آرشیف
یک شهروند و یک رأی!
دوکتور صلاح الدین سعیدی
پرسیده أند که خواب فوق در شرایط افغانستان مشکل و غیر عملی است ود…
مننه مطلب مې واخیست، له لازمو آمادګیو مونږ مثلا ټولټاکنو، یک شهروند یک رأی او نورو ارزشونو ته چې هغه هم نسبی!!! عدالت ته رسېدلو ته مرسته کوي ، نه شو رسېدلای. په لمړي نظر کې داسې ښکاري چې ددې او ورته کتابي نظریاتو خاوندان ایلیان ( غیر طبعی موجود چې له پورته سیارو راغلای) او له حقایقو بې خبره لکه چې خط کش یې خوړلای وي، فکر او نسخه ورکوي!
نو مستقیم مونږ له همدی کبله د بین الافغانی او سیاسی احزابو، د تعریف شوې لوې جرګې او د هغه نه مخکې د سکالرانو او متخصصینو بحث او تفاهم مطرح کوو چې دا ېو هم د ( یک شهروند او یک رأې )، اصل سره مطابقت نه لري. تأریخي لویه جرګه کې د افرادو حضور د طبیعي اوتوریتو حضور دی. اوس به د طبعي اوتوریتې ( اتوریتې) د پردو د استخباراتو د اجنتانو او د غلا اوداختلاس نامیانو حضور مطرح وي چې د هغه طبعي اوتوریتو پر ځای وي؟ نو دا خو د ظلم او بېعدالیتیو ته، مشروعیت ورکول او کار کول شول! په همدې لحاظ مونږ په نوې تعریف شوې لوې جرګې ټینګار کوو چې د جمهوریت په اساسي قانون کې هم ېوډول ځانګړې شوې. اما عام بحث کې چې همدا وویل شول ( لویه چرګه/جرګه)، نو بیا هماغه زړه ببولاله ترې مراد اخیستل کېږي او له ټولو بده چې بیا دا لویه جرګه نهایی تصامیمو ته نهایی بحث د ځان حق بولي او دا عادلانه او درسته نه ده. دا کار د مقدماتی ساختاري توافقاتو روسته د قانون اساسي تعریف شوې لوې جرګې سره تفاوت لري! زه په خپله هره لیکنه او سفارش کې د اوسنۍ ، تعریف شوې لوې جرګې په چوکات کې د هغو اصولو، قواعدو او میکانیزم باندې د مقدماتي توافق پر اصولو نتیجې ته د رسېدو تأکید لرم چې هغه اصول، چوکاټ او سیستم د ( یک شهروند و یک رأی) ته د عملي رسېدو زمینه ساز شي! مثلاً مونږ له سره دغې موخې او هدف ته، ټول ټاکنو او انتخاباتو ته د موثقو تذکرو او (ای ډي) کارتو پرته د خلکو غولونه وشي، چې وشول او د انتخاباتو د کمیسیون اصلی سرور او مغز بهر کې وو ( له جزییاتو خبر یېم) او دلته بهرنی سفارتخانې اشخاصو ته وعدې ورکولې چې «ستا رأی ۴۷ فیصده کوو » چې دغه او هغه ومنئ، نو بیا دا ابتذال د منلو نه دی! او اصلی موخې ته نه شو رسېدلای او که درستې پایلې غواړو د دې کار لپاره عملاً مقدماتی لازم کار کېږي او ټولنه کې جنجال عادلانه ختمېدای شي او د کورنیو چارو وزارت – معین جناب کارمند وایي چې « تمام تخصصی امکانات د نړۍ د تجربې سره سم برابر شول چې افغاني تذکرې وویشل شي او د جنجال لاس ختم او افغانان تفاهم او استقرار ته ورسي او د پردو د نطامی حضور او د قومی اقلیت او اکثریت جنجال او تأکیدات ختم او اقلیت او اکثریت د رأیو اساس شي او … »، نو بیا همدا پردي استخبارات خپل اجنتان فعاله کړي چې ما افغان نیستم! من افغان و تذکره نمی خواهم! په دې خاطر چې بیا ددوی تجارت او له ارګه او پراشوتي حکامو د قوم او ژبې په نامه جزیه اخیستل فرصت او د کاډیلاک او زرهي موترونه او سلهاو بادګډیګاردانو، د خردوانۍ پر ځای او …، ختم شول. نو دا ټولې خبرې اودا تأکیدات، خپل تعریف او خپل منطق ، شرایط او ابعاد لري.
