آرشیف

2019-3-20

دوکتور ص. سعیدي

د سولې پروسه او پاکستانۍ مکارې لوبې!

 

( محب   V  خليلزاد)

سوله او با عزته سوله سیاسي مصالحه او مذاکره د افغاني ټولو  وړ او لویو  خواو سره یو ضرورت، شهامت، انسانیت، اسلامی او  انساني او درست سیاسي موضع او عمل دی. دغې پروسې ته نباید د استخباراتي او دوکې پروژې په توګه وکتل شي! 
که مونږ افغانان  د با عزته سولې او استقرار اجماع لرو چې لرو، د انساني تجربه شوو علومو دا اجماع هم ده چې چېرې عدالت نه وي هلته مستقره او دوامداره سوله نه شي راتلای.
پردې هم د علم اجماع ده چې په هغه ټولنه کې استقرار نه شي راتلای چې هلته په سیاسي ستیج کې د ملت له لارې د ټولنې ریښتینی سیاسي ځواکونه حضور و نه لري. 
 دغه كې هم د علم اجماع ده چې قوي حاکمیتونه د ملت د ارادې پر بنیاد مېنځ ته راتلای شي او دوی دي چې ټولنه کې با اتوریته او قوت کار کولای او د سترو خدماتو جوګه کېدای شي. که د ملت اراده د حاکمیت په جوړېدو کې تمثیل نه شي، د معاملو پر بنیاد او د بهرتیو استخباراتو د فیصلو پر بنیاد حتی مجرب د اکسفورد د پوهنتون متخصص استادان هم د ښه خدمت جوګه نه شي کېدای. تقوی، مسلکي پوهه او سیاسي مشروعیت ددې مجموعې مکمل او بشپړ انځور دی او ددې کل د هر واحد کمبود دولتدارۍ کې د سختو مشکلاتو او د تجرید شوو حاکمیتو بې کفایته تصویزر کېدای شي او دي
په سیاسی ستیج کې د ملت او ټولنې د سیاسي  ځواکونو حضور په عالم اسباب کې د ښې دولتدارۍ یو د مهمو لاملونو دی چې د مشروعیت مسأله حلوي. خو د کلکو دروازو شاته د ملت د سرنوشت په هکله د ملت له حضوره پرته  د مقدماتي توافقاتو پر ځای یو بل ته یا دریم کس او خوا مقابل ته د کوټه والدار او اوالدار په ویلو او پټو معاملو نه شي کېدای او د منلو نه دي. دې برخه کې لن‌‌‌‌‌‌ډې لارې ( شارټ کټونه) نه شته او نه شي منل كېدای.  

