریت ته پاتې راغلو!
 
زمونږ اوږدمهاله نړېوالې ملیاردي مادي او معنوي مصارف هڅې او قربانۍ چې افغانستان ته راشئ او دلته سرمایه ګذارۍ وکړئ د ډاکتر  ناکومورا په شهادت او ورته تروريستي كړنو وژونکې ضربې او صدمې ویني او لیدلې دي. 
له دې څخه په ښکاره توګه زمونږ قسم خوړلي دښمنانو ګټه پورته کړې او ګټه پورته کوي. 
 داسې جنایت دوی په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه تنظیموي، برنامې او پلانونه ورکوی او اجرتي قاتلان یې تنيموي او بیا ډېر ځلي د حورو او غلمانو تجارت  هم پرې چلوي. 
هو دا جنایات زمونږ د سولې او استقرار، زمونږ د آبادۍ او عمران هلې ځلې ضایع کوي او د ضایع کېدو تصور او منطق یې سخت قوي کوي او قوي دی! 
نو دا مسأله او دا مسایل له دې جهته او لوري چې هم وي مونږ ته باید ډېرې مهمې دي. 
که د داکترا ناکومورا د قتل انګیزه د کنړپر سیند د پروژو لامل، د ګمبیري پر ډاګ د هغه شاړي مشکل او یا کومه بله انګیزه وي، خو په یقین د موجوده مدرنو امکاناتو، هوایي بالونو، ساتلیت عکسو، تیلفونو، د حادثې له محله عیني شاهدانو اظهارات، بالیستیکي آزموینې او د 
 فني، مسلکي باصلاحیته جنایی ټیم مؤظفیدل باور راکوي چې قاتل، قاتلین، داخلي او بهرنۍ انګېزه او یا انګیزې کشفیدل او متخلف عدالت ته سپارل او عدالت تأمینیدلای شي، خو که سیاسي او اخلاقي کلکه اراده او د مسؤولیت د اداء جدي  قصد وجود ولري. 
اوس چې مونږ د عادت له مخې په ژوند کې د نړۍ د ستر پرفیسور او معنوي سرمایو د ژوندو خیال نه ساتو او یا را ته بې اهمیته ښکاري او ډېر ځلي مو د زیارتونو بیرغونه کلک کړي، په مړو پسې روان یو زمونږ سترې نیمګړتیاوې  دي چې الله جل جلاله دې راته د نیکۍ هدایت وکړي.
 مونږ ته په کار ده چې  سر په ګرېوان کښته او خپل وجدان او خپله خولۍ قاضي کړو او په حال راشو!
 
 د افغانستان او د سیمې  په کړکېچونو او مظالمو کې په یقین د پردو او بهرنی  تور لاسونو وجود لري خو د خبرې منطق او سيمې عیني شاهدان وايی چې ددې جرم مستقیم مجریان افغانان وه. 
افغانستان او سیمه کې  د ۴۰ کلن مهاجرت او مجبوریتیو له کبله اجرتی قاتلان هم کم نه دي. 
د قاتل انګیزه به مادي مفادات وه، خو مونږ ته اصلي انګیزه، د پنجابي انګیزې مستندات لاس ته راوړل  په کار دي. 
هو ددې قضیې مستندات میندل ممکن دي که قوي اراده وي! 
 
 هو زمونږ مسؤولیت د بهرنیو لاسوهنه نه شي كمولای.
 
نو دا وړاندیزونه کوو  چې: 
 
د افغانستان د جمهور رئیس د فرمان له مخې دې
۱/ با صلاحیته نړېواله او ملي تحقیقاتي ټیم ددې جنایت د څېړنې او تحقیق لپاره وګمارل شي  او جدي تحقیقات دې پیل وشي. 
۲/ د متخلف او جنایت کار د نیولو لپاره دې معلومات ورکوونکی ته که په یوډول جرم کې شریک هم وي د سترې دولتی مالي جایزه او د ملی تاجرانو له خوا د نقدي جائزې او انعام  ورکولو اعلان وشي. 
د ګمبیري ډاګ دې په مکمله توګه د /۳
ډاکتر ناکومورا په نامه -د افغانستان د ګمبیري د ډاکتر ناکومورا ملی پارک – اعلان شي. 
د پارک د ادارې مشر دې د ناکومورا د کورنۍ مناسب غړی انتخاب او د پارک لپاره مناسب ټرست او ټرستي ( کامن لا) سیستم ایجاد شي. 
د ټرست په سیستم کې ملکیت د ټرست دی او عایدات یې د اولیه مصارفو له وتلو روسته د خیریه اهدافو او مقاصدو لپاره د یو غیر انتفاعی تشکل په بڼه  تنظیم شي. 
۴/ د معنوي قدر دانیو په لړ کې د نوبل او نورو ملي جایزو او مدالونو تنظیم او یو نیمه هنري فلم جوړول به هم د قدر دانۍ په لړ کې کار وي. 
د جاپان د مرستو او د داکتر ناکومورا د کورنۍ په پته د همدرۍ پیغامونو لړۍ جاري ساتل. 
دا او ورته کړنې د مسؤولیت د اداء ترڅنګ هغه ممکن تلافي کوونکي کارونه دي چې زمونږ د ذمه داریو بار په دې برخه کې سپکولای شي. 
و من الله التوفیق 
دوکتور صلاح الدین سعیدی 
۶/۱۲/۲۰۱۹
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