آرشیف

2020-2-10

شاه ولی آرین

د فکر ټال

لنډه کېسه

اناره ترور زموږ پخوانۍ کلیوالونه وه. د هغې خاوند جلندر نومیده. کلیوالو به جلندر اکا ورته وایه. انارې ترور له هغه دوې لوڼې او یو درې میاشتینی ځوي درلوده، خو جلندر اکا لا پخوا د خدای په رضا تللی و.
ترور ته له خاوند نه یوازې یوه کنډواله کور ورپاتې و، چې یوازې ورته یوه سرپناه وه، لوڼې یې ښکلې وې،ځکه یو په بل پسې واده شوې. خو د انارې ترور خواره هېله خپل کوچنی ځوی مېرزمان ته وه، چې که خدای کول، هغه به ورته لوېـږی او له ستونزو نه  به خلاصېـږی.
ټولو کلېوالو ورته اناره ترور ویل او د ټول کلی د وړو زړو ترور وه. په ځوانۍ کې کونډه شوه، خو مېـړه یې ونه کړ او په خپلو بچو  کېناسته، نو ځکه نوره هم د کلي کور په خلکو ګرانه شوه.
هغې به وږی ټولول، شاقه کارونه به یې کول، خو د چا خبروته به یې ځان نه پرېښوده او په دې ډول به یې د ځان او یوازیني زوی، مېرزمان ګوزاره پری کوله. هغه دومره په کور کلې ګرانه وه، چې د ټولو کلیوالو کورونو ته به پرته له پوښتنې ورتله.
 
هغې به هر وخت د ځان او نورو سره داسې ویل چې:
«ورته ګورم چې مېرزمان راته ځوان شي، واده شي د مسیوڅښتنه شم او د مال دولت خاونده به شم. هو! ما دغه خوب لېدلی سوچ کې مې ګرځي کوم پـیـریا اولیـیا راباندې غږ کړی، همداسی به انشآ الله هم وشي»
 
مېرزمان هم ورو، ورو لوېده په کوچنیوالي کې خورا هوښیار، زېرک ماشوم و. تل به یې خوله له خندا ډکه وه، انارې ترور خپل هر څه له مېرزمان نه جارول. په اخترونو، جشنونو کې به یې ځان ته جامې نه کولې، خو مېرزمان ته به یې کټ مټ هغه جامې جوړولې کومې چې به ملک صاحب خپل ځوی ته کولې. اناره ترور به هر کله په فکراو ټال کې داسې روانه وه، چې د چا غږ به یې هم نه اوریده او د خپل او مېرزمان د ژوند د ښیرازه بڼ سوچ اواندیښنې به یې کولې.
 
کله چې مېرزمان د شپـږو کلونو شو، انارې ترور له نورو کلیوالو او د ملک صاحب له ځوی سره یوځای په یوه ښوونځي او یوه ټولګي کې کېناوه.
 
مېرزمان تر اتم ټولګي پورې ښوونځی په خورا مینه ولوست، په آزموینه کې به یې کله لومړی او کله دویمه درجه تر لاسه کوله. په دې ترتیب به د انارې ترور د اومېدونو د فکرټال نور هم پسې باوري کېده.
 
له بده مرغه کله چې مېرزمان د ځوانۍ د احساساتو په بڼ ورګډ شو، په اتم ټولګي کې د داسې هلکانو په لومه کې راګیر شو، چې هغو ته ښوونځی، کتاب او ښیګڼو هېڅ ارزښت نه درلود. ډېرځلې به داسې پېښيدل چې له کوره به د ښوونځي په نامه راووت او اونۍ، اونۍ به ښوونځي ته نه ورته. د دغو بې سرو او لوچکو هلکا نو سره به یې د باغونو، پالیزونو، هندوانو او خټکیو په لوټولو ورځې تېرولې.
هغه نور له ښوونځي او لوست نه پاتې شو. د ښوونځي دروازه یې پر مخ وتړل شوه. له لوست او زده کړې نه یې لرې کېدل نور هم ورته یو ستر ګواښ وګرزید، خو اناره ترور لا اوس هم بیخي نا هیلې نه وه. سوچ یې کاوه چې  خیر که مېرزمان  له درسه پاتې شو ځوان خو دی، یو بل کسب او کار به وکړي. په همدې امید به یې د ځان د تسلي په خاطر کله، کله له ځان سره داسې هم ویل:
 
پلاریې چیری ښوونځۍ لوستی وه»
 
اوس نو مېرزمان د کلي د بیکاره او کوڅه ډبو ځوانانو سره ملګری شو. قمار، چرسواو غلا ته یې مخه شوه. د کلي کور د خلکو خبرې یې نه اوریدې.
 
