آرشیف

2019-10-25

شاه ولی آرین

د سولي د خبرو بیا پیل

په دی کې هیڅ شک نه شته، چې په ګران هیواد افغانستان کې سوله د نړی، سیمي او افغانانو په ګټه ده؛ خو دا چې ولی نړیوال استعماری ځواکونه او په سیمه کې د هغوی ستراتیژیک ملګری او د هیواد په دننه کې یې لاسپوڅي د خپلو شومو موخو د ساتلو او عملي کولو له پاره د سولی د شعار پر وړاندی کولو سره خپل ولسونه غولوي او د یوې بشپړې او دایمي سولې د عملي کیدو په لارکې دروغجنې هلې ځلې کوي. داهم نړیوالو ته او هم افغان ولس ته د امریکا او طالبانو د تیر پړاو په خبرو کې روښانه بیلګه یادولی شو.
د تیر پړاو د خبرو څو اساسي نیمګړتیاوو ته د لوستونکو پام را اړوم:
 
ــ د دوو متضادو جنګي ډلو تر منځ د سولې د خبرو لومړنۍ اساسي شرط اوربند وي، چی دا عملی نه شوو او د سولې د خبرو په جریان کې د دواړو لورو له خوا جنګ شدت وموند او د بیګناه انسانانو وژنه دوه چنده لوړه شوه.
 
ــ د امریکا د استازي زلمي خلیل زاد او طالبانو ترمنځ د ۹ پړاو خبرو پریکړو سره د امریکا د ځینو ستراتیژیکو مرکزونو او ځینونوروسیاسی کړیو مخالفت  وښوده چې د ښاغلی ترامپ د طالبانو سره په خبرو کې په امریکا کې د یوی اجماع په نتیجه کې د خبرو پریکړه نه وه کړی، نو ځکه له مخالفتونو او غبرګونونو سره مخ شو.
 
ــ د امریکابله لویه تیروتنه دا وه چې د خبرو د مخه یې باید د ناټوغړوهیوادو او اروپائي اتحاد له مشر تابه سره، چې ددوی د جګړې د پیل شریکان وو اجماع او تفاهم تر لاسه کړی وای.
 
ــ د  سیمی اوګاونډیو هیوادو سره د متقابلو ګټو د انډول په نظر کې نیولو سره د سولی د خبرو د مخه تفاهم او ضمانتونه ورکول د واقعی او دائمی سولی بل اساسی شرط و، چې امریکا ورته پاملرنه ونه کړه.
 
ــ د امریکا بله ستره تیروتنه د هیواد په دننه کې د افغانانو تر منځ د یو سرتاسری اجماع او واحد نظر، نه رامنځ ته کول او افغانان، د سیاسیونو، مختلفو ګروپونو، تنظیمونو په نامه ویشل او په قطر، مسکو،پاکستان کې د مختلفو زاویو او نظریاتو سره مخامخ کول او افغان دولت څنډی ته کول، طالبانو ته مورال ورکول وو.
 
پورتنیو نیمګړتیاو طالبانو ته ښه فرصت په لاس ورکړ چې نور هم ځانونه غښتلي او د میدان وړونکي وګڼي او دومره لوړې غوښتنې مطرح او ټینګار پرې وکړي چې نه د امریکا ولس او نه اروپائي اتحاد او نه هم د سیمې د ځینو هیوادو او هم افغان دولت او خلکو ته د منلو وړ وی، همدا علت و چې خبرې ودریدې او طالبان یې هک پک پاتې کړل.
 
طالبانواودهیواد کورنیو دښمنانو،ځینومغرضوګاونډیوهیواد په ټول قوت سره وغوښتل چې په هیواد کی دجمهوري ریاست د ټاکنو پروسه د ناکامیو سره مخ کړي، خو په دغه شوم هدف کې بریالی نه شوول، ټاکنی تر سره شوې پایلی یې دادي د معلومیدو په درشل کې دي. په داسی حال کې چې د مختلفو بهرنیو هیوادو د استازوتګ راتګ زموږ هیواد ته همدا ډول د ټاکنو د نتیجو په خپل وخت نه اعلانول، د ناکامو نوماندانو د ټاکنو وروسته شورا جوړیدل او مطبوعاتی کنفرانسونو جوړول او د ټاکنو د کمیسون د پریکړوپه غیر منطقي دلایلو نه منل او هم په داسې حساس وخت کې دادی بیا د امریکا له خوا د سولې د خبرو بیا پیل د هیوادوالو او شنونکو ترمنځ ډیرې پوښتنې اواندیښنې را پارولې دي چې په ریښتیا سره هم دې ته د هیواد والو جدي پاملرنه اودقت په کار دی.
اصلی او اساسی پوښتنه داده چې ایا امریکا دا ځل د تیرو نیمګړتیاوو په نظر کې نیولو سره په ریښتیا هم د سولې پروسې ته ژمن دی او که داسې وي نو کوم اساسات اړین دي چې د یوې اساساسی او دائمی سولې لپاره باید تر سره شي:
 
۱– لومړی باید د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی د انتخاباتو د کمیسون له لوري د ولس د پاکو رایو پر بنسټ اعلان او منتخب جمهور رئیس، منتخب دولت او حکومت باید د سولې د پروسې د یوه اړخ استازولی وکړي خو شرط یې دادی چې د یو بین الافغانی اجماع په نتیجه کې د یو افغانی تفاهم او واحد ملت، ټولو هغو خواوو استازیتوب را خپل کړي چې د هیواد لوړو ګټو ته ژمن وي او د بهرنیو او ګاونډیو هیوادو د ګټود بیلانس په نظرکی نیولو سره، د بین الافغانی سولی ښه کوربه توب ته ژمن وي.
 
