حبیب الله غمخور

په خواشینی مو دا دردونکی خبر تر لاسه کړ دهيواد مشهور ولسي سندرغاړی حیات ګردېزی دروان کال دفبروري پر څلرمه دورپېښي ناروغی له امله ددې فاني دنيا نه دخپلي کورنۍ دغړو دوستانو اوټولوعلاقمندانوسره دابد لپاره خداي په اماني وکړه .قالوانا الله وانا اليه راجعون.
یو شپېت کلن حیات ګردېزي، چې د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې منلی مشر هم و،داوياړلی هنرمند حیات ګردېزی په ۱۳۳۳ لمریز کال د پکتیا ولایت په احمداباد ولسوالي کې ددې ولايت په يوه عادی کورنۍ کي سترگی دنیا ته رڼې کړې اودابتدایې تعليماتو وروسته دکورنی ژوند دځېنو اړتياوو له مخه ددې هنرمند کورنۍ کابل ته راکډه سول او په اتلس کلنۍ کې یې موسیقي ته مخه کړه . حيات گردېزي دخپل هنری ژوند په پیل کې په شوقي ډول په حجرو او مجلسونو کې سندرې ویلې خو د۱۳۵۰ لسیزې په وروستیوکې دهمدې حجرې اومجلسوو نو دوستانو دحيات گردېزی په اوازکي هغه څه وموندل چي کېداي سي دافغانستان راډيوله لاری خپل مينه وال پيدا اودهنرپه برخه کي يوڅه ترسره کړي ،همدا وه چي ديوشمېر محلی هنرمندانولکه استاد اوالمير ،استاد زاخيل استاد گل زمان اونوروپه مرسته یې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته لار پيداکړه اودخپلو هنری اومسلکی هڅو په برکت ډير وځلېد.
حیات ګردېزی ديوه افغان هنرمند په توگه د ژوند په وروستیو کلونوکې په دې ناراضه وچې حکومت د پخوا په شان د هنرمندانو ژوند ته پام نه کوي .حيات گردېزي په ۲۰۱۱ م کال په یوه مرکه کې وویل:« په افغانستان کې ګڼ شمیر داسې هنرمندان شته چې د خپل عمر په وروستي پړاو کې دي، له موډه لویدلي، نه یې څوک راډیو ته بولي، نه تلویزون او نه هم کنسرتونو ته.»
ګردېزي څو وارې د کنسرتونو له لارې ګټلې پیسې په نادارواو غريبو هنرمندانو ویشلي دي . دمرحوم گردېزي فرهنگی هځي دهنرمندانو دټولنې په جونگړه اوخپل ځانگړی ژوندکي دټولو افغانانو لپاره دقدروړ اوټول يې په ناببره مرگ غجن دی .
زموږ دفرهنگی ټولني مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چي ددې پېژندل سوی سندرغاړي ناببره مړينه دافغان محلی پښتو موسيقی اوپه کل کي دهيوادپه هنری ډگرکي يوه لويه ضايع بولی، ددې منلی هنرمند حیات ګردېزی دټولي کورنۍ،دوستانو اوعلاقمندانودستر کهول سره ځانونه پدې غم کي شريک بولو کورنی او ټولو اړوندانوته يې دزړه صبرپه غو ښتلوسره دمرحوم روح ته په دعاکولو، هغه ته فردوس جنت غوښتنه کوو ،اوتاسو ټولوته دزړه صبر غواړو . روح دې ښاد اويادې ابدي وي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
سويډن دمالمو ښار
د۲۰۱۶ ز کال دفبروری ۵
پر بیننده ترین مقالات
-
سلطان رضیه غوری
-
آب و هوای ولایت غور
-
اصطـــلاحــــات و واژه های شیرین لهجـهً غوری
-
سرگذشت سیاه موی و جلالی
-
شهر فیروز کوه مشهور ترین پایتخت سلاطین بزرگ غوری
-
بیوگرافی شهید محمد رفیق علم
-
زندگی نامه مختصر مرحوم سید محمد رفیق نادم رئیس بنیاد فرهنگی جهانداران غوری حوزه غرب
-
Muhammad of Ghor
-
نثار احمد حبیبی غـوری کیست؟
-
ولسوالی های ولایت غور
مجلات و کتب
جام غور در شبکه های اجتماعی
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې دخواخوږ ۍ پيغام !