X

آرشیف

ېو پاکستاني پالونکي ته!

 

 

د اوسني پاکستان مېشت میلیونو پاکستان مېشتو چې نه پاکستان مني او نه یې بېرق، ېو کس له نامه نه پښتون!؟ لیکلي چې پاکستان زما ملک او د پنجاب بیرق ته زندا باد وایم! 

زه ورته لیکم: د هرچاخوښه  چې  څه ته مرده باد او څه ته زندا باد وايي خو: 

ستا ملک او  وطن هندوستان او ستا  باني د نن پاکستان  علامه اقبال وایي 

سارې دنیا سې اچها هندوستان همارا! 

( له ټولې دنیا بهتر زما هندوستان دی…)! 

ستا وطن پښتونخوا، ستا وطن افغانستان، ستا وطن بلوچستان  ستا وطن لاهور دی! ستا دغه اصلي وطن زندا باد! 

 هو او ستا (پنجابي)، وطن او ملک پنجاب دی!

 

تر ۱۹۴۷ کاله پورې د نن سیاسی ، غیر مشروع پاکستان له څلورو حصو  ۳ حصې افغانستان وو او دی! 

پبشاور او نږدې سیمې له افغانستانه په زور د پنجاب حاکم رنجیت سنګ نیولې وې چې د انګلیس د تسلط سره پر رنجیت سنګ  دغو سیمو باندې د انګلیس قبضه وه او افغان شاهانو تر فشار لاندې که سره یې پرې قبضه نه وه، انګلیس ته پرېښودې! 

 د وقت د انګلیس اولین سفیر، خپل حکومت ته (۱۹۰۵ م. کال ) تلګرافی خپل مرکز ته   لیکي: ما خپل سفارتي کاغذات د افغان پادشاه  ته د هغه په  ژمنی دربار / ارګ پیښور کې ورتقدیم کړل! 

 کال ۱۹۵۱ م  د انګلیس حکومت خپل حقوق دان ته د انګلیس د حکومت لخوا وظیفه ورکړل شوه  چې د افغان  ۱۹۴۹ م کال د لوې جرګې، هغه فیصله چې د دیورندلاین  او ورسره سره ټول افغان انګلیس دولتی او د اشخصاصو سره شوي توافقات لغوه اعلان کړل، نو که د دیورند لاین تر نامه لاندې امضاء نه شوای سند حقوقی، ارزونه وکړي، که کوم عدالت ته قضیه ولاړه  شي، نتیجه به یې څه وي؟

 د انګلیس د حکومت حقوقدان په خپله حقوقی ارزونه کې خپل حکومت ته ولیکل چې د پاکستان په نامه حاکمبت ملک غیر کې ایجاد شوای او حقوقی بڼه نه لري او هرې محکمې کې دا قضیه بایلو…! 

دا سند ۵۰ کاله د انکاستان د ملب امنیت د قانون پر بنیاد سري وه او اوس علنی او د انګستان د ماي ارشیف کې رسماً ثبت دی!  

د ۱۹۶۸ م. کال د ویانا کنوانسیون  ټول هغه اسناد او شوي توافقان ملغا بولي چې د نا مساوي خوا سره شوي! افغانستان خپل استقلال په کال ۱۹۱۹ کال رسماً تر لاسه  کړ

او دا ټولې هڅې د ناروافقاتو د استعمارګر او مستعمرې سره له دغه کلو مخکې شوي! 

په مارګلې زمونږ په یاد د افغانستان بیرق ملي زوړند وه! 

پښتنه پیغله خپل خاوند ته ټپه کوي: تر مارګلې به در سره یېم – په هندوستان دې خدای مل شه مسافره! 

مو نږ په اوسني پاکستان میشتو خلکو ته پوره احترام لرو، تعصب حرام او له آمو تر أباسینه، ېوه خاوره او ېوه وینه بولو! 

مو د اوسني پاکستان پر خلکو مرګ ویل حرام او ناروا بولو! 

زمونږ اعتراض او غندنه په پاکستان کې پر هغه نظامیانو او ای اس ده، چې ددې سیمې عزت او ناموس باندې تجاوز کوي او حتی پښتنې با عزت  جنکې او ښځې یې په چینایانو  او فاحشه خانو خرڅې او په لسهاو زره مظلوم انسانان یې لاپتا او د هغه بیرغ لاندې دا کوي چې نن ته ورته زندا باد ویل غواړې! دا جاهلانه او احساساتی اویا خاینامه ، د شرم او تأسف ځای او خبر ده! 

خپل ملک پاکستان ګڼل ستره تېروتنه او ستره بې انصافی ده! 

ستا ملک او وطن پښتونخوا ده. د جابر او قاتل حاکمیت ته  خپل حاکمیت او خپل وطن وایاست؟ 

د پاکستان د جابر، ظالم او قاتل نظامیانو او تروریستانو بیرق نه ستا دی او نه دااحمقانه خبر کول په کار ده! را غوزار یې کړه او سر ورته وه ټیټوۍ ! 

که سر دې بیا هم خلاص نه شو را زنګ شه! 

 داکتر صلاح سعیدی 

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب