X

آرشیف

پاکستان پوهېږي چې نامشروع هېواد دی! 

 

پاکستان د غېر پر ملک په ناروا توګه ۱۹۴۷م.  کال ایجاد اوجوړ شوای دی. 

د پېښور او دېره جات بعضې برخو ماسوا چې هغه هم د ګندمک د ناروا تفاهم پر بنیاد د نیول شوو زمکو نیول کېدل د هند برتانوی له خوا د شهزاد یعقوب سره د توافق ترنامه برتانوي هند اداري سیستم کې شاملې شوې، باقی د برطانوي هند جز نه وې چې د ۱۹۴۷م. کال د هند د وېش او استقلال روسته د پاکستان برخه د هند له ویشه مېنځ ته راغلې وای! دا مناطق او سیمې د برطانوي هند د ادارې جز نه وې! 

یعقوب خان په داسې حال کې ګندمک ته ودانګل چې خزانه خالی او  دی د پلار له اته کلن جیله خلاص ، حواس یې بایللي او ګندمک ته ولاړ د مرستې غوښتنه وکړه او حتی د انګلیس په چوڼۍ ګندمک کې یې د باغبانۍ مقام هم قبول وړاندیز کړای وه! بیا متصل د استعمار له عسکرو سره ېو ځای هند ته وتښتېد…

 یعنې ګندمک توافق مشروع توافق نه وږ،  د دېورند لاین په نامه ېواځې نه امضاء شوای انګلیسي متن د ګندمک پر بناء وو او  دغه حالت کې د حقوقی لحاظه، د باطل بنا پر باطل وشوه او مطرح کړای شو! باقي سیمې چې او پاکستان کې شاملې شوي،  د تاریخي افغانستان طبعي جز وه!  

دا حقایق ټول د استعماری ارشیفو او نقشو  کې مستند شته! 

دا خبر د انګلستان د حکومت حقوقدان خپل حکومت ته په رسمی حقوقی تحلیل کې (۱۹۵۱م) لیکلې هغه وخت وړاندې کړه، کله چې د افغانستان د مغلکۍ کلی د پاکستان له خوابمبارد شو او په ۱۹۴۹م کال دافغانستان لویه جرګې او پارلمان، ټول هغه اسناد او مشکوک او نادرست توافقات د «ډیورند لاین»  په شمول باطل وشمېرل او د پښتنو  او بلوچو د خود ارادیت حق باندې تأکید وکړ او دغه برخه کې د افغانستان لویه برخه خاوره په ناروا توګه له خپلې اصلي خاورې جدا شوې وبلله! دا د انګلیس د حکومت د حقوقدان حقوقی، رسمي تحلیل او ارزونه د انګلستان د قوانینو پر بنیاد ( دی کلاسفای)  ۵۰ کاله سری وو او له ۵۰ کلو روسته علنی شو او د انګلستان په ملي ارشیف کې همدا اوس ثبت او راجستر موجود دی! 

د هغه توافق و لو شفاهی چې د موضوع اصلی برخه نا معلومه وي، هغه سند له صفری نقطې باطل ( ویېډ) شمېرل کېږي! د استعمار تر فشار لاندې د استعمار د نفوذ د ساحې ( سفېر اف انفلوونس) د تعیینولو لپاره د سخت فشار لاندې ۱۹۹۳-۱۹۹۷ م. کالو پورې د زمکې پر مخ د نشاني کولو کمیټې خپل کار ونشو کړای او امیر عبدالرحمن خان خپلې  کميټې ته د تعلل او عدم اجرااتو امر کړای وو! 

د حقوقی لحاظه که د ېوه توافق!؟ بنیاد موضوع نامعلومه وي، د حقوقی لحاظ هغه سند کاملاً باطل دی! د اوسني پاکستان د افغانستان پر خاوره د ایستل شوي  سیم خاردار، د امریکې په زور او د لاسپوڅو حاکمیتو په سکوت د افغان پر خاوره ایستل شوای او د «ډېورند لاین» اطلاق پرې خطاء وو او دی!  دې ته د جناب کرزی او جناب غني په وخت کې د ۱۸ تېرو شاهانو په شمول صراحت راغلای! ېو شمېر ( ۶ ) افغان حکامو هغه مؤقت، (ستاتوت کوو) د موجوده حالت بقاء مؤقت منلای! له هغه جملې د افغان او انګلستان د ۱۹۲۱-۱۹۲۴ د کابل توافق چې صرف او ېواځې  ۳ کاله اعتبار درلود او د درې کلو په تېرید د دغه توافق د موادو پر بنیاد، هر خوا د هغه موادو نه د تخطي حق درلود،

افغان ملت په دوامداره توګه او افغان حاکمبت  په ۱۹۴۹م. کال له دغه حفه رسماً استفاده وکړه! ملت خو له سره نه وو منلای او نه مني!( تفاصیل زیاد دي)! 