مصالحه او توافقات باید  د تدریج او معینو پروسیجرو سره سر ته ورسي. 
که طالب لوری اعتقاد لري چې دده د خپل په تعبیر اسلامی حاکمیت د جوړېدو ټکل لري او د افغانستان اساسي قانون او  افغان حاکمیت دغه ساختار نه مني او  ړنګول غواړي. ددوی دغه باور او اعتقاد ددوی حق او مبارک یې. مصالحه د خپلو سپينو او خپلو نسخو نه د د تېرېدو خبر نه ده. خو که طالب پردې راسره توافق ونکړي چې  یا حاکمیت راتسلیم کړه او یا یې د پاکستان د ملیشو سره یوځای حاکمیت تر لاسه کوم او پورته اعتقادات په زور د ملت نه د هغو د مشروعیت له اخیستو پرته او د خپلې شوراء د فیصلې پر بنیاد عملي کوم، چې همداسې هم اظهارات لري او وايي د تا سره خبرې نه کوم او الحق لمن غلب. یا به سیاسي قدرت راکوې او یا دا هم د ای اس ای ټوپک او اول دې ستا متحدین لاړ شي او د اس اس ای برنامو او قدرت سره درځم او درنه قدرت اخلم نو بیا کابل _ افغاني حاکمیت او متحدین یې په‌، سر کې امریکه باید د طالب پر ځای پاکستاني ریاست ته خطاب شي چې ستا په ښارو او مرکزي ه‌‌‌‌‌‌ډو ته نږدې اوسېدونکي طالب او د ټولو تروریسني مراکز بند کړي او بله لار نه شته بې له جنګ.
ملت او نړۍ ته ویل په کار دي چې ما سوله او مذاکره غوښته او ټوله هڅه مې هم وکړې او دادی تاسې شاهد یاست،  خو پاکستان راباندې د طالب په ترور او دهشت، د خپلو ملیشو په زور جنګ تحمیلوي او زمونږ د سولې برنامه زما د تسلیمي برنامه تعبیروي نو بله لار نه شته بې له جنګ .
امریکې، نړۍ، او مسلمان ملت ته په کار دي چې پر متجاوز پاکستان متحد عمل وکړي.
د پاکستاني غېر مشروع سرطاني غدې او اپن‌‌‌‌‌‌ډکس اساسي چاره کول په کار دي او کله چې دغه سرطاني غده رفع او له مېنځه لاړه، پښتنو او بلوچو خپل حق تر لاسه کړ نو بیا په هماغه ورځ دې ټول بهرني هېوادونه له افغانستانه وځي او بیا دې طالب که د جنګ لار نیوله رامخ ته شي. 
تصادي نه ده چې طالب ملاعباس او شاهین د پاکستان د خواست پر بنیاد د افغانستان د امنیتي ځواکونو  بیا کباړ کول غواړي. دوی دا کار او دا افغان ضد جنایت یوځل د مجاهدینو په لاس وکړ. نور نو افغان ولس دا نه شي منلای.   
دې برخه کې  د جناب خلیلزاد مقدماتي توافقات باید د افغانستان او امریکې د رسمي توافقاتو سره منطبق شي.
دا استعماری ثبوت وي که امریکا د افغان لوري په عوض  پاکستان ته ( طالب ته) د افغان اولس عزت او شرف پټه معامله او خیرات کړي!

 مونږ استعماري برخورد  نه شو منلای او دا امریکایی حرکت به د مستعمرې سره د برخورد او معاملې معنا ولري.

سیاسي مصالحه کې  شوو افغاني  تعهداتو ته  باید صادقانه متعهد پاتې او  عملي وشي. دا کار او تواغقاتو سره دوکې او فریب باید ونشي. دلته  قول او عمل لېرې والی او ګمان کول چې دوکه به وکړي. غلط تصور دی. پاکستان ( طالب ) د بحث قضایاو په جدا کولو همداسې دوکه کول غواړي. مسایل کېدای شي جدا جدا بحث او کل کې توافق په کار دی.  بام جوړم او توافق کوم خو زینه بیا روسته غږیږو. دا خبره منطق نه لري. د امریکایی او غربي عسکرو په خروج توافق کوو خو د پاکستان د ملیشو او مداخلو خبره بیا ممکن توافق وکړو. دا دوکه ده او ښکاره دوکه ده. 

د جناب حکمتیار  د حزب اسلامي توافقات د افغاني حکومت سره او د کابل د ادارې  ددې توافقاتو کې پاتې راتلل د کابل ادارې حیثیت او صداقت ته کلکه څپېړه وه او ده.

حیثیت او اعتبار په سختۍ تر لاسه کېږي خو آسانه له لاسه تللای شي او ځي. 

 

دا په قطعي ‌‌‌‌‌‌ډول غلطه خبر ده چې د افغانستان د سولې خبرو کې دې مغرض همسایګانو ته فرصت ورکړل شي. د بن تجربه کفایت کوي.    

د با عزته سولې، مذاکرې او مصالحې لپاره کار او هڅې د وطن د امنیتي قواو ريښتیني تقویه او د وطن د عزت او ناموس نه دفاع اخلاقي، اسلامي او انساني مبرراتو تقویه او د لوړ انساني او اسلامي مورال څخه د برخورداره کېدو سره په دې لار کې د امنیتي ځواکونو تقویه کول همدا د مصالحې د هڅو سره باید استادانه تړاو ورکړل شي او باید تړلې وي او دي. که دښمن ددې حالت نه منفي او معکوسه ګټه پورته کړي چې کړې، نو دا به د بد منجمنت او بدې ادارې له کبله وي او دي. 