۲طالبانو ته باید امریکا دا مسیج ورکړي چې بی له بین الافغانی مذاکراتو هغه هم د افغان دولت په استازیتوب سره په هیواد کې بله لار د سولې د ټینګیدو په هکله وجود نه لري، نوځکه دواړه اړخونه باید دې ته وهڅول شي چې په هیواد کې  دموجوده اړتیاوو او واقیعیتونو په نظر کې نیولو سره یو بل ومني او د سولی د عملی لارو چارو په هکله ګړندی ګامونه واخستل شي. 
 
۳– سره له دې چې امریکا دا ځل د خپلوپخوانیو تیروتنو د جبران په خاطر دادی دا ځل لومړی خپلو ستراتیژیکو ملګرو ناټو غړو هیوادو او اروپائی اتحاد ته مخه کړه او د افغان سولی په هکله یې د اروپائی اتحادیی هیوادو سره ګډه اعلامیه چې په کې د ۱۸کلنو لاسته راوړنو، د ښځو اوځوانانو د حقوقو او نورو لاسته راوړنو د ساتلو یادونه کړې، دا یو مثبت ګام دی که چیری په ریښتیا هم امریکا غواړی په هیواد کې سوله راشي، نو وبه ګورو چې امریکا څومره د اروپائی اتحاد غوښتنی او د افغانانوغوښتنی اوګټی په نظر کې نیولی شې.
 
۴– په هیواد کې د سولې د پروسې د عملي کولو د شونتیا بل اړخ بین المللی اجماع ده چې تیر وار امریکا ورته سمه توجه ونه کړه. سره له دی چې دا ځل بیا د چین هیواد لکه د تیر په شان چې روسیې وغوښتل د افغان دولت د رهبري پرته د سولېپه هکله د طالبانو او سیاسیونو تر منځ لابیګری وکړي کومه نتیجه یې تر لاسه نه کړه د چین هیواد هم باید په دې پوه شي چې داسی هلی ځلی یوازی د وخت ضایع کول او طالبانو ته بی ځایه مورال ورکول دي.
 
امریکا باید دا ځل خپلی تیروتنی تکرار نه کړی. امریکا، اروپائی اتحاد، چين، روسیه، هند، عربی هیوادونه په سر کې ملګری ملتونه، د اسلامی هیوادو کنفرانس؛ د افغان جګړی د مهمو او تاثیر لرونکو اړخونو په توګه هغه وخت کولای شي چې د یوداسې سراسري اجماع او واحد نظر ته د رسیدو په نتیجه کې چې د هر اړخ اهمیت او ګټی تعریف اوپه نظر کې ونیول شې توافق پرې وشي ضمانتونه واخیستل شي او د یو واحد قوت په توګه د جګړی په دواړو اړخونو فشار د سولی عملی بین المللی ګام کیدای شی.
 
۵– ګاونډی هیوادونه د سولی په راوستلوکې اړین رول لری په خاص ډول پاکستان اوایران د جنګ د پولو  د تامینونکوپه توګه،خو اصلی پوښتنه دلته ده چې د دوی تامینونکي او ملا تړي څوک دي؟ خبره بیرته راځي بین المللی اړخ ته کله چې په بین المللی اجماع کې تفاهم او همغږی شوې وي او پر ګاونډیو هیوادو منابع وچې شوی وی او ټینګار پری وشی د جګړی تامینونکی د جنګ دواړو اړخونو ته د سولی پیغام په کلکه واوروی جګړه په خپله ختمیږي
 
۶– افغان دولت او طالبان د پورتنیوپنځو لاملونو عملی کول دواړه لوري د بین الافغانی خبرو ته هڅول د دائمی سولې د راوستلو اساسی او سمه لار ده که چیرې د هیواد د اوږدې جګرې اصلي تامینونکي په ریښتیا غواړي چې سوله راشي. زما له انده دا یې سمه او اساسی لار ده، خو په ټولو کې اساسي او لومړۍ خبره باید اوربند وي، ځکه چې افغانان نور د جنګ او وژنو توان نه لري، نو ځکه باید افغانان ټول باید خپل منځی اختلافات تر شا کړي او د یو واحد ملت په توګه لومړی جنګ او جګړه په هیواد کې ختمه کړي.
 
ګرانو هیواد والو راځئ د سولې په لار کې چټک ګامونه واخلو!