آرشیف
په تورخم جګړه – طالبان !
دوکتور صلاح الدین سعیدی
مسلم او انکار نه مننونکی واقعیت دی چې د موجوده پاکستان له نیمایی ډېره برخه، په پردي زمکه ( پر افغان خاوره) په ناجایزه توګه ۱۹۴۷م. کال، ایجاد شوای او د اوسني پاکستان پښتانه او بلوچ ورونه ( مقبوظه افغانستان ) کې زمونږ نه بېلېدونکي ورونه او خواخوږي وه او دي!
بلوچانو د تأریخ په اوږدو کې ډېرې کلکې اړیکې او د اتلولۍ میدانونه او ېو په بل غیرت او لاس ورکونه او خویښۍ د ابدالي احمدشاه له دوره او لا پخوا هم د پښتنو سره لرلې.
پع سیمه کې د تأریخ او وقت د استعمار په اوږدو کې د اکثریت مطلق، دغه سیمې د برتانوي هند برخې په نورمال او قانوني توګه او د برتانوي هند په اداري نقشه کې نه وې شاملې. پېښاور او دیره جات بعضې برخې چې پخوا پنجاب قبظه کړې وې د مسلط استعمار ته برېښودل شوې وې!
مسلمه خبر او سپین واقعیت دی چې د موجوده ناروا پاکستان په نامه کې میشتو پښتنو او بلوڅو او … له ۵۰۰ زیاتو سر ښندنو، قیامونه او قربانیوپه پایله او عالم اسباب کې، ددوی د مبارزو په خاطر د موجوده آزاد أفغانستان، استقلال په ۱۹۱۹ م. کال تر لاسه شو!
مسلم او سپین، ښکاره واقعیت او حقیقت دی چې د محکوم افغانستان د آزادۍ جګړه او د هغو لاسته راوړنې مختلف ابعاد لري خو أسیر پاتې کوونکو ( عدم تشدد ) شعارونو لاندې، لا تر اوسه ناکامه مبارزه او سر ښندنې لا ادامه لري او ددې سبمې د بې ګناه خلکو وینې لا هم تویېږي!
اوس اوس د پي ټي ایم غورځنګ د ستر منظور أحمد پشتین تر زعامته سترې بریاوې چې ټولو سیمه او ملت یې د آزادۍ لار ته تنویر او بسیج کړای د نوو آمیدو څړک او خبر ورکوي. ددغه ستر حرکت سره کارونه او مبارزې همغږي کول الترناتیف او بل ښه انتخاب نه لري او تعلل دغه برخه کې ستره، نه بښونکې ګناه او ملي خیانت دی! ددې خیانت نه منونکی پایلې سیمه کې ټولو ملي او وطنپالو ګوندو ته په کلکه راجع او متوجه دی! تأریخ او راتلونکي نسلونه به دغه بذخه کې د هر غیر ملي قدم حساب اخلي!
د اتحاد او همغږۍ غږ به د ټولو ملي افتخار او شهامت وي!
مسلم خبره داده چې د افغان او بلوڅو او سیمه کې د نورو آزادۍ غوښتونکو ملتو د مبارزې لړۍ د موجوده پنجابي ریاست پر ضد ادامه لري او په ډېرو مواردو کې د مکار پنجاب په بریا لا تر اوسه، د نړۍ په غولنې، لا ادامه لري!
د پنجابي استابلشمنت نوې هڅې چې ېو ځل بیا نړۍ ته دوکه ورکړي، د ېو یا دوه تروربستانو تسلیم و د امریکې په موافق نبض غږېدل او دوکه ورکړلو پروسه او اقدامات ادامه لري!
د پښتنو، بلوڅو او افغان ولسو د نیمې سدې او د روستېو دېرشو کلو د ماتې لاملونه به زیاد وي، خو د پنجابی مکار پاکستاني حاکمیت ستر وه او دی. پنجابی پاکستاني حاکمیت له سره افغانستان ته پرهپلو پښو ولاړ حاکمیت نه غواړي!
زمونږ او د نړۍ د ماتو لاملونه دغه سیمه کې به زیاد وي، چې دي، خو ډېر ځلي زمونږه خپله سیاسي خامي هم ستر لاملونه جوړوي.
زمونږ په خوله کې راکړل شوي نادرست شعارونه او ادبیات، زمونږ په لاس د وطن او رړر وژنې او د وطن د بنیاد او عمران نړونې مکارې پاکستاني کارنامه سلسله اوږده ده!
ډېر ځلي د پنحابی پاکستاني استابلشمنت په ګټه، له ځانه بې خبره د طوطي په شان مو ددوی راکړل شوي شعارونه او هدایات تعقیب او تکرار کړي!
نمونې زیاتې خو ېو څو دلته راوړم:
بې ځای شوي افغان ته په خپله خاوره ( پېښور او پښتونخوا کې) د مهاجر خطاب کوو.
د نا مشروع، غېر موجود، ناروا او تحمیل شوي نامعلومې «ډیورنډ کرښې» ته د بارډر منجمنت کميټې جوړوو!
ددې نامعلومې کرښې هغه خواته پاکستان او خپلو یا پاکستاني ځواکونو ته د سرحدي ځواکونو خطاب کوو او جمهوریت کې خو لا نورې سترې نارواوې ، لکه د افغانستان او پاکستان تر مېنځ ، پر افغان خاوره د پهرنیو پوځیانو او پنجابي مکارېو په سلسله د جر او خندق کیندنی، اغزن تار ا، دېوارنو او ناروا دروازو جوړونې او حتې د افغان جمهوري حاکمیت د چارواکو په حضور د هغوی رسمي افتتاح او لمانځنه وشوه!
