آرشیف

2019-4-6

شاه ولی آرین

ترامپ او مضحکه جګړه

د اسیا په زړه کې افغانستان یو لرغونی تاریخی هیواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې هیڅکله پر خپلو ګاونډیو اویا د نړی پر نورو هیوادو د جګړی او یا تیری نیت نه درلود او نه یې تر سره کړی دی، بلکه زموږ د هیواد د جیوپولټیک موقیعیت او اهمیت له امله تل د نړی د زبرځواکو او استعماری تاقتونوتر نیواک جګړه ایز او یرغلیز فشار او تهدید لاندی راغلی او زموږ د هیواد مادی او معنوی ارزښتونه یې چور،تالا ، سیځلی او د غیرتمنو افغانانو د مقاومت سپیځلو مبارزو له امله یې په ډیره  بی شرمانه توګه دا پاکه او مقدسه خاوره پری ایښی او تاریخی ماتی یې په برخه شوی دی. چې د مغلو ،چنګیزیانو، مقدونی سکندر،انګریزانو،روسانو او دادی اوس د امریکایانویرغلونه  یې روښانه بیلګی دی.
په خواشنی سره چې افغانانو تل دغه نامشروع او د پردیو تپل شوی جګړی ګټلی خو د استعماری سیاستونو د چل نیرنګ او اخیستل شوو جاسوسانو او ګوډاګیانو په مرسته یې تل زموږ هیواد او هیواد وال له سترو ناخوالو او غمیزو سره لاس او ګریوان کړی او دغه بګنونکی لړی همدا اوس هم په درز سره روانه ده.
د امریکی میلیاردر جمهور رئیس تیره ورځ د ناټوغړو هیوادو په غونډه کې د افغانستان روانه جګړه د امریکا له پاره یوه مضحکه او ستړی کیدونکی جګړه وبلله ،اما دغه لیوني جمهور رئیس پر دی سوچ نه دی کړی چې ددی جګړی له پاره چا رابللی او د څه له پاره دلته جګړه کوی او ولی دا جګړه مضحکه شوه.
ښاغلی ترامپ!
– ولی به دا جګړه  مضحکه نه وی،ځکه چی دا امریکا نه وه چې د مرحوم سردار محمد داود د جمهوری نظام پرضد یې له ۱۳۵۲نه تر۱۳۵۷کاله له هیواد نه دتښتیدلو په نوم مجاهدو مشرانو سره د پاکستان د ای اس ای سره یو ځای مقدماتی مالی او وسله ایزی مرستی د افغانسان د ورانولو په خاطر پیل کړی.
– ایا دا ستاسو مشران او استخبارات نه وو چې ددی مضحکی جګری د دوام او د ګران هیواد افغانستان د بربادی له پاره مو د ثورد نظامی پاڅون وروسته په پاکستان او ایران کې د تروریزم د ودی او انکشاف له پاره د ۸۰ میلیونو ډالرو او تر دی لا خورا ډیرلګښت نظامی کمپونه جوړ وژونکی او تباه کونکی 
وسلی او مالی مرستی مو زموږ د هیواد د ورانولو او افغان وژنو له پاره  په اسلام اباد کې د سی ای ئی د دفتر د رئیس (بیردن) او ای ایس ای له لاری تمویلولی او د جهاد په نوم غلو داړمارو هیواد پلورونکو قوماندانانو ته مو معاشونه ورکول او د ۲۵۰ میلیونو ډالرو کلنی مرستی مو د سعودی عرب او پاکستان په اختیار کې ورکولی.
– دا جګړه ځکه مضحکه ده چې همدا تاسو وی چې د خپل ستراتیژیک ملګری پاکسان په لاس مو د نړی ټول دهشت ګر اوافراطی ګروپونه دومره په لوړه پیمانه په مالی او نظامی وسلو سمبال کړل چې حتا بیا ستاسو د کنترول نه هم ووتل.چې القاعده او د اوساما موجودیت د پاکستان د ایبت اباد په نظامی شهرک کې یې روښانه بیلګه ده.
– دا جګړه ځکه مضحکه ده چې تاسو د شوروی اتحاد د سقوط وروسته په سیمه کې کله چې خپل یو هدف یانی د شوری پاشل او ماته تر لاسه کړل  نور کرار پاتی شوی د داسی یوی موقع له پاره چې د خپل د حضور له پاره ښه ضمینه برابره کړی  د همدی هدف له پاره مو لمړی په پلسینوانیا کې چاودنه تر سره کړه او بیا مو په ډیر مهارت سره د پنتاګون او تجارتی مرکز د سپتمبرد ۱۱ نیټی تراژیدی راوزیږوله تر څو د خپل یرغل او تجاوز له پاره زموږ هیواد ته د راتګ د قانونیت تمثیل تر لاسه کړی.
– دا جګړه ځکه مضحکه شوه چې تاسو په ظاهره کې د القاعدی د له منځه وړلو، په افغانستان کې د ښي حکومتداری د رامنځ ته کولو او د مخدره توکو د له منځه وړلو له پاره راغلی وی. خو په خواشنی سره چې همدا دری منفی پدیدی نه یوازی دا چې له منځه یوړل شوی بلکه دومره په سرعت یې رشد او تکامل وکړ چې ستاسو د ملیونونوډالری نقدی مرستو له امله چې ستاسو د یو امریکائی جنرال له قوله او د (فرست این) کتاب د لیکوال په حواله مو یوازی ۵۰ میلیونه ډالر په ۴۰ورځو کې د شمال ایتلاف لنډغرو، سیاف عطامحمد نورو او داسی نورو هیواد پلورونکو ته په لاس ورکړی چې دا په خپله په مافیائی کړیو بدل شول او د مضحکی جګړی اساسی کورنی عاملان  وګرزیدل. 
