آرشیف

2020-1-13

شاه ولی آرین

د امریکا او ایران تر منځ زرګری جګړه‎ (د نړی د هیوادو غبرګونونه)

ټولو ته روښانه ده چې څو ورځی د مخه د امریکا له لوری او د ټرامپ په امر په عراق کې د ایران د قدس د ځواکونه مهم او پیاوړی جنرال قاسم سلیمانی ووژل شو.
د پیښې وروسته په تندو لهجو د دواړو هیوادو مقاماتو د جګړی ګواښونه پیل کړل.داسی ښکاریده چې جګړه به لا نوره هم توده شې.
د قاسم سلیمانی د وژل کیدو په هکله په افغانستان او نړی کې د غبرګونونو په هکله ما تیره مقاله کې کافی معلومات وړاندی کړل
اوس غواړم د ایراني چارواکو د تیرې ورځې په راکېټي بریدونو چې په عراق کې یې د امریکا په نظامی اډو وکړل یو څه معلومات لوستونکو ته په ګوته کړم.
لومړی به د ایران لخوا په عراق کې د امریکا په پوځي اډو د بریدونو په هکله د نړیوالې ټولنې په غبرګونونو لوستونکو ته یو څه مخی ته کیږدم او هم به د نړی د هیوادو اندیښنې چې په دواړو هیوادو یې غږ کړی چې د زغم څخه په کار اخستلو باید د جنګ د پیښیدو څخه ډډه وکړي.
ایران د قدس ځواکونو د مشر جنرال قاسم سلیماني په امریکایي ډرون برید کې د وژل کیدو په ځواب کې تیره شپه عراق کې په دوو امریکایي اډو پنځلس میزائیل وتوغولي او دعوه یې وکړه چې په دغو بریدونو کې یې ۸۰ امریکایان وژلي، خو د ایران ددې دعوې پخلی ازادو سرچینو او نور منابعو تائید نه کړ.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تیر ماسخوتن د امریکا د د دفاع وزیر مارک اېسپر سره ټيلي فوني تماس نیولی او د  امریکا او ایران تر منځ یې د رامنځ ته شوی امنیتی ستونزی په اړه ورسره خبری کړی دی.                                 غنی د امریکا دفاع وزیر سره په خبرو کې ویلی چې اوس ددی وخت رارسیدلی چې بیا د امریکا او ایران د تاوتریخوالی د له منځه وړلو په لار کې ګامونه واخیستل شې.                                                                                     د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي، نن سهار چې په عراق کې په امریکايي پوځي اډو کوم بريدونه شوي د هغې جاج اخلي او پاکستان نه غواړي چې سيمه په نوې جګړه کې ښکېل شي. هغه ويلي د بهرنيو چارو د وزیرانو سره په رابطه کې دی دوی غواړي چې په سیمه کې د جګړی مخه و نیول شې، ځکه چې دا سيمه د جنګ توان نه لري. قرېشي ويلي پاکستان امن او د خبرو د لارې د مسلو هواری غواړي او بايد ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي د حالاتو په قابو کولو کې رول ادا کړي.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک ریب خپل غبرګون کې د ایران دا بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي هغه د عراق په پوځي اډو شوو میزائیلي بریدونو کې د وژنو په راپورونو سخت اندېښمن دی.
هغه ویلي “مونږ په ایران ټینګار کوو چې بیا داسې غیرمسولانه بریدونه ونه کړي او ددې په ځای دې د تاو تریخوالي کمولو هڅه وکړي”
جرمني هم د ایران له خوا شوي بریدونه غندلي او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې نور باید داسې هیڅ ګامونه وانه خلي. د جرمني د دفاع وزیر اینګریت کریمپ کیرن بور په خپل یو بیان کې ویلي “مونږ دا تیری ردوو او اوس ایران ته پکار دي چې د نورو پاروونکو ګامونو نه ډډه وکړي”