جمهوریت کې داسې ناندرې د بهرنېو ځواکونو او بهرنیو سفارتو تر فشار او هدایت لاندې او د ضعیفو پلورل شوو چارواکو لخوا وشوې چې تأریخ پرې شرمېږي!
داسې لوبې وشوې چې د أمیر عبد الرحمن خان په وخت هم لا نه وې شوې!
اوس چې ېو شمېر با شهامته طالب چارواکي ددې حقایقو ېو شمېر اړخونو ته متوجه شوي، لا ډېرې تېروتنې او غېر دقیقې پاکستانۍ افادې، ادبیات او موقفونه و لو نا خود آګاه اوس اوس هم کاروي اولري او د دې مواضع ابعادو ته له سره یا متوجه نه دي او یا هم پاکستان سره ددوی، شته پټ تعهدات دوی ته د دا تصحیح او افغاني ، ملي موقف خپلولو فرصت نه ورکوي!
طالب چارواکي په دې توګه، خپله په خپل لاس د ملت له ملاتړه بې بهرې او خپل ځان کمزوری کوي!
د طالب موجوده حاکمیت د افغان ولس ېو شمېر ملي افتخاراتو ته سپکاوی کوي!
دوې ټيټ او ذلیل پاکستانی استدلال د طوطي په څېر کاروي، چې ګویا افغان ملی بیرق یې ددې په خاطر لېرې کړای او نه کاروي او نه مني چې ګواکې دطالب سربازانو ددی بیرق ( افغان ملي بیرق) مخالفت او له دغه بیرق سره جګړه کوله او دا ورته اوس د زغملو نه ده چې ددې بیرق لاندې خپله اردو تنظیم او امنیتی ځواکونه تنظیم کړي! اما د تېر نظام ډېر سربازان لا د طالب په اردو کې شته او د موجوده طالب سرباز او صاحبمنصب د هماغې کفري!؟!؟ اردو د عسکرو لباس په اعزار او وقار کاروي او أغوندي او په تورخم او نورو برخو کې د طالب سرباز د پخواني اردو لباس کاروي او أغوندي!
هغه ملی بیرغ، د اردو لباس، هغه ټوپک او ټانکونه، طیارې او مهمات، خاوره، ملي شعارو، استعماري ځواکونو ته انقیاد، … ټول بد وه؟
ځواب یې تاسې خپله ورکړئ! که بد وه څه بد او څه نه؟
طالب حاکمیت د افغان ملي بیرق د افغان ملت د ارادی او غوښتنې خلاف نه مني، خو نور ټول تشکیلات، لباس او مهمات د هغوی د سرباز په شمول کاروي او ورسره مشکل نه لري!
دا نو څه کذابیت، دوه مخي او د پنحاب د خوشالولو درواغو سیاست شوو؟!
طالب حاکمیت کولای شي خپل د نهضت ( ګوند، ډلې ) سپین بیرق او ملي بیرق ېوځای وکاروي او دا پوهه او درایت هم خپل کړي.
د افغان ملي درې رنګه بیرق د ملت اعزاز او ملت د ارادې سره سم، ملي، اسلامي او انساني غوښتنه ده او طالب حاکمیت ته په کار ده، پرخپلې دې تېروتنې له سره او بلا تأخیره فکر ، تجدید نظراو اصلاح کړي!
که دا کار مو وکړ، د تورخم او افغانستان د دفاع جګړه به د ټول افغان ملت جګړه شي تو ملی بیرق تر لاندز او ترشا به ټول افغان ملت بسیج او دفاع به وکړي!
دا هوښیارتیا، درست او پر ځای قدم، په دې هم مهمه ده چې ددوی پر ضد د ېوشمېر مقاومتیان بیرق هم ملي نه دی!
استبدادي او جبروت حاکمیتونه او مواضع راغلل، وه او ولاړل!
ملت او د افغان ملت اراده به ( ان شاء الله تعالی) تحقق مومي او زمونږ ملي بیرق به بیا پرأټک او مارګلې رپي.
تر مارګلې به در سره یېم
په هندوستان دې خدای مل شه مسافره!
طالب چارواکو ته په کار ده چې پر خپلو نادرسته کړو، ملي مشروع حاکمیت ته فرصت ورکول، د ښځو د مشروع، اسلامي اصولو په چوکاټ کې د کار او تحصیل حق او … ته غاړه کېږدي او د ځان اصلاح او کره کتنې شهامت پیدا کړي!
و ما علینا الی بلاغ المبین!
طالبه سر دې پرې خلاصېږي؟
داکتر صلاح الدین سعیدی
۹/۳/۲۰۲۵
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
نوشتن دیدگاه
دیدگاهی بنویسید
برای نوشتن دیدگاه باید وارد بشوید.
مطالب مرتبط
پر بیننده ترین مقالات
مجلات و کتب
پیوند با کانال جام غور در یوتوب
صفجه جام غور در فیس بوک
Problem displaying Facebook posts.
Type: OAuthException
Subcode: 460
گزارشات و مصاحبه ها
-
قاری رحمت الله بنیان گزار گروه داعش و سرکرده گروه طالبان ولایت غورطی یک عملیات نیروهای امنیتی افغان در ولایت فاریاب کشته شد
-
کارگاه سه روزه آموزش حقوق بشر و حقوق بشردوستانه برای نیروهای امنیتی و دفاعی در ولایت غور
-
گرامیداشت شانزدهمین سالروز تأسیس کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان در ولایت غور
-
امضاء تفاهمنامه نشر برنامه های حقوق بشری با چهار رادیو در ولایت غور