د مستندو او غیر قابل انکار شواهدو پر بنا، له آمو تر أباسینه، مارکلې او أټکه، ېوه خاوره او ېوه وینه ده. او ددغه کوزو  پښتنو او بلوڅو د ۵۰۰ قیامو په نتیجه او پاېله کې نیم افغانستان استقلال  په  ۱۹۱۹م کال تر لاسه شو!  

ددغه مقبوضه سیمو د حصول او قبضې دوه لارې دي: 

– پر خپل مال قبضه وکړه او مقابل لوری دې نړېوالو مراجعو ته مراجعه وکړي او فیصله د مستنداتو پر اصولو کېږي. 

د کامن لا  پر بنیاد که د کوم توافق ادعا هم وشي، دا توافق نه شته او که شته ونیول شي، عقاراتو  کې دا توافق د  کامن لا  په حساب ۹۹ کاله، ېو توافق اعتبار لري! هانکانګ پر همدې حساب چین واپس تصرف کړ! 

ذوالیدي چې د زور وي او مظلوم یې غواړي خو ظالم یې نه ورکوي، ذوالیدی نه شمېرل کېږي او ( بقای ما کان علی ما کان ) نه شمېرل کېږي! 

د سیمې افرادو او اشخاصو انتخاب، چې دلته او هلته زمزمه کېږي،   هغه د پنجاب د تسلط له ختم  روسته خبر ده چې مونږ خپلو کې څنګه ژوند کوو!ً دا چې جمهوریت او نن کې ویل کېږي، دغه برخه کې تصمیم د ډېورند لاین داوړو خواوو ته د مېشتو ملتو کار دی، د پنجابي دوکې ېوه برخه ده! دا د قانون، حقوقدان او متخصص کار دی، نه د عالم ولس! هو عام ولس له آزادېدو روسته  تصمیم نیسي چې خپلو کې او ګډ کور کې څنګه او په کوم سیاسي ساختار او جوړښت خپلو کې ژوند کول غواړي! 

زه د دې سیمو د انتخاب پلوی یېم چې که وغواړي مستقل خو سیاسي، کلک متحد او رور هېواد پشتونستان جوړ کړي او ېا مستفیم اه افغانستان ېوځای شي! خو ددې سیمو مالکین او زمامداران ددې سیمې خلک دي! دا کومه مال او متاع نه ده چې څوک یې کابل  او یا اسلام آباد ته په شاء کړي او ېوسي! دا تنظیم بیا د هماغه وخت د پنجاب له غلامۍ د آزادېدو روسته خبرې دي، نه د نن خبرې چې مونږ خپلو کې سره را مصروف کړي! 

پنجاب به له دې سیمو وځي او باقی د ژوند لار به دغه خلک او پرګنې خپله تعیینوي! 

بلوچان په تأریخي  لحاظ مستقل نه وه او په تأریخی لحاظ د افغانستان نزدیک متحد او دوستان پاتې شوي! 

د خان اف قلات زامن او لمسیان او نور ستر مشران چې اوس اوس انګلستان کې هم اوسي د افغانستان سره ډېرې نږدې خواخوږي او دوستان پاتې دي! 

باقی پښتانه مشران او کشران په میلیونی توګه، له آمو تر آباسینه  او مارګلې، أټکه، دېوې خاورې او ېوې وینې شعار ورکوي او منظور احمد پښتین ددوی ټولو سردار او دا لست ډېر اوږد او د قدر وړ مشال خان ټکر باندې نه خلاصه کېږي! 

طالب حاکمیت ته د ورکړل شوي فرصت نه د ښې ګټې اخیستو  چانس پېدا شوا! په روانه اونۍ د طالب د حاکمیت تر نظر لاندې د پکتېا  په ولایت کې د بشپړ افغانستان کامله نقشه، په رسمي پوځي مراسمو کې نمایش او رسم ګذشت ته اېښودل د ښه استقامت زېری ورکوي! 

 

دویېمه لار د نړېوالې محکمې داېرول دي او مونږ حاضر ېو دې محکمې ته مستندات وړاندې کړو او شته چې له آمو تر أباسینه، مارګلې او أټکه، ېوه خاوره، ېوه وینه ده!

 پاکستاني استابلشمنت هم په دې ښه پوهېږي! 

تر مارګلې به در سره یېم 

په هندوستان دې خدای مل شه مسافره

 

د پاکستان استابلشمنت ته دا ټول مالوم دي! نو په افغانستان کې د لاسپوڅي حاکمیتونو جوړول او هر هغه حاکمیت چې پر خپلو پښو ولاړ وي، ړنګول د پاکستان د استابلشمنت ۵۰ کلن کار دی! 

پر پاکستاني  استابلشمنت د جوړې، روغې باور او بحث نه کېږي او دا باور نه شي کېدای! 

 دا باور نه وو، نه دی او نباید وشي! 

دا کړکېچ او غمیزه، د پاکستان په نامه د سرطاني دانې او تومور له بیخه قطع نه بله چاره نه لري او جوړ آمد بحث او خبر  صرف او صرف د معضل او مشکل په تعویق اچول  او ځنډول  دي!

و ما علینا الا البلاغ المبین 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۳/۱۱/۲۰۲۵

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.