د روسیې د پارلمان غړي ولادیمیر زیباروو ویلي د ایران او امریکا له خوا په یو بل بریدونو سره سیمه کې یوه نوې جګړه پیل کیدای شي او که چرې امریکا محسوس کړه چې هغوي خپل اهداف نه شي ترلاسه کولی نو بیا د اټومي جګړې د پیل کیدو ګواښ هم شته.
د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي د روسیې د پارلمان دغه غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتنه کړې ده چې باید د دواړو هیوادونو ترمنیځ د تاوتریخوالي په راټيټولو کې کومک وکړي.
چین هم د ایران په بریدونو اندېښنه ښکاره کړې او په دواړو هیوادونو یې غږ کړی چې د زغم لمنه ونیسي. د چین دبهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې ویلي چې منځني ختیز کې تاو تریخوالی د هیچا په ګټه نه دی او دواړه خواوې باید شخړه په خبرو هواره کړي.
چین زیاته کړې ده چې د ایران او امریکا په شخړه د ملګړو ملتونو د امنیت شورا د اړونده چارواکو سره په تماس کې دی او د منځني ختیز وضعیت ډیر زیات حساس او کړکیچن دی.
د جاپان د کابېنې ویاند هم په رامنځ ته شوي تاو تریخوالي اندېښنه ښکاره کړې او د اړونده هیوادونو څخه یې پخپل بیان کې غوښتنه کړې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې خپل رول ولوبوي.
د نیوزي لینډ سرپرست وزیراعظم ونسټن پيټرز هم منځني ختیز کې رامنځ ته شوی تاو تریخوالی د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې باید دا شخړه د سفارتي لارې هواره کړل شی.
په عراق کې د امریکا پر دوو نظامی اډو د ایران له راکیټی برید نو وروسته د امریکا یو شمیر کارپوهانو ویلی دی چې په افغانستان کې د امریکا پر مرکزونو د ایران د بریدونو احتمال ډیر کم دی.
د امنیتي چارو شنونکې ربیکا زمرمن امریکا غږ ته وویل ددې احتمال ډیر کم دی چې د ایران حکومت دې مستقیما په افغانستان کې د امریکا پر مراکزو بریدونه وکړي.
هغې وویل، که څه هم د مستقیم برید امکان ډیر کم دی خو یاد هیواد کولای شي پر طالبانو فشار راوړي څو د سولې روانې خبري مختل کړي.
د چارو دغې امریکايې شنونکي زیاته کړه ددې امکان شته چې د فاطمیون جنګیالي افغانستان ته ولاړ شي او افغان او امریکايي ځواکونو ته مشکلات رامنځ ته کړي. د ربیکا زمرمن په وینا، امریکا اوس هم افغانستان ته ډیره پاملرنه لري ځکه هلته یې دیر پوځیان ځای پرځای دي.
د چارو بل شنونکی مایکل کوګلمن وايي ددې امکان شته چې ایران په افغانستان کې د طالبانو په ګدون د خپلو لاسپوڅو په مرسته پر امریکايي ځواکونو برید وکړي. ښاغلي کوګلمن زیاته کړه، ایران له ډیر وخت راهیسې طالبانو ته پرمختللي وسلې برابرې کړي دي، خو هغه وویل که طالبان او امریکا د سولې په خبرو کې هوکړه وکړي نو دا به ایران ته مشکله وي چې پر امریکايي ځواکونو برید وکړي.
نوموړي وویل کابل او اسلام آباد هر څومره چې امکان ولري باید د ایران او امریکا له جنجال څخه ځانونه لري وساتي.
په افغانستان کې یو شمیر پخواني طالب چارواکي د ایران او امریکا وروستې کړکیڅ ته په اشاری سره وائې چې:           «که دا شخړه اوږدېږی نو د افغانستان پر سولي به هم تاثیرات ولری».