 

هو مونږ با عزته سوله چې هر افغان ددې وطن په سرنوشت کې د خبرو او تصمیم خپل متناسب  حق ولري او د افغانانو خپل مېنځي تصمیم وي، غواړو. 

امریکه له هر چا سره د کېناستو حق لري او طالب سره هم. اما د افغانستان د سرنوشت په هکله دریم هېواد، همسایګان او امریکه د تصمیم حق نه لري. 

په یقین سره وایم چې د قطر او دوحې د مذاکراتو نه د افغان کابل – افغاني حکومت د جناب خلیل زاد لخوا نه بلکې د پنجابي حکومت د برنامو او غوښتنو پر بنیاړد او پلان او د طالب له خولې بهر پاتې شوای او بهر پاتې کېدل یې غواړي. پاکستاني ریاست حتی د خپل د لاس جوړ شوي د مجاهدینو حاکمیت هم د ستر مشکلاتو سره مخامخ کړ. پاکستان افغانستان ته له سره حکومت نه غواړي.  

روستیو حالتو او د مذاکراتو لړۍ ته په کتو زمونږ د طتلب سره د مذاکراتو د ضروت غوښتنه سخته ټکنۍ کوي او دا را ته یقیني کیږي چې  د پاکستاني ادارې پلان او برنامه د افغانستان تباهي  او طالب یې آګاهانه او یا د جهالت له مخې مجري دی. خو دا دجهالت، مجبورۍ او اسارت فکتور او لامل د پاکستان، طالب په روابطو او اړیکو کې د تراژېدۍ اصلی لامل دی. 

دا هم ښکاره ده چې جناب خلیلزاد د خپل مأموریت د وقت د محدودیت او د جناب ترامپ  د الحاح له کبله، دی او افغان لوري  دغې پاکستانۍ لومې او تشنج ته ښکېل کړل.

امریکایي لوری، جناب خلیلزاد او افغان کابل حاکمیت ته په کار ده سره کېني او د همکارې او همغږۍ قاعدې سره روښانه کړي. 

امریکه د وړو متحدو هېوادو په تهدید او د افغانستان د امنیتی سلاکار پر برطرفۍ تأکید ته نباید ټيټ شي او د استعمارګر او مستعمرې اړیکې او خواص اختیار کړي. 

د جناب محب د یوې برخې شخصي اظهارات، د امریکې تند او جزا ورکونکی موضع د افغانستان او امریکې د ګټو پر ضد حالت دی او بهره ترې پاکستاني جنرالان او تروریستان پورته کوي. 

د افغان خواخوږي طالب نه غوښتنه کوو چې د پنجابي لومو ځان خلاص کړي او د افغان اولس، د مسلمانانو او بې ګناه خلکو د وینو د توئيدو د ادامې مخه ونیسي. 

د کابل حکومت سره خبرې کول، د طالب سره خبرې کول د عیني واقعیت په توګه د خپلو مشروعو اصولو تېرېدل نه دي. خو که خپلو اهداف او موخې د ټوپک له لارې تحمیل غواړئ، نوبیا بله لار نه شته بې له جنګ. 

 زه باور لرم چې پاکستان مکار او دوکه باز حاکمیت د طالب مشرانو سره سختې نارواوې وکړې او لیا هم کوي. د طالب د زوی، لور، مېرمنې  امنیت د مرتد پنجابي پوځ  لاس کې دی او طالب به هغه لوبه کوي چې د ای اس اس ساز یې غږوي. دا مشکل باید حل شي. 

زه باور لرم او ټولو مستنداتو ثابته کړې او ثابته به کړي چې ددې ټولو ناخوالو او جنایاتو لامل به نور هم وي چې دي خو د پاکستاني استابلشمنټ لامل یې ‌‌‌‌‌‌ډېر ستر او اساسي ثابتیږي.

امریکه، نړۍ او افغانان دې دغه اساسي فکتور او لامل حل کړي، نور نو افغانان توافق ته په یقین ( ان شاء الله تعالی ) رسېدلای شي او رسېږي. 

بې تفاوته مه پاتې کیږئ! 

حق او منطق یې عام کړئ! 

و من الله التوفيق 

دوکتور صلاح الدین سعيدي

٢٠/٣/٢٠١٩

٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