آرشیف

2020-1-7

شاه ولی آرین

د سلیماني وژنه او د افغان سیاست والو دریځ

څلور لسیزی زموږ په هیواد کې نیابتی جګړه روانه ده. افغانان وژل کیږی، هیواد مو ورانیږی، په زرګونو استادان، علمی فرهنګی کادرونه، نظامی جنرالان نارینه، ښځې او ماشومان مو ددی ستری غمیزی قرباني ورکوی هیڅ یوګاونډی هیواد مو په خاص ډول پاکستان او ایران چې تر ډیره حده د همدی نیابتی جګړی اور ته پکي وهی خپل غږ پورته نه کړ او د خپلو هیوادو ګټی زموږ د هیواد په جګرو او افغان وژنو کې وینی او لاسوهنو ته دوام ورکوی.
مګر کله چې د امریکا له لوری د تیری جمعی د هوائی برید په نتیجه کې په عراق کې جنرال سلیمانی ووژل شو زموږ یو شمیر سیاستوالو بی له دی چې د خپل هیواد ملی ګټی، د نړی او سیمی روان وضعیت، اړیکی او د خپل هیواد او دولت ګډ موقف او ستراتیژیک وضعیت ته پاملرنه وکړی، د تیرو نامشروع اړیکو، پټو استخباراتی او ډالری سوغاتونو د سخاوت د احسان او غلامي له امله د تیمسا اوښکې توې کړی او د هغه جنرال په مرګ یې اعلامیې او د تسلیت پیغامونه څرګند کړل چې هم د افغانانو د نیابتی جګړی قاتل و او هم یې په زرګونو هزاره ورونه په ایران کې په زور او د مجبوریتونو له امله د عراق، سوریی، لیبیا اولبنان فلسطین جګړو ته استول او خپل قیمتی ژوند یې له لاسه ورکاوه سلیمانی هغه څوک و چې د غزنی ولایت په سقوط کې لاس درلود د فراه ولایت د سقوط لپاره هلی ځلی او د هلمند د اوبو د مهارولو او د سلما په بند د تخریبی فعالیتونو کلیدی څهره وه نوموړی تل په افغانستان کې د تروریستی او تخریبی عملونو سازماندهی کوله او د افغانانو ستر دښمن یادیدلی شې.
غواړم دلته د هیواد د پخواني جمهور رئیس حامد کرزی، اجرائیه رئیس عبدالله عبد الله، حنیف اتمر، محمد محقق او پدرام په حال خواشیني څرګنده کړم او د دوی په دغه دوه مخي سیاست هیواد وال خبر کړم.
ټولو ته څرګنده شوه چې دغه د هیواد د لوړوګټو دښمنانو دومره همت هم نه درلود چې د خپل دریځ نه تر پایه حمایت وکړی، له څو لنډو شیبو وروسته محمد محقق خپله خپره شوی اعلامیه د خپل فیسبوک له پاڼی پاکه کړه ځکه دوی د خپلو شخصی ګټو د ساتلو لپاره(هم داکوی او هم هغه).
سره له دی چې د ایرانی جنرال د وژل کیدو هم زمان د امریکا جمهور رئیس ټرامب وویل چې:
«سلیماني د زرګونو امریکایانو وژونکي او ژوبلونکي و او د نوو ورانونکو او وژنکو پلانونو لپاره یې امادګی درلوده. د امریکا ولسمشر ډانلډټرمپ په واشنګټن کې ویلي، قاسم سلیماني یې لا پخوا باید وژلی وای. ټرمپ، سلیماني لومړی درجه ترهګر بللی چې پر وینایې د امریکا ضد پلانونو کې ښکېل ؤ ».
دټرامپ له خبرو داسی ښکاریده چې که هر څوک هر چیری وی د امریکا د ګټو او هیواد پر ضد تخریبی فعالیت وکړی دوی یې په داسی سرنوشت اخته کولای شې.
دټرامپ دا خبره طالبانو ته هم یو پیغام ورکولی شې.
 
قاسم سلیمانی څوک و:
 
