آرشیف

2019-12-23

دوکتور ص. سعیدي

افغاني غيرت او افغانى عدالت!

هغه … رور مې د آشپزۍ په کالو کې ولید نو دا لاندې سوچ، خبر او بحث را یاده شوه چې در سره شريکوم:
 تېرکال (2018) په انګلستان کې ددوه مراحقو  ( تنیجرانو – کم او زیاد 14- کلن نه تر 17کلن پوری ځوانان) د ىوې قضې ته د تحقیق او بررسۍ لپاره د ترجمان په توګه تللای وم او هلته د انګلستان د لندن دداکتن په ښارکې  د مختلفو ارګانو اته – نه کسه مسٶولين راغلي وه او ددې نوي افغاني  ځوانان د اوسید او موجودې ستونځې او مشکل باندې تحقیق کیده چې د کور والا سره يې مشکل درلود. 
 
بعد له ابتدايي تحقیقه او بررسۍ په آخر کې را ته یو ددې افغاني ځوانانو چې له افغانستانه نوی راغلای وه غلى غوږ کې  وویلې:  ماما (ماته يې خطاب وکړ) خبريې؟
 
 ماویل دڅه نه؟  
 
ده په آهسته راته وویل: 
 
دوی راباندې زنانه او بې غیرته کارونه کوي. زه وارخطا شوم. 
 
خدایه خیر لکه چې خبره ډیره جدي ده. 
 
زنانه او بې غیرته کار!  
 
ما د ځوان نوم واخیست… 
 
او راغبرګ کړل: څنګه او څه درباندې کوي؟ 
 
ده وویل:  دوی غواړي چې زه خپل کالي خپله  ووینځم او اوتو يې لا هم کړم او ډوډۍ هم په پخه کړم. 
 
زه لږ آرام شوم او مخکې له دې چې څه ووايم، خوره اي په ژړغوني سترګو  راغبرګ کړل: 
 
داخو ډېره بیغرتي ده. 
 
زه حیران شوم چې اوس نو دې ته څه ووایم؟
 
 ماورته وویل: ډوډۍ  ځانته درباندې جوړوی که دوی ته؟ 
 
ده وویل خو ډوډۍ راباندې جوړوي. 
 
ما وپښتل: کالي دخپل درباندې وتو کوي که ددوی؟ 
 
ده راته په شک او تردید کتلې او وویل کالي. ماوویل د چا کالي؟ 
 
ده وویل زما کالي. او اضافه يې کړل: خو دا بې غیرتي زه کول نه غواړم او دوی را سره مشکل او ستونځه لري. 
 
زه خو دې ته دلته انګلستان  نه یم راغلی. 
 
ما وپښتل ستا تصور څه دی؟ 
 
څوک به يې ……    
 
دا شو زمونږ د غېرت معيار!
 
انګلستان او غرب کې د ځوړندو ډالرو، يورو، پونډو په فکر د نړۍ بحرونو کې جوګه جوګه غرقيږو
 
رشوت او بډو ته عايد او پر درآمده څوکۍ  وايو
 
دخلکو په حق، کور او حريم اوړو او وايو: توکل مو پر الله ج.
 
داکتر ناکومورا مو د سترګو مخ کـې وژل کېږي، ورته غلي يو او حتى د دده د مظلومانه وژنې د غندنې آواز نه پورته کوو
 
د نړۍ خېرات خواره يو خو له بلې خوا نړۍ  ته بد وايو او يا  غټې غټې خبرې کوو چې نړۍ مو ګويا نوکران دي
 
د رور او مسلمان وژنې ته لسهاو مبرره او توجيه پېدا کوو 
 
د مهر او ولور په نامه د اسلام خلاف خور او لور خرڅوو
 
د اسلام د څلور ښځو د ډېرو سختو شرايطو له تحققه پرته  د اولين امکان په لرلو ډېرې ښځې کوو
 
تر هغه ديموکرات يو چې په ګټه مو وي
 
حاکميت کې شريک او امتياز يې اخلم خو د ناکميو او پاتې راتلو مسٶوليت نه منم
 
ټاکنو کې ګډون کوم، کميشنرانو  ټاکنو کې برخه اخلم خو د ټاکنو پروسه مختلوم، ناروا امر او نهى کوم او د ټاکنو د کميسيون د کار مانع کيږم او د نوړو موانعو سره سره داوو ولاياتو د بعضې  محلاتو د  بيا شمېرنې مخه نيسم او يو ملي پروسه د قانون خلاف دوه مياشتې ځنډوم،
 
بيادچې هلته امريکايى جنرال ملر او دوهذافغاني جنرالان تصميم نيسي په درواغو اعلانوم چې د اوو ولاياتو  د بيا شمېرنې ْاجازه ورکوم
 
له ېوې خوا ښکاره درواغ ويل مانع مونږ نه يو،  اما له بلې خوا بيا د اوو ولاياتو د بعضې سيمو د بيا شمېرنې اجازه او صريح درواغ
 
 عملا داسې وايې چې د ټاکنو هغه نتايج منم  ،چې ما کامياب اعلان کړ ي او ىا له سره دا ملي پروسه منتفي کړي،
 
او د موضوع نه خبر او بې خبره غټې غټې خبرې کوو
 
او   او   او 
 
نو دا مونږ غېرتيان او عقل کل څوک يو او کله به په حال راځو؟
 
 الهي مونږ ته د نېکۍ هدايت وکړئ!
 
آمين يارب العالمين
 
داکتر صلاح الدين سعيدي