– دا جګړه ځکه مضحکه ده چې تاسو د ۱۸ کلن یرغل په دوران کې ټولی هغه په نوم مرستی د خپلو استخباراتی او امنیتی کمپنیو له لاری بیرته په سلو کې اتیا سلنه تر لاسه کړی اوپه اګاهانه ډول مو ونه غوښتل چې د فساد مخه ډب کړی او یا یې په داسوعام المنفعه برخواو پروژو ولګوی چې په هیواد کې د فقر، بیکاری ،بیسوادی او نورو منفی پدیدو مخه ونیسی.
– دا جګړه ځکه مضحکه شوه چې تاسو امریکایانو په افغانستان کې محلی زورواکو نه ملاتړ وکړ مرکزی دولت او نظام مو کمزوری کړ، هوائی ځواک مو نیمګړی پریښود او بلاخره د جان کیړی د دوه سره او څو سره حکومت په جوړیدو مو دادی همدا اوس هیواد او هیواد وال له سترو ګواښونه سره مخ کړی دی .
– دا جګړه لا هغه وخت مضحکه شوی وه چې ستاسواستخباراتی شبکو زموږ د هیواد ملی ،قومی او ژبنیو تعصباتو ته دومره په پراخه پیمانه لمن ووهله چې دهیواد ملی یووالی حتا افغانیت او اسلامیت مو له ګواښ سره مخ کړ.
– ریښتیا هم دا جګړه ځکه مضحکه ده چې تاسو د خپلو موخو د پوره کولو په خاطر یوازی د تالبانو په شتون قناعت ونه کړاو د تاسو په مرسته  په اسرائیلو کې تربیه شوی داعش مو له شام نه زموږ هیواد ته را انتقال کړ چې د یو نوی بدیل په توګه خپلی راتلونکی موخی پری عملی کولای وشی.
هو ښاغلی ترامپ د امریکا جمهور رئیس او د ناټو غړو هیوادو مشرانو په ریښتیا سره هم دا جګړه حتا له شماره وتلی د افغانانو له پاره مضحکه،بګنونکی او دردونکی ده، خو پوښتنه داده چې دا جګړه چا پیل کړی، غزولی او لا یې هم دوام غواړی؟…
 هوځواب سم او روښانه دی. امریکا تاسی او ستاسو ستراتیژیک ملګری پاکستان او زموږ په هیواد کې دننه ستاسو دواړو لاسپوڅی اجنټان چې ستاسو ډالری او نظامی مرستو تر ستونی ماړه کړی او د سولی د راتلو په موجودیت کې ولس ته باید ځواب ورکړی ددی سولی د راتلو اساسی خنډ دی . نو ځکه دا جګړه د افغانانو نه ده بلکه د بهرنیو له خوا پر افغانانو تپل شوی ده امریکایانو پیل کړی اودوی به یې پای ته رسوی.
افغانان ددی اوږدی جګړی پر ماهیت او هدف پوه شوی دی چې دا جګړه تاسو پیل کړی او تاسو به یې د خپلو اخلاقی او انسانی مسؤلیتونو له مخی که یوه زره د انسانیت او بشریت معیارهم ولرئ باید پای ته ورسوی ،هره جګړه پای لری. ددی اوږدی او تباه کونکی جګړی قربانیان یوازی افغانان دی چې د دی نیابتی جګری په اور او لمبو کې سوزی که چیری تاسو ښاغلی ترامپ دغه هلی ځلی یوازی د خپل انتخاباتی کمپاین له پاره د یوی ډرامی په توګه په کار اچولی وی په دی باید پوه شۍ چې نه نور خپل ملت غولولی شې او نه افغانان ځکه هم افغانان او هم امریکایان نور له جنګه ستړی شوی او سوله غواړی د ۱۹۹۲ کال د تراژیدی تکرار نور د هیچا په ګټه نه دی او نه باید تکرارشې د افغان سولی اصلی څښتنان افغان ولس نظام او تالبان دی نه بهرني ګوډاګیان او خرڅ شوی نوکران نو ځکه باید د سولی پروسه په ریښتینی توګه باید د بین المللی ،سیمه ایزی او ټول افغان شموله ډیالوګ او اجماع په نظر کې نیولو سره تر سره شې.
د سولی په روان بهیرکې د امریکا  جمهور رئیس ترامپ ضدونقیض څرګندونی اود هغوی د سولی د بهیرد استازی ښاغلی  زلمی خلیزاد او افغان دولت ترمنځ ناندری، د ګاونډیوهیوادو نا مشروع هلی ځلی د طالب چارواکو او افغان دولت نا سم دریز هیواد وال د یاس او نا امیدی سره مخ کړی او حقیقت هم دادی چې بهرنیان موږ ته سوله نه راولی او نه تری باید دا تمه ولرو.
په ټولو افغانانو، تالبانو، دولت، حکومت او نظام غږ په کار دی چې له دی حساسو شیبو نه د ځان ،هیواد ،ملی ارزښتونو نه د دفاع په خاطر سره یو شي او له دی موجود فرصت نه انسانی، افغانی او هیوادنۍ ګټه پورته کړی د بهرنیو لاس له ګران هیواد نه پری کړی او د هیواد د سمسورتیا له پاره ملی یووالی تآ مین کړی او د پردیو تپل شوی جګړی ته د پای ټکی کیږدی.‎
د لوی او سمسور افغانستان په هیله

  
شاه ولی ارین دنمارک