X

آرشیف

په افغاني تذکره کې د ېوې فتنه او معضلې حل! 

 

د افغان کلمه زمونږ انتخاب او غوراوی نه دی. وایي دا زړه ترکي کلمه ده، چې له ډېرو قرنو پخوا د هندیانو ( هندي راهبانو او سیاحانو) او پارسیانو/ داریوش لوحو کې پر هغو اقوامو اطلاق شوای، چې د هندوکش د سلسله غرونو په لمنو کې اوسېدل! 

 دغو قومونو کې ډېر ځلي پښتنو  بارز رول  لوبولای، نو ځینو د ګوتو په شمار مؤرخینو دلته او هلته، پښتون او افغان ( اسم او صفت ) سره مغالطه کړي! 

امریکو د ایتالوي نقشه کش د ملګري له نومه اخیستل شوای او هغه داسې چې کله د امریکې د هغه وخت د کشف شوو زمکو نقشه یې و کاږله، نو پر هغو یې د خپل دوست یعنې امریکو نوم کېښود! اوس دا نوم آمریکا او ېو هویت دی! 

افغان له اپګانه او … دبهر لخوا پر مونږ ایښودل شوای، مونږ نه دی غوره کړای او اوس دا د افتخار ېو هویت دی! 

کله چې د اکثریت او اقلیت خبره ستمیانو او نورو داخلي او بهرني دښمنانو ګرمه کړه او د پراشوتي حاکمیتونو نه یې ډېرځلي  حق السکوت واخیستې او د ډېر شمېر  افغانانو حق تلفی وشوه او د تذکرو د ویش پروسه چې مهم اقتصادی او سیاسي، امنیتي اړخونه لري، ډېر ځلي ټکنۍ او د مشکلاتو سره مواجه شوه، غلطې اداری او بې کفایتو چارواکو لاملونه هم پرې اضافه شول! اوس اوس فرانسې کې ناست رهبر!؟ قلقله کوي چې دې د افغان نوم دی او عدالت نه  پکې نه شته، نو افغاني تذکره نه اخلي او اوتې بوتې سر کړي ، نو نسبي حل دادی چې زه یې وړاندیز کوم! 

زما په باور، کله چې مستنده ده چې افغان ېو صفت دی او د قوم نوم نه دی ( أسپ سواران – أپګان او…)، او اوس ېو ویاړلای هویت دی چې موجوده پاکستان او ایران باندې او هغوی په پرتله او مقایسه ویاړلای تأریخ او افتخار دی، نوهغوی هم هڅې کوي، دا افتخار مات او افغانان سره ګډوډ کړي! په داسې مسایلو مصروف چې له سره اختیاري حل نه لري او شقاق او نفاق ته لمن وهي! دا نوم ټول د افغانستان وګړو ته ، له هر قوم او هر ټبر خلکو ته شامل او افغان ویل کېږي نو بیا څه اړتیا وه چې ددې لپاره هر افغان ته په تذکره  کې جدا خانه ، خانه پري شي او د جدا پوښتنې په ډول فورم کې مطرح شي؟! کفایت کوي چې پوښتنه ېواځې د قوم او نور مطالب فورم کې  ډک او ولیکل شي او د افغان مسأله د جدا خانې ورکولو او یا د ېوې حدا پوښتنې په توګه او یا قلمي خانه پري پر ځای په راتلونکو چاپولو او راتلونکو تذکرو کې،  په دوه ډوله حل شي! دا کار همدا اوس په نوو تذکرو کې هم کېدای شي، چې تنظیم کړای  شي! 