دبن کنفرانس چی د نړۍ د استخباراتو او نړېوالو ناسته او مجلس وو ، دوی خپل ارتباطیان هلته دعوت کړل او له ۱۵ کسانو ډېره رأیه او اکثریت جناب سیرت تر لاسه کړه. اما د چا اکثریت؟ دهغو اکثریت چې پردو استخباراتو له خوا دعوت شوي وو!
زه په هر څه کې د عامه ټاکنو او انتخاباتو او رأیو غوښتلو موافق نه یېم! د ملا او د عالم دین او انجینر او برق اودکمپیوتر کار کې رأی کیري نه شته ګ…دین په نقل ( آیات او حدیث ) د متخصص او تخصصي کار کې رأی ګیري د متخصص وي، نه د عامو خلکو او نه د یک شهروند و یک رأی!
زه د مصارفو کمول او د جمهور رئیس انتخاب د پارلمان لخوا بهتر بولم! په دې توګه انتخاب تخصصی اودمصارف کم! اما دا نور جزییات هم لري چې داسې جمهور رئیس ضعیف نه کړي!
زه د امریکې د ریاست جمهوری د ټاکنو او د جمهور رئیس تر اداری لاندې اجرائیوي ادارې ( حکومت ) سیستم نه د انګلستان د صدارتی ( حکومت) چې صدراعظم د پاچا ( زمونږ حالت کې رئیس جمهور) د هغه ګوند مشر د کابینې په جوړولو مؤظفوي او د پارلمان د اکثریت د ګوند او یا ائیتلاف مشر ! کابینه جوړوي او د کابینې په کل کی رأی اخلی، بهتر بولم! د امریکې سیستم په دې غلط دی، چې ښاغلي اوباما د صحي مواظبت وعده ورکړه، خو پارلمان ( سنا) کې اقلیت وو او وعده یې پوره کولای و نه شوه! او یا ورته پېچلای پروسیجر د جمهور رئیس تر استثنایی صلاحیت پېچلای کار شو!
دلته بیا زمونږ په پارلمان کې د هر وکیل، بل کله او بل خیال مشکل او سیاسي ګوندونه نه شته او بیا سیاسي ګوندونه د قوم او ژبې پر بنیاد، مشروع ګوند نه دی او …. دا ټول تأکیدات خپل جزییات لري چې د جزییاتو له نظر نیولو پرته، هماغه مبتذله دیموکراسی او هماغه مبتذل جمهوریت شي چې په رسمي فاحشه خانو او خانه های امن کې خلاصه شي او باخبر او عام کسان له دې ابتذاله نفرت لري!
آزادی او دیموکراسی زما د دین او ملي ارزشونو خلاف د منلو وړ نه ده!
هر وطن پلورې، د امیر عبدالرحمن له ظلمه د کوټې مهاجر د افغانستان مطرح سیاسی اجرائیوي شخصیت ( بهزاد او …) شي او نور وطن کې ټاکنې نو د پارلمان ۱۱ تنه پخواتي وکیلان بیرته انتصابی پر ملت ومنل شي! ًداسې خاین افراد بیا وایي: دیورندلاین مرز ماست!
در حالی چې «دیورند لاین» نه شته، زمکه کې نشاني شوای نه دی، مرز هم ایرانی کلمه ، او فضول شخص له خپله صلاحیته اوچته د پاکستان د جنرالانود نوکري تأکید کوي او دا قصې ته ټول وطن پلوری متحد او په ېو آواز قوت ورکوي. فضول ښکنځل نه ده، شرعی، فقه، حقوقی اصطلاح ده.
د افغانانو د ویانا، مسکو او …. کې ناستې، میدیا او د متخصصینو تحلیلونه او نظریات او د داکتر سعیدی تأکید( یک شهروند یک رأی) خپل ځان ته تعریف د تحقق زمینه سازي او چوکات لري. دا ټول اهداف او موخې د مقدماتی هڅو شریکول، پر میکانیزم او ساختار توافق خپله طبعی پروسه لري! دا طبعی، لنډه پروسه، ۱۲ کاله نه شي کېدایراو دا حد اکثر ۲ کاله کېدای شي! دغه پروسه یارپروسې دېو پکېج او بستې په توګه له ېوه ځایه پېل باید شي. مقدماتی کارونه وشي او د ( یک شهروند او یک رأی) لپاره هر اړخیز، تخصصي داسې کار وشي چې زمونږ په حالاتو ورته انطباق ورکړای شي!
داکتر صلاح الدین سعیدي
۲۳/۴/۲۰۲۶
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور