آرشیف

2019-12-2

شاه ولی آرین

د جبرماڼۍ

 
هـر قـدم د ژوند پر هغو لارو واخله
چې کـاروان یې هدفـونـوته رسېـږی
 
د خپل بـڼ نـه تنکۍ لښتی ولې ریبې
چې زیــان یـې ولسونــو تـه رسیږی
 
پــه ټـپـونـو څـله مـالګه ورته شیندي
آه،نارې یې سموغـرونوته رسېږی
 
نـورد سولي سایٔـل مــه ولئ په کاڼو
چې فــریاد یې فـلکـونـو ته رسیـږی
 
دا د جـبـرمـاڼی هــر کـلـه ړنـګېږی
که یې څـوکې اسمـانـونوته رسیږی
 
د آریــن امـیـد بــه هـلـه شې تـرسره
افـغـانـان که امن سولې تـه رسیــږی

 
۲۰۰۹کال آغوس دنمارک
 شاه ولی ارین