آرشیف

2019-6-13

دوکتور ص. سعیدي

د سولې دپروسې پېچلتیا!

 

دلمړۍ برخې /  لمړۍ برخه

د افغانستان د جمهور رئیس امنیتي سلاکار جناب حمدالله  محب  په خپله ځانګړي روستۍ تلویزیوني  مصاحبه او خبرو اترو کې د وطن د سولې او حالاتو برخه کې په ريښتیا خپل ملي او وطني مواضع په پوره درایت او تدبر بیان کړې. 

خو دا چې ولې دوی او یېو شمېر نور د افغانستان د سولې د پروسې په پېچلتیا معتقد دي  او جناب محب د پاکستان او د افغانستان  د اړیکو په برخه کې د پاکستان ارادې ته اوس خوشبین ښکارېده ماته معمایي او غیر  واضح او یا ټاکنیز مجبوریتونه او تأکیدات ښکاره شول. 

 

ما سره د جناب  محب د افغانستات د سولې د پېچلتیا پر تأکید ‌‌‌‌‌‌ډېرې پوښتنې او یوه خاطره را یاده شوه او لا په دې فکر کوم چې د جناب محب د افغانستان د سولې د پېچلتیا نه موخه او هدف څه وه او څه دی؟

 د پېچلتیا تر نامه لاندې جناب محب څه مفهوم رسول غواړي او څه غوښتل؟

څه یې په زړه کې دي او څه مالومات لري چې دا پېچلتیا نه شي آسانه بیانولای؟

 د افغانستات د سولې برخه کې  د پروسې پېچلتیا څه کې ده؟

زما په آند دلته د عامې قاعدې سره سم، د سیاست د الفباء سره سم د ګټو، مصالحو او منافعو خبر ده او دا وسله او دا جګړد پردي جګړه ده.

دافغانستان د استقلال له حصوله روسته او له افغانستانه د روسانو د  پوځي حضور نه روسته ( ۱۹۸۹م) دا جګړې نوي ابعاد پېدا کړل چې  بیا هم د نورو ګټې او د نورو ټوپک او د نورو د موخو حصول او د افغان وژنې او افغان د قربانۍ واقعیتونه په کې نغښتي وه او دي. نو پېچلتیا یې څه کې ده؟ 

 

زه یو وخت د کابل د ده سبز  ابتدایه محکمې کې غړی وم او د  ده سبز د ولسوالۍ محکمې ودانۍ د کابل په  بي بي مهرو کې وه. 

مونږ  د دې ابتدایه محکمې رئيس، قضایي غړي ، محرران او د محکمې چپړاسیان ( خدمه ) لرل.

محکمې کې به مو د نورو قضایی چارو سره سره د مختلفو وثایقو کار هم کاوه. اقرارخطونه، وکالت  خطونه، حصر وراثت، د میراث  مسایل، نکاحنامې او داسې نور مدني او جزایي مسایل د کار مختلفې برخې وې.

ما د نوي قاضي په توګه دې ټولو عرصو کې په ټول سرعت او الله (ج) حاضر او ناضر دی چې په ایماندارۍ کار کاوه.

محکمې ته به د خلکو د مراجعې سره سم د محکمې رئيس قضیه واخیسته او بیا به یې د محکمې یو یا دوه قضایي غړو ته  د هغه کار د اجراء دنده وسپارله.

د محکمې قضایي غړي به چې یو یې زه هم وم د سپارل شوې دندې شرعي، قانوني او قضایي برخه  اجراء او خلاصه کړه او بیا به د محکمې محرر  ( کاتب)  را وغوښت چې د کار تخنیکي او کتابتي اړخ لپاره زمونږ یعنې مربوطه قاضي له خوا اجراء شوای کار د تخنیکي لحاظه بشپړ کړي. د معمول سره سم به مراجعینو د کار د تخنیکي اړخ د اجراء د قضایي بخش له ختمه روسته معلومات غوښتل.  قاضي به محرر ته مخ کړ چې څومره نور کارونه او وثایق د لیکلو لپاره لري؟ او څه وخت دا وطنوال خپل سند د اخیستو لپاره راشي؟ محرر به ماته وکتل، بیا به مراجعه کوونکي ته وکتل او د سترګو لاندې چپړاسي کاکا عبدالله ته وکتل او بیا به را غبرګ شو: بیادر کارت میشه خو کم مشکل داره!

وروره کار به دې وشي خو لږ پېچلتیا لري!

ما به پوښتنه وکړه چې څه پېچلتیا لري؟ 

محرر به ځواب شو:

قاضي صیب: من حلش میکنم کمې مشکل داره! لږ پېچلتیالري!

او دوی به لاړل او بیا به یې کار حل وه.