هغه داسې چې: 

د تذکرې عنوان په درې ژبو او یا په دوه ( پښتو او دري مخ پاڼه او انګلیسي او یا ورسره عربي په آخر  پشتي کې داسې ولیکل شي: 

– د افغانستان او افغان وګړو د تابعیت پېژندپاڼه

– تذکرهٔ تابعیت افغانستان و اتباع/شهروندان افغان 

 په همدې توګه د تذکرې او یا د افغاني پاسپورت په آخرنۍ پاڼه یا نوټ/يادداشت کې راشي: 

دغه د افغانستان د افغانیت پېژندپاڼه/پاسپورت دی! لطفاً  د میندلو وخت کې افغان رسمي ادارو او یا پولیسو ته تسلیم کړئ. مننه

په دې توګه هغه غیر ضروری نانندرو او بهانو  ته په ېو ډول د پای ټکی کېښودل شي چې ددې پوښتنې د جدا مطرح کېدو په صورت کې تحریکېږي! که څوک افغان دی، دا تذکره او یا پاسپورت اخلي او که نه غواړي، نه أخلي او د هرچا اختیار دی! 

وايي د هغه پارلماني ترکیب او یا د ټولنې په هکله د احصائیو په صورت کې چې هلته د ۱۰-۱۵ فیصدړ پورې د منفي او انحرافي افرادو د شتون ذکر نه وي راغلای، نو دغه ډول احصايه ګیریو او رپوټو کې حتماً خلل او غېر دقیق رپوټ دی! داچې د ټولنې ېوه فیصدي داسې انحرافی حرکات لري، دا کاملاً طبعي حالت دی!  

 

د وقت په فرصت خوشخبري ورکوم چې د ښو نومونو او د نومونو( نوم او تخلص) کامل کتاب/ ډیکشنري مې  په پېنځو ژبو، توحیدی بڼې او معنا سره، نهایی مراحلو ته رسولای،  چې  کار یې تر ډېره حده بشپړ، تکمیله کړای،  چې دا به د امنیتی، اقتصادی، سیاسي برخو کې زمونږ د ټولنې او هېواد لپاره د توحیدي، ممد او لاسونده مرجع وي! نورو هېوادو کې داسې ستر کتاب د تذکرو، تولد خطو او پاسپورت دفاترو کې وجود لري! زما   دا لس کلن کار چې د ېو انستیوت کار دی او د دنیا د حکومتونو په کچه باید پرې دوامداره کميټه کار وکړي، د ټولو زماني او مالي محدودیتو سره خپل نهایی مراحلو کې دی او پرې ( ان شاء الله ) کار په بریا روان دی! 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۱۴/۱۲/۲۰۲۵

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

strategicstudies@yahoo.com

—————————————-

   راه برطرف کردن یک فتنه در تذکرهٔ افغانی! 

 

کلمهٔ افغان در ابتداء انتخاب ما نبوده و این نام قرنها قبل بر ساکنان اقوام کوهای هندوګش از جانب هندیها و پارسها/ کتیبه های داریوش و قبل از آن اطلاق شده و حال یک هویت است! افغان یک صفت است و نام قوم نیست! 

همان ګونه که آمریکا از نام دوست نقشه کش ایتالوي هست که از بعد کشیدن نقشهٔ سرزمینهای جدید یافتهٔ از امریکا را نام دوست خود امریکو ګذاشت و حال امریکا و یک هویت شده! 

 

ما چه ضرورت داریم و داشتیم در برابر نام هر تذکره ګیرندهٔ افغان ،  خانهٔ را به نام افغان و بعد قوم و … بنویسیم و خانه پری کنیم. عوض این میتوانستیم و حال میتوانیم مثلا در أخیر نوت و یادداشت به سه زبان پشتو، دری و انګلیسي بنویسیم و بګذاربم که به محتوی ذیل باشد: 

نوت: این تذکرهٔ هویت متعلق به تبعه و شهروند افغانستان- افغان هست! هرکس آنرا بیابد لطفاً به نزدیکترین ادارهٔ پولیس و یا نمایندګی سیاسی افغانستان تسلیم کند! 

و یا: در اول تذکره، به سه زبان، پشتو، دری و انګلیسی عنوان نوشته و آورده شود: 

این تذکرهٔ تابعیت تبعه و شهروند افغانستان  و افغان است!  

باین تذکر در ابتدا و در أخیر به صورت چاپی ضرورت به اضافه کردن قلمی آن نبود و نیست! 

نظر شما در مورد چیست؟

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۱۴/۱۲/۲۰۲۵

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.