د افغانستان د خلاصون لارې شورا" مشر او پخوانی طالب چارواکی له نظره که څه هم مني چې ایران به طالبانو سره د مرستې هڅه وکړي، خو دی وايي فکر نه کوي که دغه ډله د ایران پوځي مرستې ومني.
سیاسي کارپوه فیض محمد ځلاند د طالبانو فعالیتونه له نږدې څاري وايي، امریکا هڅه کوي چې چې د سولې روانې خبرې ژر پای ته ورسوي او پایله ترلاسه کړي، خو شاید طالبان هڅه وکړي چې خبرې وځنډوي او په دې خبرو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي.
"زه فکر کوم چې دواړه لوري به له فشار استفاده کوي. امریکا به د سولې په خبرو کې عجله کوي او طالبان به هڅه کوي چې خبرې وځنډوي ترڅو ډېر امتیاز ترلاسه کړي."
خو د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد بیا وايي، که طالبان د امریکا او ایران له کړکېچه د فشار په توګه ګټه اخلي، نو دا يې ځکه په تاوان ده چې د ده په وینا امریکا ورته زیان رسولای شي.
که څه هم د افغانستان حکومت په دې اړه هیله څرګنده کړې چې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ د افغانستان د سولې بهیر اغیزمن نه کړي، خو لیدل کېږي چې لا هم په دې اړه کورنۍ او نړیوالې اندېښنې پر ځای دي.
ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي یانس سټولټنبرګ سره د چهارشنبې په مازیګر ټلیفوني خبرې کړې دي ښاعلي غني ته برګ ویلي په سیمه کې درامنځ ته سوي کړکیچ د سم مدیریت لپاره دلته پاتي سو او بخښنه یې غوښتې د دواړو له لوریو په دغه ټلیفوني خبرو کې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د دوامدارې همکارۍ د ژمنتیا، د سولې پروسې د ملاتړ او د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د ترهګرۍ د پټنځایونو د ستونزې له حل پرته په سیمه او افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات ناشونی دی غني تر دې وړاندي له پمپیو او روحاني سره هم ټلیفوني اړیکو په مټ په روان وضعیت باندي ږغیدلی.
ایران-امریکا
د امریکا ولسمشر وایي کله چې له ایران سره اټمي تړون په ۲۰۱۳ کال کې لاسلیک شو، نو یوسل او پنځوس میلیارډه ډالر یې ترلاسه کړل، بیا یې په همدې پیسو د افغانستان په ګډون په سیمه کې تروریستي هڅې پیل کړې.
"په کومه ورځ چې تړون لاسلیک شو ایران مرګ پر امریکا شعار ورکړ. بیا یې د تړون له پیسو په ترهګرۍ کې استفاده وکړه. په یمن کې یې دوزخ جوړ کړ، په سوریه کې، لبنان کې، افغانستان کې او عراق کې.
د پورتنیو شننو او نظریاتو له وړاندی کولو نه می موخه دا ده چې ایا په رښتیا هم امریکا او ایران یو له بل سره د جګړی پلان لری او که هسی نه امریکا غواړی چې یوی بلی جګړی کې ځان ښکیل کړی او نه هم ایران دا توان لری چې د امریکا سره جګړه تر سره کړی نو ځکه امریکا هم خپل هدف تر لاسه کړ په سیمه کې یې د ایران هغه پیاوړی جنرال چې د امریکا لپاره لوی خنډ و، وواژه او ټرامپ د راتلونکی انتخاباتو لپاره یو کمپاینی امتیاز تر لاسه کړ، او هم ایران په سیمه او خپل ولس او د قاسم سلیمانی د هواخوهانو لپاره ګویا د غچ اخیستني عکس العمل وشود، خو دا چې په داسی یو راکیټی برید کې چې د هیچا د وژلو پته ونه لګیده دا هم نړیوالو او هم د ایران ولس ته عجیبه او د پوښتنی وړ ده.
اصلی خبره خو داده چې د ایران د برید هم زمان د عراق صدراعظم وویل چې ماته د برید څو ساعته د مخه خبر راکړ شوی و، خو دا معلومه نه وه چې بریدونه به چیری تر سره کیږی.
همدا ډول د اطلاعاتو له مخی د ایران سپا هی پاسدارانو ۴ ساعته د راکیټی برید له مخه د امریکا نظامیانو ته خبر ورکړی و تر څو ځانونه د امن سیمو کې خوندی کړی.
پورتنی لاملونه دا په ګوته کوی چې دغه برید یو نمایشي عمل و او دا جګړه نه بلکه یو زرګری جګړه وه.

                                                                                                        پای 
.
شاه ولی آرین