درې څلور میاشتې روسته چپړاسي کاکا عبدالله راغئ او راته یې غوږ کې غلې غلې  وویلې:

قاضي صاحب: میداني زمانیکه محرر صاحب به مراجعین میگوید: کارت میشه خو‌کم‌ مشکل داره،

کار دې کېږي خو لږ پېچلتیا لري! 

چه معنا داره؟

جواب مې ورکړ، هو پوهیږم. متعجب شو او پوهېده چې نه پوهېږم خو بیا یې هم په ځانګړي ارادت پوښتنه وکړه: بگو‌هدف محرر چیست که میگوید:

کارت میشه خو‌‌کم مشکل داره! 

کار دې کیږي خو لږ پېچلتیا لري!

ورته مې وویلې. چې محرر نور وثایق لري او نور کارونه لري چې هغه خلاص کړي بیا ددې کار کوي.

چپړاسي کاکا عبدالله په خندا شو او راته یې را غبرګ کړل:

قاضي صیب جوان هستي و تجربه نداري:

مشکل ( پېچلتیای) که محرر پیش شما به مراجعین میگوید و بعد به اطاق محررین برای مراجعین  میرساند همان رشوت است که به مقدار وسیع و بلا استثنا از تمام مراجعین میگیرد و شما خبر ندارید!

ګواکې سترگې مې د سر له کاسې ووتې او سم د لاسه مې د محرر خونې ته ور ننوتم. له ناستو مراجعینو سره په خبرو او د مشکل حل می وکړ، لږ موده روسته مو محرر تبدیل کړ او په پېچلتیا د خبرې بیا پوه شوو.

نو اوس د جناب محب د سولې د پېچلتیا مرکزي بُعد او اړخ کوم دی؟ 

او دا د سولې د پروسې پېچلتیا کومه ده؟ 

د افغانستان د سولې د پروسې او د سولې یوه پېچلتیا په کې مهمه ده او شته چې جناب محب یې شاید له وېلو عاجز وي او هغه داچې د جګړې، د ترور، د دهشت، د خودکشه، د انتحار، د انفجار، د ټوپک سالار او د نارامۍ شتون دی چې زه یې متقاعد کړای یم چې د دنیا، د بهرنیو  د پوځونه او د امریکایی پوځي  ا‌‌‌‌‌‌ډو او پوځونو شتون افغانستان کې زما  په اړتیا بدلوي او ماته  د هغوی د شتون سره د منطقي اړتیا منطق تحمیلوي.  

نو که ددې اړتیا او ددې پېچلتیا لاملونه لېرې شي نو بیا به د بهرنیو د پوځيانو ا‌‌‌‌‌‌ډې ‌ او حضور ته، زما په خاوره کې اړتیا نه وي.

ددې حالت بل اړخ او منطق دا دی چې داسې ځواکونه شته چې ددې خطرو سره ما مواجه ساتي او دا ددې سبب کیږي چې پر خپله خاوره او خپل وطن په خپل لاس او خپله خوښه د پردو پوځیانو حضور او ا‌‌‌‌‌‌ډې په يو ‌‌‌‌‌‌ډول توجیه او مبرر یې ومنم. په دې توګه د خپل وطن استقلال، ځمکنی او هوایي حریم او واک د بل لاس کې پاتې کېدل ومنم.

هو دا ماته هغه مشکل، پېچلتیا او کړکیچ ښکاري چې ممکن د مختلفو لاملونو له کبله یې جناب محب ویل نه غواړي. هو دا یو ستر او اساسي لامل دی.

که دسولې د  پېچلتیا  نه موخه دا وه نو بیا دا پېچلتیا او دا کرکیچ منم او دا پېچلتیا شته.

داسې پېچلتیا چې شته نو بیا به څنګه د افغانستان د سولې او استقرار لپاره دلته او هلته یو شمېر باسواده بې سواده څېړونکي!? او د امور مسوولین د افغانستان او سیمې د سولې او استقرار برخه کې د سیمه ایزې او نړېوالې اجماع تاکیدات لري. 

هغه مې د طالب، داعش، ترور په تهدید ځان ته محتاجوي او زه ورنه زما د سولې اجماع غواړم. عجیب حالت نه دی؟ 

هغه بن لادن او زاړه او نوي همکاران یې د خپل هېواد نه بهر او ‌‌‌‌‌‌ډېر لرې په افغانستان او دغه سیمه مصروف کړي او که زما وطن کې سوله وشي نو تروریستان به واپس خپلو ځي او هلته به جهادي کارونه کوي، نو هغه لېونی دی چې د خپل مصروف دښمن مصروفیت کموي او ما سره مرسته وکړي چې زما وطن کی سوله راشي!

 دا منطقاً قوي استدلال نه دی.  

د لمړۍ برخې پای

۱۰/۶/۱۹

بې پایانه پای
‌‌‌‌‌‌ډاکټر صلاح الدین سعیدي

٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