آرشیف

2020-1-24

شاه ولی آرین

تر څو پورې؟

تر څو پورې؟

چې انسان وژنې وجدان دې نه زورېږی 
خپـل وطن ورانـوې لاس دی نــه رپېږی
 
په خپل کوردې سره اورونه دي بل کړي 
ماشومان وژنې ضـمـېر دې نـه دردېـږی
 
ورانــول او سـوزول دی کــارو بــار دی 
ستـا عمل تـه هـیـواد وال څومره ژړېږی
 
د پـردو نـوکری وران ویجاړستا کورکړ 
ستـا د ویـنـو سیلاب څــومره نـور بهېږی
 
ای دولت، طـالـبـه ګـوره پــه دی پـوه شئ 
نــور افغان وژنه پـرېــږدی کـه شرمېږې
 
آریـن وائی جنګنـوربس کړئ ځـناورو 
پــه یـــووالي، ورولۍ هـیـواد جــوړېـږی
 
۲۱د جنوری ۲۰۲۰ 
     آغوس دنمارک
شاه ولی ارین