هغسې چې د مور په ذهن کې د مېرزمان عکس ایستل شوی و، نور هغسې نه و. ده د هیچا پروا نه ساتله. که به چا دده د ناروا کړنو نه د هغه مور ته شکایت کاوه، انارې ترور به د خپل ځوی په دفاعیه کې ویل:
 
«هغه وړوکی دی، نوی ځوان شوی، وايې چې پلار یې هم په ځوانۍ کې همداسې و، وروسته بیاښه شو»
 
او کله خو به یې له قاره بیا داسی هم ویل:
 
«خدایه د ټولو سترګې زما ځوی ته دي، د هیچا پرې ښه نه لورېـږی»
 
اوس نو د مور دغه نازولی ځوی نور د هیچا او آن د ملا صاحب جلات خان، چې ټولو کلیوالویې احترام کاوه هم خبره نه منله.
 
مېرزمان نور هغه مېرزمان نه و، اوس هغه د کلي غټ جوارګر او غل و. د باغونو او پالیزونو دغلاوو نه یې پښه د کلی پر کورونو او دیوالونو ور واوښته. له پلار نه ورپاتی مېراثي کور یې هم په جواریو کې وبایله.
 
انارې ترور چې هر کال د ژمې د پاره د وږو د دانو اوغلو نه یوڅه ذخېره ځانته ساتله، هغه هم د مېرزمان د جواریو خوراک شوه. اناره ترور د ځوی د دې بد سلوک له امله نورچا خپل کورته هم نه پریښوده. هغې ته هیڅ کلېوال نور د کور کار هم نه ورکاوه. د ژوند  ټولې لارې پرې بندې شوې. نور مېرزمان له کور سره مرور شوی و او په شپو،شپو کور ته نه راته. اناره ترور به کور کې وږې تږې شپې تېرولې او چا ته به یې له شرمه څه ویلی نه شول.
 
دا خواره مور نور د بې لارې ځوی کړو وړو کلیوالو ته دومره په نظر کې کمه کړه، چې نوره جوړه لېونۍ شوه. د ورځی له خوا بیا چا هیڅ د کوره بهر ونه لېدله، یوازې به د شپې له خوا کله ځینو لېدله چې د ځان سره به هسی غوریده او ویل به یې:
 
«مېرزمان، مال، دولت او مسیان، مسیان»
 
اوس نور مېرزمان په کلي کې ځای نه درلود. نور په کلي کې چا ونه لید. چا به ویل چې ایران ته ولاړ. ویل کېدل چې هلته هم د قاچاقو په تور بندي شو. هو!بندی.
له کلونو وروسته هغه داسې یو وخت کلي ته راغی، چې اوس نو پاڼه اوښتې وه. د زور او ټوپک شپیلۍ په غږیدو وه.د غلواولوتمارو چټئ مُهر شوې وه. اوس نو مېرزمان د ټوپک په سیوري کې د خپل کلي پاچا و. په شل کسېزې وسلوالې ډلې یې حکم چلیده. ده ظاهراً د پردیو پر ضد جهاد کاوه. حال دا چې په کلي کې یې پردي چېری وو؟
 
ده د خپلو هڅو په لړ کې ډېرکورونه د جهاد ترنامه لوټ کړل. ډېر بیګناه انسانان یې ووژل، پر هغه چا چې یې کور پلورلی و هغه یې هم و واژه. دوه درې ودونه یې په زور سره وکړل. د ډېرمال، دولت او اولادونو څښتن شو، خو اناره ترور چې په سترګوړنده او په وجود بېخي نا توانه شوی وه، د مېرزمان نه یې سخته کرکه راتله.
 
یوه ورځ مېرزمان غوښتل چې هغه د سترګو د درملنې لپاره روغتون ته بوزي، تر څویې  سترګې جوړی شي او هغه هېلې او د فکر ټالونه، چې یې د مېرزمان په هکله زړه کې لرل او اوس هغه هر څه هغه تر لاسه کړي وو په خپلو سترګو وګوری. هو انارې ترور چې د خپل ځوی د دې هوډ نه پوه شوه، د واره د کوټی نه را بهر شوه او د دغه ځای ټولو اوسېدونکو او د ځوی شل کسېزه ډله یې هم راوغوښته او په کوکو کوکو یې داسې وویل:
 
«هو! زما خوبونه خو ریښتیا شول، مېرزمان د هر څه څښتن شو، خو زه ډېره نیک بخته یم چې سترګې مې ړندې دي. زما د فکر ټالونه خو مېرزمان ډېر پخوا په سیند کې لاهو کړي وو. ما خو د داسی بې ننګۍ او بی شرمۍ مال، عزت او مسیان نه غوښتل، تو لعنت دې وي، په تا شرمېـږم چې ته مې ځوی یې، ستا د شرم نه ډکې درملنې نه مرګ راته  ښه دی.»
 
او په دی ډول اناره ترور د خپلو نا امیدیو په دریاب کې لاهو شوه. ورو یې د شهادت کلمه وویله، څو سلګۍ یې ووهلې او ځان یې رب ته وسپاره.
پای
 
 شاه ولی ارین