آرشیف

2019-5-2

شاه ولی آرین

د سولی د مشورتی لوی جرګې نه د ولس غوښتنه:

څرنګه چې می د جرګې له تالار نه د دوه دری تنو ځوانو ګډوالو غږ واورید چې په نارو او سورو یې ددی پردي تپل شوی جګړی پای غوښتاو د اوربندغوښتنه یې کوله له واره یوی بلی اساسی ستونزی ته می پام راواوښت چې سمه ده چې جنګ په ریښتیا هم یوه بده پدیده ده او هغه لاملونه چې جنګ یېغزولی اولاهم غواړی چې ویې غزوی د جرګه والو پاملرنه ورته باید راواړول شې.
۱- دسولی هغه شورا چې سلګونه بی کفایته د سولی ضد شخصیتونه په کې غړیتوب لری او دهیواد د بیت المال نه میلینونه افغانی مصرفوی او مشریې ښاغلی خلیلی دی چې عملا یې دادی د مشورتی لوی جرګی د تحریم کونکو په قطار کې ځای ونیو،نوځکه د داسی یوی د سولی ضد شورا موجودیت دهیواد له پاره اړینه نه ده بلکه همدا د سولی لوی جرګه باید دسولی نوی شورا نه د کمیت له پلوه بلکه د کیفیت په نظر کې نیولو سره وټاکې.
۲- د بهرنیو د فشار له امله څو ورځی د مخه د جنګسالارانو،لوټمارانو او د هیواد دسولی د دښمنانو په ترکیب دسولی یوه شورا د حکومت له لوری وټاکل شوه چې افغان ولس ته هیڅکله د منلو نه شې کیدای ځکه اکثریت غړی یې هغه کسان دی چې سولی ته ژمن نه دی نو ځکه د دسولی د مشورتی لوی جرګی نه هیله داده چې دغه شورا لغوه او د لوی جرګی له لوری یوه داسی شورا وټاکل شې چې هیواد او سولی ته ژمن وی.
۳- ولسمشر د بین الافغانی خبرو له پاره ۲۵۰ کسیز لیست د هغه فشار له امله وټاکه چې په نوم سیاسیونو، جنګ سالارانو په نوم سیاسی ګوندونو، قومونو غوښتل چې د هر یو استازی په کښی وی. چې دغه لست هیچا ته د منلو وړ نه وو.اوس نو د راتلونکو خبرو اترو له پاره اړین دی چې د سولی مشورتی لوی جرګه په ډیر دقت سره هم د بین الا فغانی مذاکراتو له پاره یو هیئت وټاکې.
۴- د اوربند غوښتنه او عملی کیدل د سولی ریښتینی او ولس ته د منلو او اعتماد اصل دی او دواړه لوری باید دا ومنی.
۵- افغان ولس له طالبانو هم غوښتنه لری او غږ پری کوی چې دوی دی هم د افغان ولس اصلی پته نه هیروی، د لوتمار، جنګسالار، دځمکو د غاصیبینو،د بهرنیو د جاسوسانوپر ځای دی افغان ولس ته مراجعه وکړی ،دا د واقعی او دایمی سولی د عملی کیدو اصلی لار ده او تر اوسه چې تاسو په مسکواو یا بیا له همداسی څیروسره د سولی هلی ځلی کوی ،هیواد وال مو سخت اندښمن کړی او له بله پلوه دا ستاسو د پردیو په مقابل کې جهاد اومقاومت هم د ګواښ سره مخ کوی. پای

د سراسری سولی د راتلوپه هیله

شاه ولی ارین دنمارک