قاسم سلیماني په کال ۱۹۵۷ کې د مارچ په یوولسمه نیټه د ایران په کرمان ولایت کې زیږیدلی و. هغه د اسلامي انقلاب په لومړیو ورځو کې د دغه انقلاب سره یوځای شو او په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب د بري وروسته په پوځ کې شامل شو. سلیماني د ایران په جنوب لویدیځ کې د کردانو په ځپلو کې لوی رول لوبولی او د ایران او عراق تر منځ د جګړې مشري یې هم پر غاړه درلوده او په دغه برخه کې یې هم لوی لاس درلود. هغه په کال ۱۹۸۳ کې د قدس په ځواکونو کې دنده واخیسته چې تر مرګه یې د دغې ډلې د مشر په توګه کار وکړ.
سلیماني د ایران د مذهبي مشر، خامنه یي یو له اعتمادي کسانو څخه و. خامنه یي هغه په کال ۱۹۹۸ کې د قدس د ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکلی و او هغه ته یې د ایران تر ټولو لوړ نظامي مډال ذوالفقار ورکړی و.
سلیماني په لبنان کې د حزب الله ډلې، په فلسطین کې د حماس په یمن کې د حوثي جنګیالیو او سوریې کې د فاطمیون ډلې سره نږدې اړیکې درلودې او د اسوشیټډ پرس د راپور په اساس، قاسم سلیماني په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې په زرګونو جنګیالي روزلي وو.
د قدس ځواکونو د ایران او عراق تر منځ د جګړې په پیل کې د سپاه پاسداران د یوې برخې په توګه د ایران له پولو بهر خپل فعالیت پیل کړ چې وروسته بیا د ایران د نظامي ځواک په یوې مهمې برخې بدل شول.
د امریکا متحده ایالتونو سلیماني پر امریکایي پوځیانو د ګڼو حملو اصلي مهره ګڼلی وه او هغه یې په عراق کې د امریکا پر سفارت د شوي برید مسول ګڼلی دی.
زما له انده د افغان حکومت دریز د سلیماني د وژنی په هکله د هیواد د شرائطو په نظرکې نیولو سره مثبت جوړونکي او د دپلوماتیکو اړیکو په نظر کې نیولو سره برابر و.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې «د افغانستان جمهوري اسلامي دولت د افغانستان شریف ملت او ټولوګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې امریکا سره د امنیتي توافق د موادو له مخې به د افغانستان خاوره په هیڅ حالت کې د کوم بهرني هېواد پر ضد ونه کارول شي».
اصلی خبره داده چې امریکا او ایران ځانته سره ستونزی لری په افغانستان، عراق خلیج او عربی هیوادو کې د نیابتی جګړو او خپلو ګټو لپاره کار کوی سره له دی چې د امریکا د بی پیلوټه الوتکی دغه وژنه د بین المللی قوانینویو خلاف عمل او ماته هم د تائید وړ نه دی خو د ایران وژل شوي جنرال هم ددغو قوانینو خلاف د ایران نه د باندی د تروریستی او نیابتی جګړو اور ته لمن وهله او په زرګونه بیګناه انسانان یې ددی عمل قربانیان وو.
موږ افغانانو ته په کار ده چې د خپل هیواد لوړی ګټی په نظر کې ونیسو او د یو واحد او مثبت دریز په غوره کولو سره د خپل هیواد د نیابتی جګړی مخه ونیسو او مهار یې کړو.
د اوس لپاره پوښتنه داده چې پر افغان سوله به د سلیماني وژل کېدل څه اغیز ولري، ښايي ایران د خپلو ځواکونو د دغه قوماندان د وژنې غچ واخلی او که یا هسی تبلیغاتی او استخباراتی پټې جګړی ته به دوام ورکړی.
سیاسي شنونکي ثناءالله مخلص دویچه ویله ته وویل چې:
«ایران له ډېر پخوا د افغانستان په لویديځو ولایتونو کې یو شمېرډلوټپلو ته وسلې ورکوي.
ښاغلي مخلص زیاته کړه چې دا وسله والې ډلې په هرات، فراه، نیمروز او ان د کندهار ولایت په یو شمېر شمالي ولسوالیو کې فعالې دي. دا ډلې طالبان نه دي خو د طالبانو تر نامه لاندې جنګیږي ددې ډلو سره څوځله ایرانی وسلې نيول شوې او ان له همدې ډلو یوشمېر جنګیالي ایران ته د جنګي روزنې لپاره هم ورغوښتل شوي دي.
د مخلص پر وینا پر افغان سوله د سلیماني د وژل کېدو لومړی او خورا منفي اغیز به دا وي چې د طالبانو په لیکو کې به د ایران په ملاتړ جنګېدونکي ډلې تردې وروسته هیڅکله هم اوربند ونه مني همدا اوس د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره خورا مهم شرط اوربند ته د طالبانو غاړه اېښودل دي».
په دی کې شک نه شته چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د قاسم سلیماني وژنه یو جنګی عمل دی چې عواقب یې تر اوسه یوازی په تبلیغاتی، تهدیدی اولفظی جګړو منحصر دی، مګر اصلی پوښتنه داده چې ایا ایران به د خپل جنرال د وژني غڅ څنګه او په کومو امکاناتو واخلی، ایا د عملی جګړی امکانات لیدل کیږی؟
زما په اند نه به امریکا ددی لیوالتیا ولری چې د عراق او افغانستان په شان په نیمه بایللو جګړو په یوه بله جګړه کې ځان ښکیل کړی او نه ایران ددی توانمندی لری چې عملی جګړی ته زړه ښه کړی. خو د نیابتی جګړی د اور د دوام امکانات شته چې بیه به یې د عربی هیوادو او افغانستان ولسونه پری کوی.
د افغانستان په خاوره کې د ایران ملاتړوډلو لخوا د منفي لوبو ډېروالی او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بیړني وتلو لپاره ددغه هېواد پرضد د تاوتریخوالي ډيریدل د قاسم سلیماني د وژل کېدو عواقب شمېرلی شو او ممکن د هیواد د روانی سولې په پروسه هم ناوړه اغیزې ولرې.
یو وار بیا هم تاکید کوم چې د افغانانو ملی یووالی، واحد دریزاو د هیواد لوړوګټو ته په کتو سره معقول سیاست او پالیسي زموږ د هیواد او ولس د بریا یوازیني لار ده.
 
د واحد او یو موټي خپلواک افغانستان په لور!

شاه ولی آرین