آرشیف

2018-9-10

دوکتور ص. سعیدي

انسان، ارزښتونه او يو شمېر حقایق!

انسان پېنځه حواسه لري چې پرې ‌‌‌‌‌‌ډېر مغرور دی او ګمان کوي چې زه به نور په چالاکۍ او چوتارۍ دوکه کړای شم. 

انسان شرم او حیاء لري او شته چې دا صفت نه لري. 

وایي دا کس بې وجدانه او بې شرفه دی. 

زه وایم، ټول انسانان وجدان او شرف لري خو دا ملکه او شرف چاکې قوي او چاکې ضعیفه کړای شي. ددې قوت او قوي کول زمونږ خپل لاس کې دی. یا یې په ممارست او غم خورۍ روزمره په خپلو کړو او وړو کې ممارست کوو، جلاء او پالایش ورکوو، قوي او بُراق کوو او یا یې روزمره پر خپلو اقوالو، اعمالو او کردارو، چالاکیو، دوکو او فریب، او په پوره سپين سترګې ځان هوښيار، در جان بزن او په ښکاره د خلکو په سترګو د کالیو سره ننوتل او ګمان کول چې نور کم عقل دي، عملاً ځان تتوو، تاریکوو او ځان سپکوو. 

په یاد ولرو  چې د نن دېر خلک او انسانان که څو قرنه مخکې تولد شوي وای د هغه بصیرت او پوهې له کبله چې الله تعالی دوی ته ورکړې نو ټول به ولیان ګڼل کېدل. هو یو بصر دی یعنې سترګه او بل بصیرت دی چې په بصیرت د آشیاو لیدل او پېژندل دداخلي پوهې او باطني فهم له کبله چې الله تعالی بشر ته ارزاني کوي، پيژندلای شي او پېژني.

تصور یې وکړئ چې بعضې مشهور او پيشرفته افسانوي د کراتې او تیکواندو اتلانو به د جنګ په موخه سترګې پټولې او د سترګو وظيفه یې غوږونو  اداء کوله. 

دا بحث اوږد خو راځئ چې خپله سر ګریوان کې کښته کړو او خپل ماحول کې انسانانو ته په ټيټه و نه ګورو او داسې تصور ونکړو چې والله په چالاکۍ او چوتارۍ به کوم شوم هدف تر لاسه کړم. لږه موده به ممکن څه تر لاسه شي خو دوام به ونه کړي چې حق به حقدار ته رسي. 

دلته داسې کسان شته چې د خبرې شپږ مخه لولي او کم هم نه دي. 

یو چې د جملې اول وایي هغه بل یې په آخر پوه دی. 

خپل ځای او مقام وپيژنو او د نورو له انسانیته سوء استفاده ونکړو. 

خلک په هره خبر پوهیږي خو د حیاء به څه نه وایي. 

په چالاکیو ځان سپکول نه دي په کار! نه چلیږي.  نن وچلیږي سبا نه چلیږي او دا سبا دادی د نر پښتون، باتور پښتون، منظور پښتون په درایت او سپيڅلتیا او زعامت. راسېدلای. 

ای اس ای دې هم په دې پوه شي چې اوس خلک پوه دي. پاکستاني ریاست، پنجابي  ریاست یعنې د ترور او دهشت ریاست. 

په اوسني پاکستان کې مظلوم او با عزته انسانان، هغو چې د افغانانو سره خپله ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی او مړۍ نیمه کړه، با عزته او با شرفه انسانان ‌‌‌‌‌‌ډېر دی او کله چې مونږ په احساساتو کې پاکستان وایو نو منظور مو د پنجاب ریاست او استابلشمنت دی چې هریخوا ظلم کوي او کړای. 

زمونږ لا نظر بل وه او دی او هغه داچې: له آمو نه تر آباسینه او مارګلې یو افغان، یوه وینه، یو جومات، یوه مقبره او هدیره، یو تاریخ، یوه ژبه او یو عزت دی. 

که ای اس ای او اجنتان، ګلخانان او شرمیدلي نوکران یې هرڅه وکړي دا تاریخ او دا عزت نه شي بېلولای او اوبه په ‌‌‌‌‌‌ډانګ نه بېلیږي. 

اوبه خو بیا له سره په ګلخانانو او پلورل شوو مشرانو نه بېلیږي. 

آخر کې دا ویل غواړم چې لر او بر یو افغان دا مانا نه ده چې زه پېښاور په شاء او اوږو کوم او کابل ته راوړم او پرې به د پنجاب پر ځای دلته خپله باداري کوم. نه داسې نه ده. هرسیمه او هر منطقه، خپل یې خلک او خپل یې واکداري او خپل یې وسایل. 

هو زه چې نن د میلیونو متر مکعب اوبه چې یواځې ۵ فیصده د پښتنو سیمو ته ځي او نور یې پنجاب ته، دا بندول غواړم او ان شاء الله بندې به شي خو هغه د خپل رور سره، پښتنو سره شریکول غواړم، د خپل رور په خدمت کې ورکول غواړم چې تور او پنجاب ته یې نور وړیا نه ورکوم. 

دادي حقایق چې ځان پرې پوهول په کار دي او نورو ته د ګلخان په شمول رسول په کار دي او دا کار کوو. 

ان شاء الله تعالی. 

دوکتور صلاح الدین سعیدی 

لندن 

٩/٩/٢٠١٨